
لوېديځ په ستونزو كې يرغل ته لاره باسي!!
محسن سعود
د افغانستان مهم، د گڼو مشتركاتو لرونكی، په ننني بې طرفه او اقتصاد محوره بهرني سياست كې يې له نورو د زيات رول څښتن،حقدار، د ولس د راكړې وركړې او گڼو اړتياوو پوره كولو نږدې بازار او په هېواد كې د تېرو څلور نيمو لسيزو بېلابېلو سياستونو،پاليسيو،ستراتېژيو او د پايلو په توگه په هر ډول شرائطو كې لاس لرونكی گاونډی پاكستان په دې وروستيو كې پر يو وخت له څو خواوو په ستونزو كې ايسار راغلی،چې ځينې ضربې او ټكانونه هم ورته رسېدلي دي. د افغانستان لپاره د پورتنيو ښېگڼو او حيثيت پر بنسټ يې او همدارنگه د افغانستان،افغانانو،اسلامي امارت په برابر يې د وگړو د عامې روحيې او احساس له مخې په معنوي لحاظ هم د بهرني سياست يوې جلا او نږدې ټوټې په حيث ورته د دغه سياست يوې خوږې برخې په ځانگړې كولو بايد نه يواځې له دغو ستونزو سره مرسته او بېباكه چلند نه وي شوی، بلكې د ولس روحيې او احساس په روی د بهرني سياست په چوكاټ كې هم اړيكې ورسره نرمې او د كورني او ملي سياست او پاليسيو رنگ خپلولو تر كچې ساده او عادي وي، ترڅو پاكستان+پاكستاني ولس او د اړوند سياست محور گډ اهميت ته پر پام مو هم هغوی يواځې نه وي پرېښي او هم مو په بهرني اقتصاد محوره سياست كې ترې دواړو لوريو ته گټه پورته شوې وي. دا چې زموږ سره د پاكستان يواځېنۍ همدا سرحدي پوله لا هم د لوېديځوال ډېورنډ ښكېلتيا او لاسوهنه وه، تر اوسه لا د هغه پر نوم ده، چې د وروستيو شخړو تر شا يې لوېديځ دی، اغزن تار پرې د لوېديځ په مرسته،معاملگرۍ،لگښت لگېدلی، د لوېديځ له موخې سره سم د چاړې په څېر د ولس پر سينه تېر او پر سينه دوه ټوټې شوی او بالاخره ولس ته په خپله خاوره كې د دروازو ښودل،تړل،پرې وتو،ننوتو كې ځورول د لوېديځ پر نوښت ترسره كېږي؛ دا به پرېږدو چې د پاكستان او د ناسمو سياستونو بنسټگر يې څوك، له كومه را پيل، له امله يې په چارو كې د لوېديځو ښكېلتياوو او لاسوهنو هركلی څرنگه، څرك يې له كومه او…يواځې دومره چې د اوسنيو كورنيو ستونزو لوېديځه ريښه په گوته او لنډه پرې كړای شي.
په پاكستان كې روان بحرانونه چې هر يو يې په خپل نوعيت كې د لوړې بيې مبارزې ته اړتيا لري؛ د هغه تر هرې كوڅې رسېدلي، د لا ژبغړاندۍ په حال كې دي او پر وړاندې يې داسې گام هم نه تر سترگو كېږي چې د له منځه وړلو يا لږ تر لږه يې د مخنيوي امكان وښيي. هلته اوس كه د هېواد په كچه تر هره كوره غځېدلی اقتصادي ناورين دی؛ په خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو كې يې په وسله والو بريدونه بدرگه كوي، بيا د خيبر پښتونخوا او پنجاب ايالتونو كې سياسي او گونديزې ناندرۍ ور غبرگې دي، په سيند كې بيا له وسله والو بريدونو سره د افغانانو نيونې او له افغانستان سره پر پوله او دروازو بيا له دواړو اړخونو له ولسونو سره د حكومت ترېنگلتيا ده چې په ټوله كې له بهر او د باندې يو ډول د نظام او حكومت خلا برېښي او د دې ټولو عمده لامل همدا دی چې د افغانستان د شرائطو بدلون د هغه پر تړاو د دغه هېواد خپلواكو سياستونو او پاليسيو د بيا كتنې او غور ترڅنگ د ځينو اړوندو لوېديځو ښكېلتياوو او لاسوهنو د مخنيوي غوښتنه هم لري،چې له امله يې ياد لامل د نورو په سر كې راځي،چې تر اوسه پاملرنه ورته نه ده شوې او تر ډېره اوس د پاكستاني ولس سربېره پاکستاني چارواكي هم پرې پوهېږي او په دې وروستيو كې يې د دغه حقيقت په درك كولو ځينې گامونه هم اخيستي، خو د پاتې گامونو په پرتله ډېر لږ او له هېڅ سره برابر!
دا چې د گڼو لاملونو له وجې د افغانستان د شرايطو بدلون له نور گاونډ او منځني ختيځه پر پاكستان زيات اغېز لري او اوس تازه دغه شرايط د تېرو څلور نيمو په ځانگړې توګه وروستيو دوو لسيزو بشپړ سرچپه هم دي، بل خوا دغه موده لوېديځ په پاكستان كې هغه رول لوبولی،چې پاكستان په افغانستان كې لوباوه او اوس د پاكستان په زياتره لويو او په ځانگړو نړيوالو چارو او مدارونو كې يې لوېديځ ښكېل يا لږ تر لږه پر لاسوهنه تورن پېژندل كېږي چې په افغانستان كې د بلا بدلونونو پر اغېز په پاكستان كې د بدلونونو له اړتيا او غوښتنې سره سم يې لا زور اخيستی او له درېيم لوري د دغو ښكېلتياوو او لاسوهنو پر وړاندې درېدو او مخنيوي پر ځای يې د چارواكو د ناسمو سياستونو او پاليسيو له امله هركلی شوی او اوس د ټولو ستونزو ريښې لوېديځې دي او وخت ناوخت يې تر شا د لوېديځ لاسونه هم را ښكاري، خو ستونزې كورنۍ، زيان يې كورنی، په كې لاس پر لاس كورني اړخونه سره ښكېل او نور يې پاكستان هواری او هېڅ چاره هم په واك كې نه لري؛ نو د روانو ټولو ستونزو او پر يو وخت يې تر خپل منځ د پاكستان را ايسارېدو اصلي لاملونه همدا درې ټكي دي چې اوس كه هغه د روانو دغو ستونزو د هوارۍ لاره او چاره په واك كې نه لري؛ د يادو اصلي لاملونو او ريښو وچول يې بشپړ په واك كې دي لكه څرنگه چې پر يو وخت په كې را ايسار دی؛ همغسې له ټولو په لږ وخت كې وتلی هم شي.
د افغانستان په څه ناڅه څلور نيمې لسيزې اوږده جگړه ييز او هر اړخيز ناورين كې د لوېديځ له لوري د پاكستان بشپړ ښكېلولو سره هلته داسې فضاء، شرايط، ډلې، اشخاص او افكار را منځته كړای شول چې له معنوي لحاظه د يوې تلپاتې مستعمرې په توگه يې دغه هېواد نور هم د افغانستان له شرايطو سره بند پر بند وتاړه، ترڅو يواځې لوېديځ يې چې په هره خوا او څومره چې وغواړي؛ د يادو ډلو او اشخاصو پر مټ حالت په سيستماتيك ډول تغير كړي. اوس چې د افغانستان شرايط په لوړ توپير بدل شوي او دلته د پاكستان په گډون د گردې نړۍ لاسوهنې پای ته رسېدلې، خو پاكستان لاهم ځان نه دی ورسره عيار كړی چې پرې سختې ورځې راغلې او ترې د وتلو او له زيات تياره راتلونكي د ژغورنې يواځينۍ چاره هم همدغه د افغانستان اړوند سياستونو او پاليسيو له سره غور او د لوېديځو ښكېلتياوو او لاسوهنو په مخنيوي سره بدلون دی. له لوېديځه د همكاريو او بيا د وروستيو پورونو غوښتنو لكه چې تر اوسه هلته د لوېديځ ښكېلتيا او لاسوهنو ته لاره پرانيستې او له روانو ستونزو سره يې پاكستان مخ كړی؛ د راتلونكو پورونو د ور كړې يې لوېديځ وړاندې كړي له خياله لوړ شرطونه، د هستوي وسلو په اړه يې را ولاړې كړې پوښتنې، د سياسي كړكېچ اړخونو تر منځ لاسوهنې او د پاكستاني طالبانو تحريك او نورو ډلو پر تړاو له هوا ډكې اندېښنې ښيي چې لوېديځې هڅې يواځې پر روانو ستونزو ختمې نه دي، بلكې په اوسنيو شرايطو يې ورگډولو او بيا ترې ناوړې گټې اخيستنې سره پر پاكستان يو سوړ يرغل ته لاره باسي.