لیکنې

طالب وزيران اوخاطرې – شهيدمولوي اختر محمد عثماني!

عنايت الله عابد

محمدحسن حقيار وايي، چې د شريعت اوونيزي لپاره د مرکو چمتو کولو په نيت د کندهار قول اردو قوماندان ملا اخترمحمد عثماني ته ورغلم، د قول اردو په يو لوی اتاق کې ناست و ،چې شاوخوا طالبان پري چاپېره وو او هر طالب په خپل نوبت سره کاغذ ور وړاندې کاوه، هغه به يو څو کرښې پري وليکلې او لاسليک به يې کړ.

عثماني صاحب ته مې وويل ،چې د شريعت اوونيزې لپاره مرکه وکړو، ده وويل :سمه ده چې د طالبانو کارونه لږ سپک کړم او فارغ شوم ،نو مرکه به هم وکړو.

کله چې په کوټه کې ناست طالبان خلاص شول، مرکه مو پيل کړه، په ټايپ ريکارډر کې مې دهغه خبرې ثبتولې، موږ د مرکې په حالت کې وو چې طالب به راغی او کاغذ به يې عثماني صاحب ته وړاندې کړ، او له دې سره سره به راغلي طالب خپله خبره هم کوله چې زموږ د مرکي مزاحمت به وشو، همدغه حالت روان و، څو ځله طالبان راننوتل، عثماني صاحب به کله خپله هم دهغه د وړانديز په اړه پوښتنه ورڅخه وکړه، ترڅو يې په غوښتنه ښه پوه شي.

ورته ومې ويل: که چاته دنده ورکول شي چې لږ شېبه طالبانو ته کوټي ته دراننوتلو اجازه ورنه کړي، عثماني صاحب وويل، چې بيا طالبان خوابدي کېږي، راځه چې زه او ته بل اتاق ته ولاړ شو، موږ بل اتاق ته ولاړو او هلته مو مرکه پيل کړه، لږ وروسته بيا طالب راننوت او خپل کاغذ يې وړاندې او خبري يې پيل کړې، هغه خلاص شو، همدغي لړۍ دلته هم دوام درلود، زموږ مرکه بيا ونه شوه او طالبان وتل او راننوتل.

عثماني صاحب ته مې وويل ،چې په دې ډول خو پر مرکه خوند نه شو اخيستلای، ځکه چې ستا ذهن مغشوش کېږي، د خبرو په منځ کې هغوی راشي خپلې غوښتنې وړاندي کوي زموږ خبره ټوله ګډه وډه شي او بيا له سره شي، په دي ډول خو تر ماښامه هم، دا لږ خبرې نه خلاصېږي، عثماني صاحب وويل: سمه ده، بل اتاق ته به ولاړ شو، موږ درېيم اتاق ته ولاړو، هلته ما د عثماني صاحب ملګري طالبان پوه کړل چې په دروازه کې ودرېږي او  لږ وخت (ترڅو چې موږ مرکه بشپړه کوو) څوک را پري نه ږدي، همدلته مو مرکه بيا له سره پيل کړه، موږ چې کله د مرکې منځ ته ورسېدو، چې ګورم بيا همدې کوټې ته يو طالب را ننوت، په پښه ګوډ دی، سلام يې واچاوه، مخکې له دي چې هغه خبره وکړي او يا عثماني صاحب څه ووايي سمدستي زه ورته په قهر شوم او ورته ومې ويل ،چې دا څووم اتاق دی چې موږ يې بدلوو، هرځای چې ولاړ شو، تاسي راپسې را روان ياست، لږ خو مو پرېږدئ؟ چې دا مرکه خلاصه کړو، بيا چې هرڅه عثماني صاحب ته واياست ورته راشئ، کښېنه هلته کرار کښېنه چې مرکه خلاصه کړو بيا خبره ورسره وکړه، هغه ګوډ طالب هم موږ ته نږدې ارام کيناست، خو عثماني صاحب يواځې دومره ورته وويل ،چې اوس، نو سم شوې؟ دا د کندهار د خلکو يوه عامه اصطلاح ده.

کله چې مرکه خلاصه شوه، عثماني صاحب له ناست ګوډ طالب سره په غېږ په مينه روغبړ وکړ، په دروازه کې ولاړ طالب ته يې ږغ کړل شني چايې راوړه.

عثماني صاحب وويل ،چې دا دې وپېژانده، ومې ويل چې نه! ده وويل ،چې داخو د مخابراتو وزير مولوی حمدالله نانی صاحب دی او له کابل څخه مېلمه راغلی دی، زه سخت وشرمېدم، نه پوهېدم چې څه وکړم او څه ډول خپله تېروتنه جبران کړم، د مخابراتو وزيرته مې وويل چې ډېره بخښنه غواړم، يو خو مې ونه پېژندلې او بل داچې زموږ دا درېيم اتاق و چې  طالبانو له دې امله چې مرکي ته يې نه پرېښودلو بدل مو کړ.

وزير وويل ،چې خير، داخو راځي، تا خو هېڅ زياته خبره نه ده کړې يواځې دادې وويل ،چې کښېنه او زه هم کښېناستلم، په دې خبره يې زه نور هم د ځمکې تر تله تېر کړم.

د دې لپاره چې زما حوصله ټيټه نه شي، د مخابراتو وزير وويل ،چې کله کابل ته راغلې، زما ځای ته هم راشه، هلته به زه هم مرکه درسره وکړم، زه به بيا د مرکي پر وخت څوک نه راپرېږدم. هره خبره يې د توپک ډز و، خو باور وکړئ ،چې دهغه په څېره کې هېڅ د خپګان  يا قهر نښه نه ليدل کېدله، او له هري خبري سره چې ماته به يې کوله تبسم او ارامه خندا به يې کوله.

که يو مشر او د خپل ولس خدمت کوونکی پرخپل نفس دومره کنټرول ولري، نو بيا ډاډه اوسئ، چې دغه ډول متواضع او پاک زړه خلک د خپل ولس خدمت له بل هرچا په ښه او سم ډول کولای شي.

د وزيراو د قول اردو د قوماندان ترمنځ مينه او محبت، يو بل ته احترام او پريو بل باور، دهغوی تواضع او پر خپلو نفسونو پوره واک درلودمو ددې لپاره بیان کړل، څو وپوهېږو چې د مسلمانانو مشران د خلکو څومره قدر لري او ددغه ولس د خدمت لپاره يې څومره ځانونه وقف کړي وو.!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *