لیکنې

قلمي مبارزه يانې تاريخ او هر وخت د گټې اخيستنې وړ !!

محسن سعود
له تېر وسلوال جهاد سره قلمي مبارزه چې پر رسنيز او تبليغاتي فعاليت، مبارزه او اسلام پالنې ډېره پېژندل شوې؛ تونده، اغېزمنه او بريالۍ هم وه چې پكې د وخت د اړتياوو پر غوښتنه د ځينو فرهنگپالو رښتونی جهادي احساس او ولولې، اخلاص، رښتونولۍ او پرې ولاړو نه ستړې كېدونكو هلو ځلو ته د پراختيا ور كولو په موخه يو شمېر فرهنگپال له وسلوال جهاده هم فرهنگي برخې ته جذب شوي وو، خو ډېر نور چې په اسلامي امارت كې را ښكاره كېدو ته ليوال، خو وسلوال جهاد او قربانيو ته يې تن نه وركاوه او نه يې هم پكې رول او مخينه درلوده، بلكې تر جهادي روحيې او مبارزې پوري هر څه يې د گرمې جگړې د ډگر مجاهدينو د هغو انعكاس و؛ په وروستيو كې د بريا له څرك سره سم د كريډيټ خپلولو لپاره په رښتونو، ژمنو او له وسلوالې مبارزې جذب شويو پرهنگپالو پورې ونښتل او له همدې رسنيزې لارې يې په جهادي ليكو كې ځان وښود چې اوس په واك، قدرت او څوكيو كې له نورو بده اغېزه هم همدوی وكړه او تكړه فرهنگپال يې هم له ځان سره يا يواځې پر هڅونه له هدفه لرې په رتبو پسې روان كړل، يانې دغه كرېډيټ خېل چې نه يې وسلوال جهاد او قربانيو ته تن ور كاوه او نه يې اړوند رول او مخينه درلوده، بلكې كټ مټ لكه د واك زېږنده د۲۰۲۱م پر اصطلاح مجاهدين او له مجاهدينو سره د انځور اخيستو هوا داران چې د بريمن اړخ په توگه د اسلامي امارت په ليكو كې يې يواځي ځان ليدل او را ښكارول غوښتل؛ رښتوني هغه يې تر اغېزې لاندې كړل. همدا لامل به وي چې اوس د امكاناتو له نسبي پراختيا او ترڅنگ يې د اړتيا هم تربسې عامېدو سربېره رسنيزه-فرهنگي-تبليغاتي مبارزه د پخوا په څېر بريالۍ نه ښكاري، لكه څومره او څرنگه چې پكار ده؛ هغسې په شور او ځوږ كې نه ده، له ټاكلي هدفه چې څومره پر شا راغلې؛ هملته تم ده او د مطلوب پرمختگ يې لا هم څرك نه دی لگېدلی، نو اغېزمن او هم ژمن فرهنگپال بايد له هرڅه همدې او ورته نورو ټكو ته ډېر متوجه وي، ترڅو له كرېډيټ خېلو، دوه زره يوويشتم خېلو او له ځينو نورو چې له تېر رژيمه په ميراث راپاتې او اوس مو د څنگ ياران-ماران هم جوړ شوي؛ له بدې اغېزې يې پر خلاص مټ خپلې پخوانۍ او روانې رسنيزې او تبليغاتي مبارزې ته دوام ور كړای شو او په تېر پسې يې بياهم بريا ته ورسولای شو.
اوس چې د دښمن بشپړ تمركز او پام د تسليحاتي پر ځای پر تبليغاتي هڅو ور ټول دی؛ كه ځير شو او لږ ورسره وهم پلټو، دغه تبليغاتي هڅې يې ټولې يا هم تر ډېره او لويه برخه يې پر نوې بڼه او له نويو مواردو سره په سمون د تېرو هغو تكرار او ترې گټه اخيستنه ده او د دغه تكرار او گټې اخيستنې اړتيا بيا دا ښكاري چې هلته يې د منظم پلان له مخې ترسره كړي، كه څه هم د متقابلې مبارزې په پايله كې به يې اغېزه له منځه لاړه، خو په لومړيو كې اغېزمن واقع شوی و، دښمن يې ځانگړی تخنيك او تجربې لرلې او په وړاندې يې زموږ د مبارزې تخنيك-مواد-پايلې-تجربې هم اوس ښې څارلي او د گټې اخيستنې ډېر څه يې ترې زده كړل او د تبليغاتي هڅو د چټكتيا او غښتلتيا راز يې همدا دی چې هرڅه چمتو په لاس كې لري، يواځې د كارولو ځای يې لټوي او په وړاندې يې له ترسره شوې مبارزې اغفال هم راولي، خو موږ بيا له يادو دريو لستوڼخېلو پر اغېزې هم له خپلې تېرې مبارزې را پر شا او هم مو يې د بريا راز، تخنيك، موادو، تجربو او لاسته راوړنو ته ور شا كړه. دا ښيي چې تېر دوه اړخيز رسنيز فعاليتونه او مبارزه نه يواځې په خپل ځان كې تبليغاتي جگړه وه چې زموږ لخوا يې د ډگر گټنې او بريا ته پر رسېدنې تېره شوه، بلكې تاريخ هم و، چې د راتلونکي لپاره انځور شو-وكښل شو-ثبت شو-وليكل شو، رانغښتي وياړونه او پېغورونه يې بيا پر خپل ټول راتلونكي سپيناوی نلري، د تلپاتې گټې اخيستنې وړتيا يې خپله كړه او اوسنۍ روانې تبليغاتي تجربې ښيي چې ترې گټې اخيستونكی په بشپړ باور پر هر ډگر بريالی او هېروونكی يې بايلونكی دی.
د تېر۲۰كلن اشغال لكه چې ټوله تكيه پر تبليغاتو وه؛ هغسې يې هره پروژه-ستراتېژي-سياست له پلي كېدو وړاندې او ترې پر بشپړې پاملرنې لومړی تر درانه تبليغاتي وړين تړپال لاندې پړسول كېده او بيا په پلي كېدو كې يې له حتمي ماتې سره بېرته هم بل تبليغاتي څادر پرې را كشول كېده. نا اسلامه پروژه يي دولت چې پر داعشي ډله پېژندل كېږي؛ هم د ياد اشغال د استخباراتو برخه او د اسلام په نامه يې اړونده ځانگړې پروژه وه او ده چې د اشغال او اشغالگرو استخباراتو په گورت كې د گردې نړۍ رسنيو تبليغاتي كمپاينونه ورته كول او لا هم درگرده لگيادي له يو بريد(گرم موسم)سره ورته وړين تړپال او ځپل كېدو سره(پر ساړه موسم)ورته څادر اغوندوي چې اسلامپالو مبارزينو بيا بيا دواړه ترې كش كړي او د بريالۍ مبارزې پر مټ يې بشپړ بربنډ تاريخ كښل شوی دی. همدا راز بزرگنمايي د اشغالگرو يوه مبهمه او خيالي تبليغاتي ستراتېژي ده چې بيا بيا اسلامپالو مبارزينو ترې د ابهام او خيال څادر كش كړی، مبارزې يې په تاريخ كې وچ كلك دروغ او تبليغات ثبت کړي او د تل لپاره يې په همدې توگه راپېژني، خو بيا هم په دې وروستيو كې د دښمنو تبليغاتو محور تر ډېره پر همدغې پروژه او پر همدې ستراتېژي راڅرخي چې ښاغلي ذبيح الله مجاهد تازه ورته د بزرگنمايي اصطلاح كارولې او كه پېغوريز اړخ ته يې وكتل شي؛ دغه اصطلاح ډېره په زړه پوري او خندوونكې، پر واقعيت ولاړه او ياده مبهمه ستراتېژي يې رښتونې تعبير كړې ده. بزرگنمايي په افغاني ټولنه كې خورا سپك او احمقانه كار دی او بيا چې دې نه كار هلته څه كار له ډلې، د پرسخونو لرې غائب له خوا حاضر او مباشر ته او له سترگو ليدليو واقعيتونو سره په ټكر كې هم وي؛ پكې حد يې كړی وي او دښمن چې په غرب، لوېديځ، صليب، اشغالگر او پرديپال يې پېژنو؛ هر وخت تبليغات له همدې را پيل كړي.
اوس نو كه دښمن د شرم په نامه څه او د حماقت كومه پوله پېژني، نور به كله هم په افغانستان او افغاني ټولنه كې د شته واقعيتونو په اړه دا ډول بزرگنمايي نه كوي، ترڅو له كومه اړخه يې وضعيت وخيم او د اندېښنې وړ وښيي او يا اړوندې وړاندوينې وكړي. دلته شته واقعيت ته په كتو د داعشي فتنې لپاره د ماتې خوړلي اشغالگر دښمن دا ډول كمپايني څرگندونې په دې مانا دي چې له ځپل كېدو سره يې لكه چې دلته پر هر فرد-فرد داعشي بده ورځ او د دغې پروژې وروستۍ سلگۍ دي؛ اړوند مركزي استخبارات يې هم بدې ورځې اخيستي او نه پوهېږي په اړه يې څه ووايي؟ له بشپړې ماتې او د دوحې له تړون وروسته اوس څنگه وكړي؟ د دې پروژې پرېكړي لگښتونه چې اوس بشپړ بې ځايه او ضائع دي؛ څنگه توجيه كړي؟ او… بياهم چې له څه ويلو نه صبرېږي؛ بس سرچپه بزرگنمايي او حماقت ترې وشي او يواځې خپله څېره نوره هم بربنډه كړي. كنې؛ د پروژيي فتنه گرو ابتر وضعيت يې دلته د ولس، ټولنې او گردې نړۍ د سترگو په وړاندې دی. دا چې قلمي مبارزه په تاريخ كې ځای نيسي؛ روانه مبارزه مو هم د تلپاتې کېدو لپاره همداسې ده لكه د تېر مبارزه د نن او بشپړې راتلونكې لپاره چې پخواني فرهنگي كمېسيون يې د خونديتابه او ورته د لا هڅونې په پار هڅې كړې وې او د ځينو مبارزينو د ليكنو ټولگې يې چاپ كړې، نو قلمي مبارزه يانې تاريخ او د هر وخت گټې اخيستنې وړ لاسوند چې له پخوانۍ مبارزې او د واقعيتونو اړوندو اعترافونو، كره شواهدو، د وضعيتونو له دلالتونو او نورو اصولي لارو چارو په گټې اخيستنې دا ډول هيڅ څرگندونې بايد بې ځوابه او ځواب يې بې انعكاسه پاتې نه شي، ترڅو دا هرڅه د همدې مبارزې پر مټ د تاريخ برخه او بيا هم د گټې اخيستنې وړ وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *