لیکنې

د پرون څرک د نن رڼا

د څرک مجلې شل کلن مزل د اشغال له پيله، د فتحې تر درشله

م. عطاءالله مبارز
دوه لسيزې وړاندې زموږ د اسمان له کنارو سپينو سباوو نونو کډې وکړې او ځای يې تورو شپو ونيوه. دغو شپو له ځان سره ډېرې بدمرغۍ، وحشتونه، نفرتونه او ويرې راوړې. د تيارو مينانو د سبا ډېرې هيلې ووژلې، د سبا د زيري راوړونکي مؤذن ازانګه يې خپه کړه او د رڼا د مخنيوي په لاره کې يې له هيڅ راز وحشته دريغ ونه کړ، خو د سبا څرک او هيله تسليم نشوه، بلکې پرلپسې يې د رڼا راوړلو لپاره هڅې کولې.
پر افغانستان د امريکا په مشرۍ د لوېديځې نړۍ له ناروا يرغل وروسته سمدلاسه افغان ملت د خپلواکۍ د بيرته اعاده کولو په پار سپيڅلې مبارزه پيل کړه. که څه هم نظامي برخه کې پر دين او هيواد مينو ځوانانو په ډېره ميړانه او په نشت حساب امکاناتو؛ خو لوړ عزم او پخې عقيدې، دغه مبارزه پر مخ يووړه، خو په دې برخه کې د هغو رسنيو، قلموالو او ليکوالانو هڅې او خوارۍ هم د تقدير وړ دي، چې شپه او ورځ يې د فکري او کلتوري يرغل په وړاندې مبارزه وکړه.
ددغو خپلواکو او ملي او ديني ارزښتونو ته ژمنو رسنيو له ډلې يوه هم((څرک)) مياشتنۍ چاپي مجله ده، چې د اشغال په وړاندې د مبارزې له پيله يې فعاليت پيل کړی او په ډېر معياري، دقيق او منظم ډول يې د اسلامي او ملي ارزښتونو لپاره هڅې کړې دي. هغه مهال زه د مدرسې کشر زده کوونکی وم، چې د څرک مجلې راتلونکې ګڼې ته به مې په ډېره تلوسه انتظار يوېسته او په ډېره مينه به مې مطالعه کوله.
اوس مو چې الحمدلله هيواد له اشغال څځه په بشپړه توګه ازاد شوی او د اشغال کرغېړن لاسونه زموږ له هيواده پرې شوي، خو څرک مجله لا روانه ده او اوس پکې هيوادوالو ته د هيواد د پرمختګ او ښې راتلونکې څرکونه ښکاري! څرک مجله د محتوی له پلوه ډېره شتمنه او هر اړخيزه ده: د مياشتې پر له ټولو مهمه موضوع پر سرمقالې سربېره په پښتو او دري ژبو د هيواد د غوره ليکوالانو او سياسي څيړونکو مقالې، تبصرې او تحليلونه او دغه راز اسلامي او ټولنيزې ليکنې خپروي. د شعر او نظم برخه کې د «کلڅونه» تر عنوان لاندې ښکلي غزلونه او نظمونه تر لوستونکو رسوي.د څرک خدمات له هيچا هم پټ نه دي، د کيفيت او دقت په برخه کې يې د مسئول مدير او نورو همکارانو هڅې د ستايلو وړدي، الله تعالی دې د دوی خدمتونه قبول کړی او د لا ډېر او ښه خدمت توفيق دې ورکړي! او څرک دې همداسې د هيلو او اميدونو څرک واوسي!.

Related Articles

One Comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *