
سياسي خوځښتونه په تشه کې نه رامنځته کېږي
معروف مسلميار
دا چې سياست يو ټولنيز فعاليت دی ، هره ټولنه د ودې او پرمختګ لپاره ځانګړو سياستونو ته اړتيا لري او دا سياستونه په ځينو هيوادونو کې د سياسي احزابو په وسيله پلي کېږي، نو پرته له شکه چې سياسي احزابو د افغانستان په څلوېښت کلن جګړه ييز تاريخ کې مثبت او منفي رول لوبولی، دا چې سياسي خوځښتونه د ټولنې د شرايطو زيږنده دي، د تېرو شرايطو په پام کې نيولو سره دوی خپل نقش اداء کړی او مکلفيت يې تر سره شوی، ټولنې آزمايلي او په دې آزمايښت کې پاتې راغلي، دليل يې هم دا دی، هغه توقعات چې له دوی څخه کېدل پوره نشول، نه يوازې د افغانستان د آبادۍ وسيله ونه ګرځېدل ، بلکې د خپلمنځي جګړو له لاملونو څخه بلل کېدل او بلل کېږي.
وړمه ورځ د اشغال د دورې د ملي امنيت رئيس رحمت الله نبيل د ټولنيزو رسنيو له لارې د (( آزادي ملي افغانستان)) په نامه د يو حزب د جوړېدو اعلان وکړ.
نبيل غواړي ،چې د اسلامي امارت ټولې مخالفې ډلې په يو واحد صف کې راغونډې کړي او د غير متمرکز نظام راوستلو لپاره خپله مبارزه پيل کړي، چې آيا دې هدف ته به ورسېږي او که نه، دا بېله مسئله ده،دا کار ناشونی ښکاري، د يو واحد صف لپاره واحد فکر او ايډيالوژي پکار ده، دوی نه د کوم واحد فکر خاوندان دي او نه د خاصې اېديالوژۍ پلويان او حتی هدف هم نه پېژني!
دلته اساسي خبره د حزب جوړول دي، هغه هم له هيواده بهر، په يو نا معلوم هيواد کې او پرته له کومو فعالو غړو.
ټول حزبونه، هغه چې پخوا جوړ شوي او هغه چې د جوړېدو اعلان يې کېږي له څو اساسي ستونزو سره مخامخ دي:
يو داچې په افغانستان کې د احزابو د سياسي فعاليت لپاره زمينه مساعده نه ده او اوس افغانان د يو با ثباته او متمرکز نظام لرونکي دي، دا طبيعي خبره ده، چې د ثبات په وخت کې حزبونه او خوځښتونه خپل پلويان له لاسه ورکوي.
بل داچې سياسي احزاب د بقا او دوام لپاره نه کومه انګېزه لري او نه هم توان او طاقت.درېيمه مسئله داده، چې د سياسي احزابو د رهبرۍ اکثره غړي دننه په هيواد کې فزيکي حضور نه لري، د رهبرۍ په نشتون کې خوځښتونه تر هدفه نرسېږي.
بله مهمه موضوع داده ،چې نړيواله ټولنه او استخباراتي شبکې د دوی له تمويل څخه ډډه کوي، دوی په کراتو اعلان کړی، چې د اسلامي امارت د مخالفينو ملاتړي نه يو .
آخرۍ مسئله داده ،چې نومونه نوي دي خو افراد او بنسټ اېښودونکي هماغه تکراري خلک دي.
دې دلايلو ته په کتو سره د (( آزادي ملي افغانستان)) په نامه حزب جوړول يوازې د رسنيو لپاره د سوژې جوړول دي او بس، اوس افغانستان آزاد دی، د افغانستان ملت د يو خپلواک هيواد او اسلامي نظام تر سيوري لاندې خپل ژوند تېروي او آرامه سا اخلي.