لیکنې

د پرديو مرستو بندول اقتصادي خپلواکي تضمينوي!

س ـ سعيد غلجی
وايي: پلار خپل زوی د خاشاکو راغونډولو لپاره غره ته ولېږه، زوی يې ويل،چې خس به راغونډ کړم، خو ګېډۍ به څوک راسره پورته کوي؟ پلار يې ورته وويل: بچيه ولاړ شه، هلته ناکام شته، هغه يې درسره پورته کوي. زوی يې ولاړ، خس يې راغونډ کړل، خو چې د ناکام په نوم يې هر څومره نارې وکړې، هېڅوک رانه غلل، آخر مجبور شو، خپله يې زورونه ووهل او بالاخره يې ګېډۍ پورته کړه،چې کله کور ته راغی، پلار ته يې وويل چې تا ويل هلته ناکام شته، هغه ګېډۍ درسره پورته کوي، هلته خو هېڅوک هم نه وو، آخر ما خپله پورته کړ. پلار يې ورته وويل: همدغه ناکام و!
نو ناکام او مجبوري داسې حالت دی چې سړی کار او خوارۍ ته هڅوي، چې مجبوري نه وي، څوک کار نه کوي، ناړامه او بې مسؤليته روږدی کېږي. که په خپل کلي کې فکر وکړو، هغه ځوانان چې مجبوريت لري، هغوی ښه کار روزګار کوي، درس وايي او خپل هدف ته ځان رسوي، خو هغه چې مجبوريت نه لري، هغوی ټوله ورځ پر چکرو، مېلو، لوبو او نورو چارو وخت تېروي.
همدغه شان، هېواد هم يو لوی کور دی، که وګړي يې مجبور شي، نو حتماً به د خپلو حوايجو د پوره کولو لپاره زيار اوباسي، حللاره به لټوي، ځان به له پردي احتياجه خلاصوي او خپلې ستونزې به په خپله حلوي. خو که غافله پاتې شي، نو تل به نورو ته محتاج وي، د پرديو تر حکم لاندې به ذليله ژوند کوي او هېڅکله به پرمختګ ونه کړي.
په دې برخه کې د استعماري قوتونو دسيسه دا ده، چې د خلکو د غافله او ضعيف ساتلو لپاره د خيريه مؤسسو او بشري مرستو په نوم يې ډرامې جوړې کړې او غواړي چې له دې لارې خلک تر خپل حاکميت لاندې وساتي. لکه چې فارسي متل دی چې: (کسی که نان مېدهد، فرمان ميدهد). نو دغه بشري مرستې هم بې شرطه دي، دوی هم خپل ښکاره او يا پټ اهداف لري، که ښکاره وي، نو پر اړوندو هېوادونو داسې شرايط وضع کوي، چې د هغوی راتلونکې هم تباه کوي او که پټ وي، هغه ښايي له دې هم خطرناک وي، کېدای شي په استخباراتي چارو کې به ترې استفاده کوي.
نو کله چې هېوادونه پرديو مرستو باندې روږدي شي، نو د هغوی اقتصاد له منځه ځي، کله چې يې اقتصاد له منځه ولاړ، معنی دا چې سياسي خپلواکي يې هم ختمه شوه، بيا به نو د هماغو بشردوستانو هر امر د سر پر سترګو مني.
تاسې وګورئ، هېڅ هيواد په پرديو مرستو پرمختګ نه دی کړی، بلکې کله چې پردۍ مرستې بندې شوې دي، نو هغه هېواد ورو، ورو پرمختګ کړی. ښه مثال يې زموږ هېواد افغانستان دی، دلته هم شل کاله د پرديو مرستو باران و، خو څه مو تر لاسه کړل؟! د اشغال له ختمېدو سره سمدستي د خلکو ژوند او کاروبار هم زيانمن شو، دا ځکه چې دا مرستې پردۍ وې.
مثال يې داسې دی، لکه يو نفر چې غرمه د چا مېلمه وي، ښې غوښې او پلاونه وخوري، خو بېګا ته په خپل کور کې هېڅ نه لري او وږی ويده شي.
هو! دا ورځ حتماً پر موږ راتلونکې وه او پرديو مرستو به آخر پای موند، نو چې هر څومره ژر بندې شي، هغومره ژر به خودکفا شو.
د ازبکستان له خوا د برېښنا بندولو او د ځينو مؤسسو له خوا د خپلو کارونو ځنډولو اعلان ته زه ډېر خوښ شوم، اګر چې ظاهراً خو به حتماً دغو اعلانونو يو څه منفي اغېزې درلودې، خو عموماً زموږ پر ګټه اعلانونه وو. اوس خو ازبکستان سره بېرته د يو کال لپاره قرارداد لاسليک شو، خو ګټه به يې دا وي چې ګوندې اسلامي امارت د خودکفايي په برخه کې نور هم متوجه شوی وي او ښايي اوس د برېښنا په برخه کې د ځان بسياينې لپاره په دغه يوه کال کې ډېر څه وکړي. همداراز؛ سمه ده چې د مؤسسو د بنديز له امله به في الحال زموږ يو څه هېوادوال بې روزګاره شي، خو عموماً د پرديو مرستو بندېدل د ځان بسياينې او اقتصادي خپلواکي په تر لاسه کولو کې ډېر مهم رول لري.
دغه راز؛ د اسلامي امارت د کابينې له خوا په تازه پرېکړه کې ويل شوي، چې ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې تر خپله وسه له داخلي توليداتو کار واخلي. د دې تر څنګ؛ د زراعت په برخه کې وروستۍ هڅې هم د ډېرې ستاينې وړ دي.
همدغه چارې زموږ هوساينه، خپلواکي او خودکفايي تضمينوي، د بشري مرستو تر شا داسې کرغېړن اهداف تعقيبيږي، چې بالاخره هېوادونه د ګړنګ پر څنډه ودروي او بيا خپلې ټولې غوښتنې پرې ومني.
لنډه دا چې، تر څو دغه د بهرنيو مؤسسو موټر زموږ هېواد کې ګرځي، تر هغه به موږ ښه ورځ ونه وينو. موږ به هغه وخت پرمختګ کوو، چې په ټول هېواد کې مو هيڅ بهرنۍ مؤسسه نه وي پاتې.
الحمدلله؛ دغه چاره په ډېر تدبير روانه ده، مسؤلين تر ډېره حده دغې موضوع ته متوجه دي، په هره برخه کې ورو، ورو د ځان بسياينې پر لور ګامونه اخلي او د استعمار يوه يوه لومه خلاصوي.
څرنګه چې د اقتصادي خپلواکي تر لاسه کولو په جريان کې ستونزې ډېرې وي او حتماً په هره برخه کې د نړيوالو له غبرګونونو، نيوکو او بنديزونو سره مخ کېږو، نو بايد چې هېوادوال هم په پوره صبر او استقامت سره د دغو ټولو ستونزو پر وړاندې مبارزه وکړي، ځکه چې بې زحمته راحت نشته او له تياره ماښام وروسته، حتماً روڼ سهار راتلونکی دی. باذن الله..!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *