
د کاسې مسلماني
مولوي وقايت الله وقار
مسلماني سخته ده او د دې لامل شايد داوي ،چې د انسانيت زده کړه سخته ده، مسلماني ،خو بيا د انسانيت د کمال بڼه ده او ملايي بيا په کمال کې کمال دی… موږ چې څومره له علماوو ګيله من يو، لامل يې دادی چې د دوی جامه سپينه ده او ژر داغداره کېږي، دوی د دين بيرغ پورته کړی او په مد او شد ورسره راکاږو، بيا له عامې لوستې طبقې ګيلې لرو، همدا لامل دی، چې دوی خو پوهېږي؛ نو بايد تر هغو چې زده کړې نه لري، ډېر توپير ولري.
د شهوتونو بنده ګي مضره ده، قرآنکريم، چې د بېلابېلو پېغمبرانو عليهم السلام کيسې زموږ په وړاندې بار بار ذکر کوي، د همدې لپاره ښکاره ثبوتونه وړاندې کوي، چې شهوت پرست ناکامېږي او د شهوتونو په وړاندې د واقعي مبارزې اتلان (اتلان) دي.
زموږ په عرفي او شرعي دواړو قوانينو کې د مشر احترام موجود دی او که د دين په اړه څوک درسته پوهه لاس ته راوړي؛ نو اخر به هم په دې قانع شي چې (الدين کله أدب) يعنې دين سراسر له ادب څخه راګرځي.
دلته چې د ستونزو په لړ کې کومه ستونزه ډېره درک شوې هغه داده، چې موږ له کشره خپل ادب غواړو؛ خو د کشر حق ته مو پام نه دی، (د کاسې ملګري) په همدې راڅرخي چې زموږ ډېر مشران د ډېرو کشرانو پر حقوقو په ډېره سپين سترګۍ ورځي او د هغوی حق ورته دومره مباح ښکاري، لکه کوچني ماشوم ته چې د مور شيدې څه ډول دي. تاسو په خپل چم کې وګورئ، دا زموږ د ټولنې بد رواج دی، چې د مشر په مخ کې به کشر داسې چوپه خوله ناست وي ،چې که رېښتيا خبره هم وي؛ نو نه به يې کوي او ((مشر صاحب))، چې څه وايي: دوی ټول به يې اوري. ددې نتيجه دا شي چې کشر بيا که څومره هم مشر شي؛ نو نور ورته په مشرۍ قايل شي؛ خو د خپلې کورنۍ او ټولنې وګړو ته لا هم کشر ښکاري چې دا د شخصيت وژنې پيل دی.
موږ خپل کشران له پرديو حقوقو وېروو او ورته وايو چې پلار درباندې حق لري، مور درباندې حق لري، ورور درباندې حق لري، خور، ترور، ماما، کاکا، خاله او…، خو دې ته مو ځير نه کړ، چې په دوی باندې هم ستا حقوق شته، که ماشوم ته وايو، چې له مشره مخکې مه ځه؛ نو مشر ته هم بايد ووايو چې دا کشر چې لاره يې درته پرېښوده او د لومړيتوب حق يې تاته درکړ، دا د ادب او احترام څلی دی، ويې نازوه او قدر يې وکړه.
زموږ د ټولنيزو باريکو نزاکتونو په لړ کې چې بې نزاکتي شته او لاهم تر پښو لاندې کېږي، هغه د کشر او مشر ددغه ډول تعامل په اړه ده، که د کشر او مشر څه بحث راشي؛ نو زموږ پرېکړه همدا وي ،چې کشر ملامت دی، ولې له مشرانو سره بحث کوي؟ په داسې حال کې چې کېدای شي کشر په حقه وي.
په عامو مناسبتونو کې به تاسو ليدلي وي او د دې خورا پيکه خاطرې موجودې دي ،چې له مشر سره کشر په اسانۍ د يوې کاسې خوا ته نه کېني، ځکه د کاسې په ملګرتيا کې کشر په دې پوهېږي ،چې د مشر له لوري لولپه کېږم… عجېبه داده چې دغسې مشران ځانونو ته بزرګان او نېکان هم وايي، خو دې ته ېې پام نه دی چې لږ تر لږه دا د کاسې ملګری ،خو هم په (الجار الجنب) د څنګ ملګري راځي، دا ګاونډی دی او د ده د حق لحاظ خو بايد وشي.
دا وړه نکته ده، مګر د حيثيتونو د آبادولو او نړولو په هماغو کوچنيو تيږو کې راځي چې د حيثيت ودانۍ پرې ولاړه ده، زموږ عمر خوړلې طبقه په همدغسې وړو وړو نکتو بدنامه شوې ،چې د هغوی ورته خيال نه دی او زموږ نوی نسل چې ځان ورته يو څه پوه او هوښيار ښکاري، په دغه ډول نکتو باندې سخت حساب کوي، د دې ستونزې حل ته که موږ متوجه نه شو؛ نو پايله ېې په درانه قيمت بيا موږ پرې کوی شو، ځکه چې د کشر او مشر فاصله به لکه نن چې څومره زياته ده، له دې څو چنده لا زياته شي او دا ځکه چې کله يو څوک د ډوډۍ خوړلو پر يوه عادي کاسه باندې له مشر سره نه مل کېږي او په هغه باور نه کوي؛ نو د ژوند په لويو قضاياوو کې به څه باور پرې وکړي؟
طبيعي ده چې کشر د مشر ټول ژوند په همدغه وړوکي تعامل قياس کوي او بيا د خپل خام عقل په رڼا کې د خپل ژوند مسير ټاکي، کله له چې موږ سره د مشرانو تجربې او لارښوونې نه وي؛ موږ به له داسې ګړنګونو وغورځېږو ،چې هډوکي خو به مو خود مات وي، خو د زړه د زخمې کېدو وېره هم په کې موجوده ده… او خدای تعالی دې داسې حالت نه راولي.