لیکنې

د چين په منځګړيتوب د سعودي او ايران پر مصالحې اسرائيل ولې ببر دي؟

عبدالحی ((قانت))
تقريباً پنځه مياشتې مخکې دا موضوع په دې ليکنه کې تحليل شوې. له منځني ختيځ څخه د امريکا د ټغر ټولېدل په افغانستان کې له شکست او د اوکراين له جګړې وروسته پيل شوي.« د اوکراين جګړه او د اسرائيلو نا معلومه راتلونکې» د تېرې سړې جګړې پر وخت شوروي او امريکا دواړه د اسرائيلو کلک ملاتړي او ملګري وو. د امريکا او شوروي تر منځ د اسرائيلو پر سر هېڅ اختلاف نه ؤ. د امريکايانو د نوې ستراتيژۍ په رڼا کې اسرائيلو د امريکا په بهرني سياست کې هغه لومړيتوب ،چې پخوا يې درلود له لاسه ورکړی. دا د اسرائيلو دشتون لپاره لوی خطر دی. امريکايان او اسرائيل په دې له پخوا پوهېدل ،چې دا ورځ راتلونکې ده، د همدې لپاره امريکايانو په منځني ختيځ کې د اسرائيلو تطبيع او نورمالايزيشن پيل کړ. د تطبيع لامل دا ؤ، چې اسرائيل وکولی شي پر امريکا له بسپنې پرته د سيمې په هيوادونو کې ادغام شي او په سيمه ييز ډول عادي هېواد جوړ شي.
دا مهال روسيه په دې پوهېږي چې اسرائيل د اوکراين ستراتيژيک او عقيدوي ملګری دی. زلنسکي په خټه يهودي او د اسرائيلو مشهور لابي دی. بل اړخ ته د روسيې او ايران روابط د اسرائيلو لپاره د خطر لوی زنګ دی. اسرائيل دغو روابطو ډېر وارخطا کړي ،ځکه چې که له منځني ختيځ څخه امريکا وځي او يا نظامي شتون او مالي منابع کوي، په سيمه ييز ډول ايران له چين او روسيې سره د همکارۍ په نتيجه کې اسرائيلو ته سخت ګزار ورکولی شي. روسيه له ايران پرته د فلسطين د مقاومت له پاړکو سره هم نږدې اړيکې لري.
د روسيې او OPEC نږدې اړيکې اسرائيلو لپاره بل لوی خطر دی. د سعودي او امريکا اوسنی ټکر د اسرائيلو د شتون لپاره بله لويه معضله ده. امريکا به هېڅکله نه غواړي ،چې په منځني ختيځ کې بلانس داسې برابر شي چې اسرائيل ګوښه کړي ،خو چينايان او روسان په پوره انرژۍ دې هدف لپاره کار کوي.
که امريکا غواړي له چين او روسيې سره مزي راوکاږي بايد له منځني ختيځه خپله لمنه ورټوله کړي او پر انډو پسيفيک او شرقي اروپا خپله خواري وکړي. که دا کېږي (چې نوې ستراتيژي همدا په ډاګه کوي) په منځني ختيځ کې دغسې قوي شتون په خطر کې دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *