ټولنه اوکلتورلیکنې

فکري روزنه ولې

له کفارو سره د روانې فکري او تبليغاتي جګړې مقابله هم پکار ده او له هغه مخکې د تېرې شل کلنې دورې کثافات له منځه وړل او بيرته د خپل نوي نسل او غولېدلو ځوانانو ذهن سازي هم له هر څه اهمه ده.
دا ملت مسلمان ملت دي، له پېړيو پېړيو دلته اسلام چلېدلي، په همدې سخت او يخ ژمي کې هم د هر جومات مخې ته په شين سهار واړه، واړه ماشومان سپاره په لاس ولاړ وي، جوماتونه مو اباد دي، عوام مو د ديني علماؤ خبره اوري او خورا عزت يې کوي، دا هر څه په دې دلالت کوي، چې دا يو رښتيني او مدين مسلمان ملت دي، مګر دا چې دلته شل کاله صليبيانو د بې ديني لوري ته تبليغات کړي، نو حتماً پر خلکو څه نا څه اغېزه ښندي، مګر د دوي خټه کې اسلام اغږل شوي، دغه د ايمان سکروټې يې بايد بيرته تازه کړو، د نفرت پر ځاي، بايد د ورورګلوۍ لاس ورکړو، د اسلامي اخوت فضا جوړه کړو، د اسلامي دعوت پروګرامونه ورته برابر کړو او تخريب شوي افکار يې بيرته اصلاح کړو.
د فکري اصلاح لپاره لازمه ده چې په دوو برخو کې کار وشي: دولتي کارکوونکي او عوام.
د دولتي کارکوونکو د فکري روزنې لپاره لازمه ده، چې په ټولو دولتي ادارو کې د اسلامي دعوت او فکري جګړې اړوند منظم درسونه پيل شي. اوس هم په دولتي ادارو کې د دعوت او ارشاد يا امر بالمعروف له خوا درسونه جريان لري، مګر مناسب او کافي نه دي. ځکه اوس مهال دولتي کارکوونکو باندې جبراً د لمونځ زده کولو يا د قرآن کريم د زدکړې درسونه ويل کيږي، دا نو هماغه د تېر امارت کيسه شوه، تر څو چې زور وي، دوي به لګيا وي، مګر که کيسه بدله شوه ،نو دوي به بيرته خپل پخواني حالت ته ور ګرځي. ځکه خو لازمه ده، چې د لمانځه او قرآن کريم د زدکړې تر څنګ؛ د فکري او عقيدوي روزنې پروګرامونه ورته پيل شي، خو دا کار هر ملا نه شي کولاي، دې کار ته تکړه او با بصيرته علماء پکار دي. بلکې د اسلامي امارت په رسمي مجاهدينو کې هم ډېر يې فکري روزنې ته جدي اړتيا لري، ځکه دوي مجاهدين دي، مګر د اسلام د محاسنو، د کفر د نواقصو او د کفارو د شيطاني پروګرامونو په هکله هيڅ معلومات نه لري.
همدا راز؛ د عام ولس د فکري اصلاح لپاره بايد غونډې تر سره شي، له رسنيو کار واخيستل شي، د ځوانانو تر منځ د فکري جګړې دکتابونو سيالۍ تر سره شي او دغه راز؛ د جوماتونو امامانو ته دنده وسپارل شي، چې د خپلو مقتديانو د عقيدوي او فکري روزنې لپاره منظم پروګرامونه ترتيب کړي.
که چېرته داسې وشي، نو بيا به د دې حاجت نه وي، چې حکومت جبراً خپل کارکوونکي د لمونځ او قرآن کريم زدکړې ته کښېنوي، بيا به خلک خپله د قران کريم زده کړې ته منډې وهي. که ولسي خلک مو فکراً وروزل شي، بيا به هيڅوک د نظام له بدلېدلو سره يا بل هېواد ته تللو سره خپل صورت او سيرت کې بدلون نه راولي، بلکې د اسلام کلک مدافعين، مبلغين او داعيان به جوړ شي، جنيات به کم شي او خلک به بيرته د اسلام اصلي روح ته ور وګرځي. لنډه دا چې بايد د ټولنې د باطني اصلاح لپاره کار وشي، کله چې د خلکو باطن اصلاح شو، ظاهر يې خپله اصلاح کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *