لیکنې

سپينه ماضي

وقايت الله – وقار
ماشوم چې د عمر په لومړي پړاو کې وي او په خپل خير او شر نه پوهېږي، اړتيا لري ،چې له لاسه ونيول شي، ګام په ګام ورته د دې ښودنه وشي،چې په څه کې ورته ګټه ده او په څه کې تاوان؟
دا نو د کورنۍ مسئوليت دی،په خاصه توګه چې د هغوی د کورنۍ رهبري يې په واک کې وي، هغوی چې لوستي دي، ډېره مخه ورګرځي، ځکه له دوی تمه کېږي او دوی پوهېږي، دوی ته ښايي چې د نوي نسل په پوهونه او روزنه کې له پوره سخاوته کار واخيستل شي،ځکه چې زموږ راتلونکی له همدغه نوي نسل نه ټاکل کېږي، دوی که په دين او وطن مين خلک و؛ نو راتلونکی به مو روښانه وي او که خدای مه کړه، دوی داسې وګړي وو، چې د ژوند له پيله له ناروا او فساد سره تړلي وو؛ نو د دين او وطن دواړه بېړۍ غرقه بوله.
وېښ مور او پلار يوازې په نن نظر نه اچوي، هغوی پوهېږي چې زما ماشوم که نن ماشوم دی؛ نو د سبا ورځې يو داسې تن دی،چې خلک ورته هيلې لري، خلک به پرې حساب کوي او خلک به ترې کار غواړي، له همدې امله نو بايد چې نن که الله تعالی مکلف کړی هم نه وي، خپل ګامونه په داسې محتاطانه توګه واخلي، چې سبا ورته بيا څوک ونه وايي چې خپل ماشومتوب دې هېر کړ، تا څه او څه نه دي کړي.
هغوی چې په ماشومتوب کې د ماشوم معصومانه کړنې نه هېروي؛ نو د ځوانۍ خاطرو ته خو نېغ ناست دی او هېڅکله به يې هېر نه کړي، موږ چې د کومې ټولنې خلک يوو دلته، نو خدای پاک بښلې ګناه مخلوق نه بښي او د نيکه پېغور کړوسي ته هم ورکول کېږي، په داسې حال کې ډېر احتياط په کار دی او د ځوانۍ عمر چې د فتنو مل دی، له نهايي احتياطه بايد په کې استفاده وشي.
زموږ لوستونکې طبقه خو داسې ده، چې دوی د ټولنې واګې په لاس کې اخلي او په ټولنه کې بيا هر کوچنی او مشر له دوی سره د پرونۍ ماضي محاسبه کوي، که دوی يې مني او که نه؛ دوی نه پرېښودل کېږي او په ډېرو ځايونو کې د دوی خدای مه کړه، پيکه ماضي د خدمت مانع ګرځي.
د رسول الله (ص) په سپېڅلي سيرت کې دا ښکاري ،چې هلته د پيغمبر (ص) او د هغه د لومړنيو سرښندونکو ملګرو د مبارزې د کاميابۍ په کليدي توکو کې دا هم وو، چې د هغوی ماضي سپينه وي، داغداره نه وي او له هر ډول فساده پاکه وي، هېچا د هغه پر شخصيت او سپينه لمن داغ نه شو کولی، له همدې امله به ورته داسې خبرې کېدې چې دوی هېڅکله هم اورېدلې نه وې او نه به يې منلو ته اماده وو؛ نو دا يې په هېڅ ځای کې ويلي نه دي ،چې تر پرونه خو تاسو دا او دا کول، نن ترې څنګه موږ منع کوئ؟ يا تر پرونه خو تاسو دا نه کول، نن ورته موږ څنګه رابولې؟
سپينه ماضي وه چې پيغمبري دعوت ته يې رنګ ورکړ، د هغې په کاميابولو کې اغېزمنه ثابته شوه او د دعوت لاروي يې ورځ تر بلې ځکه ډېرول چې هغوی د دعوت د بنسټګرو په اړه پوښتنه کوله او کله به چې د هغوی د ښه سړيتوب، ښه انسانيت او ښه تعامل ياد ورته کېده او ښه ماضي به يې مخې ته ورته اېښودل کېده؛ نو پوهېدل به چې د دغه ډول عظيمو صفاتو خلک دا چې تر پرونه ترې ټولنې شر نه دی ليدلی؛ نو نننۍ دعوه يې د خير په اساس ده او د خير لپاره ده، له همدې امله نو ورسره ملګرتيا ښايي.
زموږ نسل په دې د تباهۍ په لور ځي چې موږ د شمېر له لحاظه له يو بل سره په اولاد راوړلو او د کورنۍ په غټولو کې سيالي کوو؛ خو د هغوی د روزنې او پالنې په اړه بيا بې تفاوته يو، نه ګورو، چې په (کم) باندې (کيف) مهم دی او نن چې زموږ په ټولنه کې يو بااحساسه او روزل شوی ځوان، يا با احساسه او روزل شوې پېغله وي؛ نو د دې ګټه له هغه سلونو ځوانانو او پېغلو ډېره ده چې پوهونې او روزنې ته يې وخت نه دی ورکړل شوی او هسې پرې د ټولنې شمېر زيات شوی دی.
څومره به ښه وه، چې موږ په دې کې سره سيالي کړې وای ،چې که د فلاني زوی، لور ته د علمي، عملي او اخلاقي پرمختګ زمينه سازي کېږي؛ نو زما اولاد هم حق لري او زه بايد تر هغه زيات ورته داسې فضاء برابره کړم ،چې په کې وښه پالل شي، ښه ورزول شي، پاکه ماضي جوړه کړي او داسې يې وساتو چې نن يې د معصوميت پر اساس او سبا يې د نننۍ پاکې ماضي په سبب په لمنه لمونځ وشي.
په سورة (المدثر) کې راځي ، ژباړه : (( يو خو يې عامه معنی ده چې ظاهري پاکوالی مراعت کړه او بله معنی يې دا هم شوې چې له عيبونو لرې اوسه))
کله چې رسول الله (ص) ته، چې د يوې سپېڅلې ماضي لرونکی و، د دې امر کېږي چې لاهم متوجه اوسه او د خپلې مبارزې لپاره په پرهېز پابندي وکړه؛ نو موږ او تاسو ته خو به شېبه په شېبه دا پيغام وي چې ځير شه، دلته هر څه څارل کېږي او که نن نه وي؛ نو سبا يې درته خلک وايي، که ته ترې خلاص شې؛ نو راروان نسل دې بايد بيا د دې ځواب ووايي.
او دا به نو ډېره بدبختي وي چې را روان نسلونه دې بيا ووايي: کاش داسې سلف مو درلودی چې له نېکۍ يې زموږ توبه وه؛ خو چې بدنامي خو يې راته پرېښې نه وای.
الهي د خپل مجد او پرتم په خاطر، موږ له پت او عزت برخمن کړه او ستا د مخلوق په وړاندې مو له هر ډول شرم او بدنامۍ څخه وساته!
موږ خو ستا د دين عسکر يو، که موږ بد شو؛ نو زموږ د بدوالي زيان دين ته رسېږي، الهي، موږ ښه کړه او دين ته مو ګټه ورسوه، موږ پوهېږو چې ستا لپاره وګړي ډېر دي، ولې سوال درته کوو چې موږ قبول کړه او ستا د دين په وياړمنه مبارزه موږ ته د دنيا او آخرت نېکمرغي راکړه.
دا نو ستا له شانه سره ښايي او د دې لپاره نو درته لاسونه لپه کوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *