
راته يې وويل: آيا په اسلامي امارت کې د فکر خلک شته؟
امين وردګ
څلور ورځې وړاندې يوه ملګري څو پوښتنې رانه وکړې، چې يوه يې پکې دا وه : ((آيا په اسلامي امارت کې د فکر خلک شته؟ که شته نو سلنه % يې څومره ده ؟)) بيا يې متصل دا دليل هم وړاندې کړ چې؛ جګړه خو فقط احساسات غواړي! (ګواکي هر څوک جګړه کولی شي او د فکر په سړي پورې هېڅ اړه نه لري) ما ورته وويل: جګړه دوه اساسي اړخونه لري! چې يو يې په تفکر او عقلانيت پورې تړلي او دويم په احساساتو او جذباتو پورې.
يانې د جګړې يوه خوا فکري او بله يې فزيکي ده.
په بل عبارت: يوه جګړه ده او بل مديريت د جګړې! لکه عمل د جګړې؛ طراحي د جګړې او نقشه د جګړې.
د جګړې پلان په آرام قصر کې هم جوړېدلی شي ، مګر عمل د جګړې بيا د وينو او هډوکو په منځ کې خيمه وهلې وي او هملته له خلکو سره ملاقاتونه کوي، چې ظاهراً دغه يې د هغې! په نسبت سخت هم دي، خو هغه (طرحه او نقشه) بيا تر دې (جګړې) حساس او کليدي رول لري! ځکه چې د جګړې بري او ماتې د جګړې طراحان مخکې له مخکې لا ارزولي شي؛ پدې شرط ،چې عمراني رهبري يې د مديريت وړتيا ولري.
هغه چې جګړه مديريت کوي، تر هغه (چې جګړه کوي) په څو واره قوي او جسور دي.
نو! سپين لښکر پوره شل کاله د نيمې نړۍ له ابرقدرتونو (ناټو) سره په تش لاس وجنګېد!
که چېرې د سپين لښکر رهبري پياوړې نه وای، يا د فکر خلک نه وای پکې ، نو په دومره حساس وخت کې يې جګړه نشوي مديريت کولی.
له يوې خوا د سپين لښکر لاس تش و، له بلې خوا يې ټوله نړۍ په يو نه! يو ډول له دښمن سره و درېده او سپين لښکر يې له هر لوري کلابند کړ، خو تر ټوله مهمه دا وه ،چې دښمن په نړيواله سطحه مجهز او ټوله نړۍ ترې وېرېدله، له همدې امله سپين لښکر ته هېچا زړه نشوای ښه کولی، چې سياسي پناه يې ورکړې وای؛ ځکه خو داسې جګړه ګټل د نړۍ په سطحه ستر وياړ او تر ټولو لويه اتلولي او قهرماني بللي شو.
تاسو په تېرو شلو کلونو کې د سپين لښکر نظم او دسپلين وليد! اتفاق او اتحاد مو يې وليد؛ خواخوږي او مينه مو يې هم وليدې! نو که چېرې د دغه بې هېڅه او بې څوکه لښکر رهبري پياوړې نه وای او هلته د فکر خاوندان نه وای سره ټول شوي، موږ ناټو نشوای ماتولی! که څه هم چې له سپين لښکر سره تر ټولو د الله پاک نصرت ډېر و، ځکه خو مو د ملت زړونه خپل او ناټو مو تر باغو واړوله؛ خو بيا هم وايم! همدا د فکر خلک وو ،چې الله پاک يې نُصرت وکړ او فاتحان شول؛ نه يوازې فاتحان! بلکې زه خو په جرائت سره نړيوال اتلان او قهرمانان ورته وايم.
ناټو (NATO) يا د شمالي اتلانتيک تړون -کوم عادي پيمان نه دی او مه يې نظامي قوت او سياسي نفوذ ته په وړه سترګه ګورئ! دغه پيمان -د امريکا په ابتکار سره -په ۱۹۴۹ م کال کې د شوروي اتحاد او ختيځې اروپا د ممکنه خطراتو پر وړاندې رامنځته شوی.
يانې شوروي په خپل وخت کې دومره مقتدر و، چې نږدې ټوله نړۍ ترې وېرېدله، ځکه خو يې غربيانو پر وړاندې د نړۍ په سطحه ستر سياسي او نظامي تړون (ناټو تړون) رامنځته کړ ، چې په اړينه توګه د شوروي د نفوذ او تهديدونو مخنيوي وکړي، همدا راز يې په فزيکي جګړو کې هم مقابله وکړي شي.
خو شوروي افغان شازلمو دړې وړې کړ او د افغانانو له برکته د منځنۍ آسيا هېوادونه، هم آزاد شول او ايران + پاکستان هم وژغورل شول.
افغانانو چې کله دا لويه شرقي اژدها پر ملا ووهله او سره ټوټې يې کړه، نو ايله بېله غربيانو آرامې ساوې واخيستې ، مګر هو! ناټو غړو هېوادنو وخت ضايع نکړ، بلکې دستي لاس پر کار شول او ځانونه يې زر زر دلته (افغانستان ته) را و رسوول، تر څو د پرېوتې روسيې د بېرته پر پښو درېدلو مخه ونيسي، نو دوی هم زموږ هېواد (د پخواني شوروي په ډول) اشغال کړ او ظلمونه يې تر هغوی کم څه! چې په ځينو مواردو کې زيات هم وو.
خو دوی ستره اشتباه دا وکړه، چې پر ځينو پخوانيو تنظيمي رهبرانو او جګړه مارو تېروتل او اټکل يې دا و، چې ګني همدغه خلک به نو د افغانانو برېتور او شملور هم وي! خبر نه وو، چې اصيل افغانان هېڅکله هم د چا غلامي نه کوي، مرګ مني خو په اسارت کې ژوند نه خوښوي.
غربيان وو که مو ځينې ګاونډيان – زموږ هغه احسانات يې هېر کړل، چې دوی مو له شوروي اتحاد څخه د تل لپاره بې غمه کړل، بلکې د احسان په بدل کې يې هجوم راباندې راوړ او، چې څه ډول ظلم يې زده و پر موږ يې وکړ.
په هر حال…خبره د ناټو په قوت او زموږ د فکري خلکو په تدبُر او ځيرکتيا کې ده.
يانې موږ د نړۍ تر ټولو له ستر نظامي قوت (ناټو) سره دلته پوره شل کاله مقابله وکړه او ماته مو کړه؛ هغه هم په داسې حال کې! چې نږدې شل کاله مو د دوی له دښمن (روسيې) سره هم جګړه کړې وه! ګواکي دمه مو لا نه وه جوړه شوي او د شرقي بلاک پاتې شوني مو لا پاک نه وو له منځه وړي چې بيا دستي د دوی تر ظالمانه او وحشيانه بريدونو لاندې هم راغلو ، مګر (د الله پاک په نصرت سره مو) په ستړو بدنونو او نا آرامه فکرونو له دوی څخه هم ميدان يووړ الحمدلله.
نو اوس ته فکر وکړه! آيا په سپين لښکر کې د فکر خلک شته، که نه؟
د نړۍ د دواړو قطبونو له مقتدرو قوتونو سره څلوېښت کاله مقاومت ، بيا دواړه يې يو پر بل پسې متصلاً ماتوول او ميدان ترې ګټل! آيا دا په خپله د پياوړو فکري خلکو پر شتون دلالت نه کوي؟
د ناټو ماتوول د هر چا کار ځکه نشو بللی، چې روس او چين اوس هم ترېنه ډاريږي! نو چې په سپين لښکر کې فکري خلک نه وای، آيا دومره اوږده جګړه يې مديريت کولی شوای؟ هغه هم په پرلپسې توګه د نړۍ له دوو سترو قدرتونو (شوروي او ناټو) سره او مهمه دا، چې دواړه جګړې يې و هم ګټلې.
د پاسني بحث او مختلفو استدلالونو حاصل دا شو چې؛ موږ په سپين لښکر کې د ښه ژور فکر والا خلک لرو.
دويمه پوښتنه يې بيا دا وه : د ښځو د تعليم او تعلُم د بندښت په هکله څه فکر کوې؟ دا کار خو هم د فکر خلکو وکړ!
ما ورته وويل: دا يو راز دي! هغه هم له دنيا حکمتونو څخه ډک! خو زه دومره درته ويلای شم ،چې سپين لښکر هېڅکله هم دا کار نه کړی او نه يې کوي؛ دوی فقط د علمي نصاب او ميکانيزم لپاره وخت ته اړتيا لري او تر څنګ يې غواړي ،چې لومړي د غربي استخباراتو کړۍ په نښه او بيا يې پسې ماتې هم کړي، ځکه يې اوس سپين لښکر د خوب رګ ونيو.
زه باور لرم چې موږ به د ښځينه تعليم او تعلُم په برخه کې له نورې نړۍ څخه مخته هم شو ان شاءالله، خو دا کار يو څه وخت او پياوړي ميکانيزم ته اړتيا لري.
مطلب د فکر خلک پرېږدئ چې زموږ د عزت، وقار او پرمختګ لپاره کار وکړي! هغوی تعليم او تعلُم بندوي نه! بلکې له دغې لارې ځانونو او موږ ته کار آسانه کوي…دا بحث اوږد، پېچلي او يو څه محرم غوندې هم دي!!! مطلب…تاسو يقين وکړئ چې په رهبرۍ کې مو د فکر خلک شته! نو هيله کوم حوصلې لوړې ساتئ او فکر مثبت کوئ.
هو! که چېرې حاکم نظام عصري ښځينه تعليم او تعلُم ته اجازه ور نه کړه، نو بيا حتماً زه د سپين لښکر په پېژندلو کې اشتباه شوی يم.