
رسنيز او تبلغاتي انعكاس انكار نه منونكی حقيقت !!
محسن سعود
پرېكړې پر پاملرنه ولاړې وي او پاملرنه اړوندو نزاكتونو ته له پام كولو را پېلېږي، ترڅو يا پرېكړه له نزاكتونو سره په ټكر كې رانشي او يا كه پكې نزاكتونه په پام كې نيول شوي او ورسره د ټكر مخه هم نيول شوې وي؛ د پرېكړې په متن كې د هغې اړوند احتمالي عام فكر او احساسات په پام كې ونيول شي، ترڅو په ځان كې د ځينې ټكو پر لرلو پرېكړه ليك ورته ځواب او قناعت وركړای شي او ياد ټكي د عام نظر اندېښنې او له نزاكتونو سره د پرېكړې د ټكر شونتيا او وېره له منځه يوسي. واك ته د اسلامي امارت له رسېدو وړاندې دې ټكي ته ډېره پاملرنه شوې وه او پر اثر يې د ترخو تجربو گراف تقريباً صفر و، بلكې لا د همداسې ټكو د اثر پر مټ نزاكتونه پر چانسونو اړول شوي او ترې پر برياليتوب راوتلي و، خو ترې را وروسته اوس هغسې نه ده، ډېرې پرېكړې او د پر وخت پرېكړو ځنډ او نه شتون چې د مهالني وضعيت د تائيد د پرېكړې په مانا وي؛ له نزاكتونو سره ټكر راغلې ياهم عام نظر او احساساتو ته قناعت بښونكي ټكي نلري چې بيا د پرېكړې په اړه د عام نظر له مخې ابهام له وجې يواځي د نزاكتونو پر ليدو او ترې پر اغېز د هغې پر وړاندې عام فكر او احساسات را وپارېږي.
آن د عامې عفوې د پرېكړې په برابر هم داسي اندونه و او لاهم شته چې دومره پراختيا پكې نه وای، بلكې له گڼو وجوهاتو لږ تر لږه د هېواد د خاورې-حريم-هوا، د ولس د وينو-ارزښتونو-شتمنيو-برخليك او د نظام د روح او اسلامي-افغاني عفت پلورونكي له نورو را بېل او اوس د هغوی د رحم تر چاړه لاندې پښو ته ورته محاكمه شوي وای او په عفوه كې د بېلگې په ډول دوستم او نور د دوی پر لاس له استخدام او بيا د اشغالگرو ياهم خپلو اجيرو ملگرو له لورې ځپل شويو عادي سرتېريو سره په يوه سترگه نه وای كتل شوي. دا چې د عفوې د عموم په كچه ترې لاندې راغليو ټولو باندې په محاكمو كې د شخصي حقونو د دعوې لاره پرانيستې او محاكمه كېدای شي؛ قناعت بښونكې نه ده، ايا دا شونې ده چې په محاكمو كې د شخصي حقونو په اړه هغوی له پوښتلو سره خپله ومني او اعتراف وكړي چې دا مې د نظام له آدرس او سياسي دريځه نه، بلكې شخصي جنايت مې كړی، ترڅو اوس پرې محاكمه شي او يا مې شخصي جنايت نه، بلكې د نظام له آدرس او سياسي دريځه كړی، ترڅو اوس پرې د عامې عفوې له مخې له محاكمې وژغورل شي؟ ځواب يې: نه ! دی او طبيعي يو هم هيڅ شخصي جنايت نه مني، بلكې د ځان ژغورنې په غرض يې د نظام له آدرسه او سياسي دريځه ښيي چې د جنايي او سياسي ترمنځ ياد تفكيك ناشونی او بې مانا گرځوي، عفوه د دغو پلورونكو او نورو او هم جنايي او سياسي ترمنځ له توپير پرته ټولو ته پراخېږي او په ټوله كې پردغه پرانيستې لاره هم زياتر جنايي پېښي له څېړنې پاتې، ډېری جنايتكاران له محاكمې ځان ژغورلای او ناوړه پايلې لرلای شي.
د نجونو د ښوونځيو او زدكړو د ځنډ پرېكړې تېر يو كال او بيا اوس يې تر لوړو زدكړو ور پراخول هم د دغسې پرېكړو له ډلې او د هغو تسلسل و چې په كور دننه او بهر د ولس، هېواد او نظام اړوند بېلابېلو نزاكتونو كې رامنځته او پكې ورته نه پاملرنې ورسره ټكر هم كړه او په متن كې يې داسي ټكي هم نه لرل چې له نزاكتونو خبر، خو پرېكړه كې د ابهام پر اثر له هغې ناخبره عام افكار او احساسات كنترول او قانع كړای شي. دا چې مخكې د ښوونې وزارت د ښوونځيو د پرانيستې ټاكلې ورځې په لومړيو ساعتونو كې هم تر امر ثاني د ځنډ اعلان پر تعقيب همغه لا تر يو كال زيات وخت لاينحل پاتې ده، اوس بياهم چې پر هغه سربېره نزاكتونه په خپل اوج كې او روانې لوړې زدكړې هم تر هماغه امرثاني پورې ودرول شوې؛ بې مخينې نه هيلې كونكې پرېكړه ثبت شوه چې د نورو عواملو ترڅنگ عامه افكارو او احساساتو ته قناعت او د هغو د مهارولو ټكي نه لرل، په تېر كې د پوهنې وزارت دغې پرېكړې او وركړل شوي انعكاس معكوسې پايلې، له ابلاغ وروسته لاهم پكې دومره ابهام چې تبليغاتي پوښښ نشو ور كېدلای، تبليغاتي پوښښ ته يې لا له وړاندې امادگي چې په ضمن كې اړوند مهم وضاحتونه ولري؛ نه شتون، د رسنيزو كاركونكو او سرچينو په جريان كې نه اچول، پر رسنيز پوښښ يې دښمنانه تبليغاتي پاړسوب وړاندې كېدل، په شعوري اولا شعوري ډول يې پر ملاتړ لا زياته هوا اخيستل او د امر ثاني د ترخې تجربې او غمېدونكي پيغام سرليك او بڼه خپلول يې هم د دې لامل و چې غبرگونونه پراخ او بيا تر وروستۍ شېبې د پرېكړې خوا كې څوك ونشي درېدلای.
كه څه هم هغه ټكي چې وزارت يې د دغې پرېكړې بنسټ گڼي؛ د شرعي ممانعت له پلوه د اسلامي امارت په داعيه، موخو او پاليسيو كې د پام وړ ځای لري، بشپړ پام پرې متمركز دی او دغه پرېكړه او ځنډ لازم گرځوي؛ يو خوا ښايي تر وروستۍ كچې په پوهنتونونو كې ياد ټكي عادي گرځېدلي او بل خوا يې شرعي ممانعت او پرې ولاړ د اسلامي امارت دريځ او د لوړو زدكړو پاليسۍ له پامه غورځولو سره د دغې پرېكړې د بنسټ په توگه سطحي اخيستل شوي چې په دې دواړو كې د پرېكړې مخالف نظر پړ راځي، البته دا چې له دغو ستونزو پر وخت پرده نه ده پورته شوې، په تېر يو نيم كال كې يې پر مخنيوي اغېزمن كار نه دی شوی، د اړوندو پېښو پر تړاو د پوهنتونونو ادارې او مشران يې علني نه دي احضار شوي، د پوهنتونونو بندولو پرېكړې پر بديل غور نه دی شوی چې په اتومات شكل يواځي ستونزې له منځه يووړلې شي، په تېر كې د پوهنې وزارت دغې دريځ نيولو او پرېكړې درانه عواقب او لاهم يې نامالوم برخليك په پام كې نه دي نيول شوي چې اوس يې په اړه لازياتې اندېښنې را ولاړې شوې، په پرېكړه ليك كې په څرگند ډول لاملونه او د پرېكړې اړخونه نه دي ښودل شوي، داسي توضيحي ټكي نلري چې عامه افكار او احساسات كنترول يا يواځي مصروف كړي، د دښمنو تبليغاتو له اغېزو يې تر يو حده خوندي او دښمن يې په خپله گټه ونشي كارولای او…وزارت پكې پړ راځي، خو په دې پرېكړه پسې جوخت په نادولتي كورنيو او بهرنيو ادارو كې د مېرمنو فعاليت ځنډول پر خپل ځای هم يو ډېر ښه گام ثابت شو او پرې د كورنيو او بهرنيو پټو كړيو د ځان پر غم اخته كولو سره د پوهنې او لوړو زدكړو وزارتونو د پرېكړو پر وړاندې د هغوی غږ هم تت شو چې اوس ياد دواړه وزارتونه په لږ وخت كې پر اسانۍ او له كوم فشار پرته خپلې راتلونكې پرېكړې كولای او پر امر ثاني د زدكړو ځنډ را لنډولای شي، خو لكه چې دې پېښو وښوده؛ دا يو انكار نه منونكی حقيقت دی چې له رسنيز او تبلغاتي انعكاس پرته مو دښمن تبليغات ولس او نړۍ ته سرچپه انځور ښودلای او پرې قناعت هم ور كولای شي، نو كه څه هم نور خو له موږ اوبه ور اوښتې، خو چې د اسلامي امارت پاليسۍ جوړونكي او په ځانگړې دغه وزارتونه د اړوندو ستونزو پر حل لارې بوخت او يوې پايلې ته د رسېدو پر لاره دي؛ ښايي زموږ نظرونو ته اړتيا ولري، يوه لاره پرې پيدا كړي او يو څه ته يې پرې پام واوړي، نو ټولو د نظر څښتنانو او د قلم او مبارزې ملگرو ته بويه پرېكړې، اړوند ټكي، تېر او راتلونكی، باورونه او احتمالات او ټول اړخونه يې له خپلو اندونو سره تحليل او وارزوي او په دې برابر خپل رسالت او مسئوليت ته تعهد او ژمنتيا وښيي. پر همدې هيله.