لیکنې

د هېواد+نظام خپلواكي او د نافذ قانون په توگه شريعت يې ځواب وايي !!

محسن سعود
په ټولنه كې له بېلابېلو زاويو د يو څه كتلو، پر تړاو يې د مالوماتو بېلابېلې كچې او هم د نظر څښتنانو سليقوي او ذوقي بېل والي له امله د هغه په اړه د ټولنې د ننه د نظر اختلاف حتمي وي چې بيا يې له ارزونې سره ټولنه يا د سر خلك يې يوې موافقې-پايلې-پرېكړې ته رسېږي، د نظر اختلاف له منځه ځي او ترمنځ په مشترك ډول يو نظر سره را ټولېږي. خو د فكري او تبليغاتي جگړې په دې چاپېريال كې يې زياتر لامل شرائط او له ټولنې بهر كړيو مستقيمې او نامستقيمې لاسوهنې هم وي چې د هغې په دننه كې په شعوري او غير شعوري ډول د نظر اختلاف را منځته شي، له طبيعي سليقوي اختلاف څخه په ناوړې گټې اخيستنې يې ورته لمن ووهل شي او بيا د نظر اختلاف اړخونه په ناسم برداشت او غلط فهمۍ كې هم سره واچول شي، ورپسې په نه څه يو د بل پر وړاندې پارول كېږي چې د سياسي، ډله ييزو او نورو اختلافونو په را منځته كولو ټولنه سره ووېشي او دا د هماغه بهرنيو لاسوهنو زېږنده نظر د اختلاف پايله وي، نه د طبيعي را منځته شوي حتمي اختلاف چې په يو نه يو ډول يې له منځه تلل هم حتمي وي. د نظر هغه اختلاف چې لامل يې لاسوهنې وي؛ زياتر د مخالف موقف په نيولو سره را منځته كېږي يا هم د لاسوهونكي جهت پر ملاتړ د موقف په توگه پر طبيعي رامنځته شوي مخالف نظر ټينگېدو سره هغه د مخالف موقف بڼه خپله كړي، خو ځينې وخت دغه لاسوهنې نامستقيمې وي او د نظر څښتن يې هم غير شعوري ښكار شي چې پېښه، جريان او موضوع هغه له كومې زاويې كتلې وي، همغه نظر له بلې زاويې، د ناسم برداشت له مخې او په يو ډول بهرني تكتيك او تخنيك د بهرنيو لاسوهنو سوژه او لاسوند شي، پايله كې له يوې خوا بهرنيو مستقيمو لاسوهنو او له بلې خوا پكې په لاس لرلو د تورنېدو لامل وگرځي او دا بيا چې ټوله انرژي پكې زموږ له ځانه مصرفيږي او دښمن يې يواځي د كنترول او ترې د مناسبې استفادې لپاره په څار بوخت وي؛ د پرديو لاسوهنې ته د استفادې وړ مورد په توگه تر بلې هرې لارې چې په مستقيم ډول يې بهرنۍ كړۍ په كار اچوي؛ گټوره تمامېږي.
په هر رنگ؛ د نظر اختلاف كه له گټې خالي نه دی، په اوسنيو شرائطو او وضعيتونو كې له زيانه هم خوندي نه وي، نو د پېښو، وضعيتونو او ديني او مذهبي پرمختگونو او لاسته راوړنو پر تړاو ښه له ښه غور، پام او چوپتيا سره رسنيز او تحليلي گام پورته كول پكار دي. په دې وروستيو كې د مشرتابه پر غوښتنه په گڼو ولايتونو كې د اسلامي امارت محاكمو ځينې حدود جاري كړل چې له منځه يې يواځي يو قصاص او نور ټول تعزيري و. د حدودو پلي كېدو دغې لړۍ د پراخو هركليو ترڅنگ ځينې غبرگونونه هم له ځان سره لرل چې د اسلام دښمنو كړيو څيرې يې بشپړې بر بنډې كړې. سره له دې چې د نړۍ هر هېواد د نافذو قوانينو له مخې پر اعدام(چې تر شرعي قصاص څو برابره بوږنونكی وي)د حكم قضاياوې او پلي شويو اعدامونو پېښې لري؛ يواځي دلته د نافذ شرعي قانون له مخې قصاص ته غبرگون ښودل كېږي، هرڅوك پوهېږي چې د همدې حدودو پلي كونكي اسلامي امارت پر لاس پرځېدلې هماغه صليبي امپراتورۍ له بايللو موخو څخه يو هم د اسلام او د هغه د شرعي قانون(چې همدا حدود او قصاص يې يوه برخه ده)له منځه وړل، د نفاذ مخنيوی يې او يا لږ ترلږه په نفاذ(حدودو او قصاص پلي كېدو)كې يې ځنډ او خنډ را منځته كول و، ترڅو په هېواد كې مو هر ډول نا امنۍ او بې ثباتۍ، فساد، مرگونه او ويرونه، بېلارۍ او اخلاقي بحران ته وده وركړي، خو چې د دغو شومو موخو پر سر د يرغل په سزا كې امپراتوري سنگسار شوه؛ ترې پاتې يتيمو بچوڼو يې اوس د حدودو پر تطبيق رسنيزې چيغې پورته كړې او د اصطلاحاتو په جگړه كې يې داسي نومونه او سرليكونه ورته كېښودل چې له مخې يې يواځي همدا شرعي حدود او قصاص په نښه او محكوم وي او نور د هېواد او نړۍ پر مخ هر ډول مرگونه، ويرونه ، اعدامونه او ټولوژنې ترې ازادې او روانې واوسي.
په دې كې شك نشته چې اسلام دښمنه غرب د هغه پر وړاندې او د دا ډول اسلام ضد موخو لپاره د نړيوال صليبي بلاك په رامنځه كولو، د ټولې نړۍ له منځه او له هغې وړاندې يې يواځي د همدې افغانستان، اسلامي امارت او دلته پلي كېدونكو همدې شرعي حدودو(چې هېواد مو پرې د اسلام د مركزيت بڼه خپله كړې وه)باندې د گردې نړۍ را مرش كولو او بيا يې د تاريخ تر ټولو اوږدې مودې او شل كالو پوري ورسره يواځي د وسلوالې خونړۍ جگړې اوږدولو موخه هم همدا شرعي حدود او قصاص و او بيا هم كه تر هر څومره اوږدې مودې په هر پلمه كوم ډول جگړه پالل كېږي او يو لوريزې سياسي، ډيپلوماټيكې، اقتصادي، فكري او فرهنگي ناوړه پاليسۍ او لارې چارې رامنځته او پر مخ وړل كېږي؛ همدا به يې موخه وي، بل هيڅ نه، ځكه له اسلامي نظام، افغاني فرهنگ او افغانانو له دې پرته د هيڅ تمه نه كېږي او نه يې غرب لري. نو څرنگه پلي شويو حدودو ته د اسلام دښمنه غرب ښودلی غبرگون رښتيا هم كومه بشري او د خير ښېگڼې ريښه ولري؟ او يا دې رښتياهم اړوندو پرېكړو كې د اسلامي امارت تېروتنې د غرب د غبرگون اصلي لامل وي؟ ترڅو په نظام او چارواكو كې په نيمگړتياو لټولو، په خپلو نظرونو يې تائيدولو او د خپلواكۍ كرښې دننه فرضي او يواځي له يو ځانگړي نظر او زاويې نيمگړتيا گڼلو سره تر دغې كرښې خبره ور واړوو او پرديو ته د اسلام او نظام ضد دريځونو لاسوند او سوژې په برابرولو خبره د پرديو لاس او پر بلواكۍ تورنېدو پوري ورسوو. فرض به كړو چې د غرب غبرگونونه پر ځای او د اسلامي امارت د تېروتنو زېږنده وي، خو د هېواد+نظام خپلواكي او دلته نافذ قانون په توگه شريعت يې ځواب وايي او له همدې حيثيت سره په ډاگه ور يادوي چې موږ خپلواك هېواد او نظام يو او د نافذ قانون په توگه پر شريعت پرېكړې كوو، غرب دې د نړيوالتوب په پلمه دلته لاسوهنې نكوي او نه دې له دې لارې د بايللو موخو ترلاسه کولو خوبونه ويني. نو دا ډول نظرونه يواځي دا چې د غرب اړوندو اټكلونو ته يې ځواك بښلی وي، د غرب غبرگونونه لا زيات وپړسوي او يا لږ ترلږه تازه پلمې يې په لاس ور كړي؛ هېواد، ولس او نظام ته هيڅ نه پر جوړه ده او نه به پرې جوړه شي، خو د پېښو او وضعيتونو په اړه زموږ پر نظرونو حتمي بايد يو څه جوړه وي او يا هم ترې تر زېږدونكو ستونزو چوپتيا غوره وگڼل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *