لیکنې

د هرات پاڅون د افغانانو د پیاوړې ارادې او اتحاد غوره بېلګه

عنايت الله خاموش
کله چې د وخت جابر زبر ځواک او په کمونيستي مفکوره سمبال پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې د کمونيزم تخم وکاره او په ډېر چل او هنر سره يې چپيان واک ته ورسول؛ ور سره سم پر افغان ملت باندې توره ورځ راغله او بيا يې تر ننه ښه ورځ ونه ليده. له ثور له کودتاه وروسته چپيانو له ټول افغان ولس سره را واخيسته؛ له ښوونځي يې ښوونکی او متعلم، له مدرسې يې ملا او طالب، له پوهنتون څخه يې استاد او محصل، له دفترونو مامورين او خدمتګاران، له فوځ څخه عسکر او لوړ رتبه اتباع او… يې له دې کبله يا ژوندي په خاورو خښ کړل او يا يې د زندانو نو تورو خونو ته واچول، چې کمونيستي مفکوره يې نه منله او په هغه لاره يې تګ نه کاوه چې پکې د افغاني او اسلامي ارزښتونو پايمالول نغښتي وو.

کله چې دغو چپيانو له ولس سره را واخيسته او هر ځاي يې د ولس په وړاندې ظلمونه پيل کړل؛ نو اخر ولس او هغه با احساسه او مسلمان پوځيان چې د غلامۍ او په پردۍ مفکوره له سمبال ژونده يې مرګ غوره باله، له دغو ظلمونو څخه د بچ کېدلو او ځان ژغورلو په پار اړ شول ترڅو د کمونيستي او چپي رژيم په وړاندې پاڅون وکړي او نړۍ ته دا وښيي چې له افغان ملت سره ستر ظلم او زياتی روان دی او د ناولي فکر خاوندان پرې حاکمان دي.

د چپي او کمونيستي رژيم په وړاندې افغان ولس او مسلمانو افسرانو، د هيواد په هره سيمه کې پاڅون ته ملا وتړله او هره ورځ به په يوه سيمه کې پاڅونوالو د تکبير غږونه بدرګه کول او بالاخره يوه ورځ داسې هم راغله چې د نړۍ د ظالم زبر ځواک او په ناولې مفکوره سمبال رژيم يعنې د پخواني شوروي اتحاد او د هغه وخت په افغانستان کې د دوي لاسپوڅې حکومت په وړاندې داسې يو پاڅون وشو چې هم يې، پر افغان ولس باندې د پردي فکر له تحميل سره د افغانانو حساسيت په ډاګه کړ او هم يې نړۍ ته دا وښوده چې پر افغانستان باندې داسې کسان حاکمان دي چې د خپل واک د بقاء لپاره، بې شمېره ولسونه هم له تېغه تېرولاي شي.

هوکې! د ۱۳۵۷ لمریز کال د کب په ۲۴ مه، د هرات خلکو او د همدې ولايت د اوولسمې فرقې مسلمانو افسرانو او سربازانو ، د کمونيستانو او د هغوی د روسي مشاورينو پر ضد ملي پاڅون وکړ. دغه پاڅون دومره په جوش او قهرجنو ولولو سره پيل شوی و، چې په لنډ وخت کې یې د هرات ښار اکثره سيمې ونيوې او نږدې و، چې دا ولايت ونيسي. دې پاڅون درې ورځې دوام وکړ او په دې موده کې بې شمېره روسي مشاورين او د دوی لاسپوڅی کمونيستي عسکر او مشران ووژل شول، خو وروسته له دريو ورځو د وخت کمونيستي حاکمانو او د دوي روسي بادارانو پر پاڅون کوونکو باندې، په ډېر چل د خپلو ټوپکو او توپونو شپېلۍ ور واړولې او زرګونه مسلمان پاڅون کوونکی يې په شهادت ورسول.

کله چې د وخت کمونيستي واکمنان او د هغوی روسي باداران پوه شول چې که د هرات د پاڅون مخنيوی ونه کړي؛ په لنډ وخت کې به يو په بل پسې ولايتونه سقوط او د دوي ناولي رژيم به له منځه لاړ شي او که دا کار وشي، د وخت د کمونيستي زبرځواک( پخواني شوروي اتحاد) پر لمن به تور داغ پاتې شي، لکه چې بيا وروسته د افغانانو د سپېڅلې مبارزې له برکته همداسې وشول او د دوي غرور يې مات او امپراتوري يې ور دړې-وړې کړه، نو د وخت د کمونيستي رژيم دوهم کس، حفيظ الله امين، له کندهار څځه يوه لويه قوه چې په سپکو او درنو وسلو سمباله وه په داسې شکل هرات ته ولېږله، چې د پاڅون کوونکو نښانونه او بيرغونه يې په خپلو ټانکونو را ځړولي وو. په دې توګه د هرات اتلو پاڅونوالو فکر وکړ چې ګواکې کندهار هم پاڅون کړی او د دوي مرستې ته ور روان دي؛ خو کله چې دغه قواوې ښار ته ننوتلې پر پاڅونکوونکو يې ډېره سخته حمله وکړه او هغوي يې سره وپاشل.

کله چې دغه ظالم او جابر عسکر، په سپکو او درنو وسلو سمبال د پاڅونوالو په منځ کې ور ولوېدل، هغوي يې د دفاع توان له لاسه ورکړ او دغو ظالمانو له موقع څخه په استفادې پر دغو ترهېدلو پاڅونوالو په ظالمانه توګه بې شمېره مرمۍ و اورولې چې په دې مرحله کې يې له ۲۴ زره زيات هراتيان په ډېره بې رحمۍ او قساوت شهيدان او خپل ظالمانه کردار يې نړيوالې نندارې ته وړاندې کړ. روايتونه وايي: کله چې د شهنواز تڼي په مشرۍ کمانډو عسکر دغه ولايت ته ورسېدل، په هيڅ چايې صرفه ونه کړه او حتي تر دې چې په روغتونونو کې پر بستر پراته ناروغان او په کورونو کې د زانګو ماشومان يې لا له تېغه تېر کړل، چې بالاخره دغه ستر پاڅون او د کمونيستانو ظلم، د افغانانو مظلوميت او د کمونيستانو ظلم نندارې ته وړاندې کړ.

هوکې! د هرات دغه ستر پاڅون که څه هم د افغانستان په تاريخ او په ځانګړي ډول، معاصر تاريخ کې له بدترينو او زيانمنو پاڅونونو څخه ګڼل کېږي او دغه ورځ په افغان تاريخ کې يوه داسې ورځ ده چې د نړۍ يوه ستر او ظالم ښامار، يو مظلوم او بې ګناه ولس له ستونی او تېغه تېر کړ؛ خو د هراتيانو دغې مېړانې وښوده چې که هر څومره زيات ووژل شي هم، پرديو ته به سر خُم نه کړي او نه به د پردي فکر منلو ته لبيک ووايي. دغو شهيدانو او پاڅونوالو په افغان تاريخ کې يو نوي باب پرانيست او هغه داسې چې تر نسلونو- نسلونو يې افغان ملت او خپلو بچيانو ته دا روحيه ورکړه چې ارادې قوي او اتحاد ساتل شوي وي، د نړۍ د هر ظالم په وړاندې پاڅون کولای او بريا حاصلولای شو.
په پای کې، د ټولې اسلامي نړۍ او د هرات د پاڅون په شمول د افغانستان د ټولو شهيدانو پاک روح ته د دعا ترڅنګ؛ افغان ملت ته د دې زېری ورکول چې ژر به ان شاء الله د خپلو وينو او قربانيو په برکت يو ځل بيا د باطل پښې او لاسونه ور غوڅ او نړيوالو ته به خپله نه بدلېدونکې عقيده او نه ماتېدونکی عزم وښيو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *