لیکنې

رسنۍ او استعماري موخې

ابوالیاس جهادوال
د استعماري کړيو رسنيز مرکزونه چې د نړۍ په تر ټولو مډرنې او عصرۍ ټيکنالوژۍ سمبال دي، له يوې خوا د خپلواکو ملتونو او دولتونو د رواني ځواک پياوړتيا او له بل لوري په ټوله نړۍ کې د ځوانانو د کنټرول، کمزورتيا او لارښوونې وسيله ګڼل کېږي. نو له دې کبله اوسمهال ډېر استعماري هېوادونه په تېره امريکا ډېري غږيزې، چاپي او انځوريزې رسنۍ تر خپل مديريت لاندې راوستي او په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه د خپلو استبدادي سياستونو د ترسيم او دسيکولريزم فرهنګ د ترويج په موخه ور څخه استفاده کوي.
د پخواني شوروي اتحاد په پاشل کيدو او دمتحدو ايالتونو په مشرۍ د نړۍ په يو قطبي کيدو سره، د امريکا او په ناټو سازمان کې شاملو نورو متحدينو ته چې کله د کوم هيواد سياست خوند ورنه کړي او يا يې د خپلو استعماري پلانونو په وړاندې خنډ واقع شي، نو لومړي ورباندې د خپلو رسنيو له لارې د بشري حقونو، دښځو دحقونو او د بيان آزادۍ د سرغړونې تور پورې کوی او له خپل سياسي او اقتصادي موقف څخه په استفادې ورباندې ډول ډول فشارونه راوړي څو يې د خپل ځان تابع وګرځوي او يا يې هم د خپلو نفوذي کسانو له لارې د راپرځولو هڅې کوي.
د لويديځو رسنيو يوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د لوړ حجم خبرونو په توليد سره چې فرهنګونه جوړوي، ځايي رسنۍ تر اغېزې لاندې راولي او خپل پيام له بېلابېلو لارو د هغوی په اذهانو کې داسې القاء کوي څو يې تر خپلې اغېزې لاندې راولي او د غوراوي حس په‌کې مړاوي شي.
د امريکايي ليکوال ټام ايدکنس (Tom Adkins)په وينا، متحد ايالتونه ځکه رسنيزو او مطبوعاتي فعاليتونو ته ډېره پاملرنه کوي چې تر بمونو، الوتکو، ټانکونو او نورو تخنيکي تجهيزاتو وروسته دويمه د ارزښت وړ خطرناکه وسيله ګڼل کېږي. له همدې امله صليبي يرغلګر له همدې لارې د « ډيموکراسۍ»، « بيان آزادۍ» او « بشري حقونو» کاذبو شعارونو څخه د ملتونو د اسارت له‌پاره استفاده کوي او دا يې خپلو شيطاني موخو ته د رسيدو له‌پاره له ټولو آسانه او ارزانه لاره تشخيص کړې ده.
ايراني ليکوال «حسين فردوست» چې يومهال د پهلوي رژيم مشهوره مطبوعاتي څېره ګڼل کېده، په خپل کتاب «ظهور و سقوط سلطنت» کې د بي بي سي شبکې د رواني جګړې په اړه ليکلي « بي بي سي يو تخصصي سازمان دي او د يو ځواکمن کميسيون له‌خوا چې دMI-6 د دوو تنو استازيو په‌شمول د انګلستان د بهرني د سياست مهم کارپوهان په‌کې غړيتوب لري، اداره کېږي. دغه چاره نه يوازې دا چې د دغې شبکې خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې دا جوتوي چې بي بي سي په‌خپله د انګلستان يو مهم سياسي بنسټ دي چې د ياد هېواد له استخباراتو ( MI-6 )سره په همغږۍ کار کوي او په ځانګړيو شرايطو او مهمو مواردو کې د جعلي اخبارو دخپرولو اجازه هم لري».
پر دې سربېره صهيونستان چې اوس‌مهال د نړۍ ډېره مادي او معنوي پانګه په واک کې لري، هم خپلو هدفونو ته د رسيدو له‌پاره چې همغه د نړۍ د دولتونو او ملتونو پر مادي او معنوي شتمنيو واکمنيدل دي، هڅه کوي څو پر رسنيو، خبري آژانسونو او د سوداګريزو تبليغاتو پر توليداتو د مديريت له‌ لارې د بېلابېلو ټولنو په تېره بيا په مسلمانو ځوانانو کې د سياسي، ټولنيزو، فرهنګي او دعقايدو په اړه حساسيت له منځه يوسي او هغوي د ټولنې پر بې تفاوته او منفعل ځواک بدل کړي.
مشهور يهودي ليکوال« راشورون» په ۱۸۶۹ کال کې د پراګ ښار په يوه غونډه کې د يهودانو د تبليغاتي فعاليتونو په اړه وينا کې وويل: « که چېرې نن سره زر پر نړۍ زموږ د حاکميت لومړنۍ وسيله ده ، نو له شک پرته چې رسنۍ زموږ دويمه مهمه وسيله ګڼل کېږي »
د صهيونيزم په لومړنۍ کنګره کې چې په ۱۸۹۷ کال کې د تيودورهرتزل په رياست د سويس په بال ښار کې ترسره شوه، د نړۍ په رسنيو باندې پر نفوذ او حاکميت په ټينګار سره په دې هوکړه وشوه چې د اسرائيلو د دولت د نقشې تطبيق د نړۍ پر خبري سازمانونو له تسلط پرته ناشوني دي، نو له دې کبله د صهيونيزم په دولسم پروتوکول کې راغلي: « غواړو چې د مطبوعاتو بهير تر خپلې ولکې لاندې راولو او ورو ـــ ورو د مطبوعاتو د صهيونيستي کيدو پر لور لاړ شو، دښمنانو ته د دې موقع نه‌ورکوو چې داسې رسنيو ته لاسرسي ولري څو د هغوي نظريات او افکار بيان کړي او هيڅ خبر هم بايد زموږ له کنټرول او څارنې پرته خلکو ته ونه رسېږي»
همدارنګه په ۱۹۷۰ لسيزه کې ځينو لويديځو څېړوونکيو لکه اليور بويد بارت، تونستال او اليهوکاتز « د رسنيز امپرياليزم» ليدلوري مطرحه کړ چې پر بنسټ يې بايد پر رسنيو پانګونه د مخ پر ودې هېوادونو فرهنګي توليد او لګښت ماهيت وټاکي يا يې تر ډېره بريده تر اغېزې لاندې راولي.
د هغوي د هڅو پايله وه چې نن ورځ د نړۍ ډېرې مشهورې رسنۍ او خبري آژانسونه ( رويټرز، فرانسپرس، اسوشيتدپرس، سي ان ان او بي بي سي) د هغو يهودي پانګوالو په ولکه کې دي چې اوسمهال د نړۍ په سياست کې مهم رول لوبوي.
په سي ان ان CNN ټلويزيوني شبکه کې د رواني جګړې په نامه خونې تأسيس ښيي چې دغه شبکه په بېلابېلو هېوادونو کې له شخړو څخه د استفادې له‌پاره خپله وړتيا رهبري کوي او د شخړو په برخه کې روزنه هم ورکوي. دغه شبکه حتي په ځينو هېوادونو کې د خپلو ليدونکيو له‌پاره د سايټونو هک کولو په برخه کې روزنيز پروګرامونه وړاندې کوي. سي ان ان او نورې لويديزې رسنۍ د فلسطين د غزې جګړې او د اسرائيلو د نورو وحشتونو په اړه ځکه انځورونه او ويډيوګانې نه خپروي چې د هغوي په باور دغه چاره د تاوتريخوالي د ترويج لامل کېږي.
د اسوشيتيدپرس دوو تنو لوړپوړيو چارواکيو د فارس خليج سيمې ته د يو سفر په ترڅ کې څرګنده کړه چې موږ په غزه کې ۱۸ خبريالان لرو. له دې څخه جوتېږي چې هغوي د غزې د خلکو خواخوږي نه‌ دي، بلکې غواړي د غزې د پيښو د انعکاس په برخه کې خپل خبري انحصار دوامداره وساتي او په خبري صحنو کې دوامداره پراخ او ځواکمن حضور ولري. دغه انحصار دومره پراخ او ځواکمن دي چې نورې رسنۍ اړې دي څو د غزې د پيښو په اړه معلومات د اسيوشيتد پريس د خبرونو او انځورونو پر روايت خپاره کړي. هغوي پر رسنيزو بنسټونو په پراخې پانګونې سره هڅه کوي څو ولسي او امپرياليستي ضد خوځښتونه ترهګر معرفي کړي او د لويديز استخباراتي ماموران بيا د ولسونو اتباع وګڼي او لويديز خوښي حکومتونه منځلاري وښيي. د وروستيو معلوماتو پر بنسټ اوس‌مهال امريکايي رسنيز بنسټونه په ۶۰ ژبو خبرونه خپروي. «جورج ډبليو بوش» د خپلې ولسمشرۍ په وروستيو ورځو کې له ايراني، چينايي، کوبايي، ونزويلايي، بلاروسي او سوډاني وبلايک ليکونکيو سره په کتنه کې وويل چې وبلاګونه کوچنۍ رسنۍ دي چې لوي انقلابونه رامنځته کولي شي.
امريکايان پر رسنيو سربېره د خپلو استعماري موخو د تحقق له‌پاره له هنري وسايلو هم پراخه استفاده کوي او په دې برخه کې يې پر هاليوود سينما ډېره پانګونه کړې ده. دغه سينما چې اوس‌مهال په نړيواله کچه شهرت لري، په کال کې کابو ۷۰۰ بېلابېل فلمونه نندارې ته وړاندې کوي څو د نړۍ خلک په تېره بيا مسلمان ځوانان لويديز کلتور ته جذب او د بشري حقونو او ډيموکراسۍ په نومونو يې افکار اشباع کړي .
په دې سربېره امريکا د هاليوود لوبغاړي هم هڅوي چې په خپلو فلمونو کې تور پوستي په ښايسته جامو کې انځور کړي او په دې توګه متحده ايالتونه يوه ډيموکراټه او آزاده ټولنه وښيي، چې په دې ترڅ کې د «ارول جورج» د څارويو مزرعه او د ارول ۱۹۸۴ کال فلمونه د سي آي اې په مالي ملاتړ چمتو شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *