
د نيالګيو او نورو بوټو په اېښودلو سره د ژوندانه چاپېريال پاکېږي
((نوري))
د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د پخوا کلونو په څېرکروندګر او بڼوال د پسرلي را رسېدو ته د نيالګيو او بوټو په اېښودلو او کرلو سره تياری نيسي.د روان کال پای ته څو ورځې پاتې دي،چې وروسته به نوی کال پيل شي.له زرګونو کلونو راهيسې افغانان د نوي کال رارسېدو ته چمتووالی نيسي.په پسرلي کې طبيعت زرغون او شين کېږي او ښکلې او پاکه بڼه غوره کوي.هر وګړی دنده لري،چې په خپل چاپېريال کې يو نيالګی کېږدي او د هيواد په زرغونولو او سمسورتيا کې پوره ونډه واخلي.هرکال د کابل په شمول ګڼو ولايتونو کې د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او همداسې د کابل ښاروالۍ او چاپېريال ساتنې رياستونه د نيالګيو اېښودلو کمپاين پيلوي،چې دغه کار د ښارونو او کليو په ښکلا او پاکوالي کې ښه رول لوبوي.افغانستان د څه د پاسه څلور نيمو لسيزو جګړو له امله خپله اصلي او لرغونې څېره له لاسه ورکړې ده؛ خو موږ کولی شو د نيالګيو او نورو بوټو د اېښودلو له لارې بېرته خپل هيواد شين او زرغون کړو.د نړۍ په ټولو هيوادونو کې هرکال د نوي کال په رارسېدو سره اړوندې دولتي ادارې او خلک د نيالګيو او نورو بوټو د کرلو په کمپاين کې ونډه اخلي او خپل هيوادونه زرغون او سمسوروي.دا کار د دغو هيوادونو د ژوندانه چاپېريال په پاک ساتلو کې ښه رول لوبوي.موږ هم کولی شو خپل د ژوندانه چاپېريال د نيالګيو او نورو بوټو په اېښودلو او کرلو سره شين او زرغون کړو او د ونو له مېوو او سيوري پوره ګټه پورته کړو.زموږ ښارونه او کلي د نيالګيو او نورو شنو بوټو د روزولو لپاره ښه خاوره او اوبه لري،خو يوه ستونزه شتون لري،چې د څو لسيزو په اوږدو کې د نيالګيو او بوټو اېښودلو دود کمزوری شوی دی.د نيالګيو او بوټو ثمر ته رسولو بهير ساتنه او پالنه غواړي.موږ داسې سيمې لرو،چې د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او همداسې کابل ښاروالۍ د نيالګيو اېښودلو کمپاين په کې ترسره کړی،خو د نه ساتنې او پالنې له امله نيالګي تخريب او وچېږي يا ځارويو خوړلي دي.د نيالګيو په روزلو او پالنه کې بايد ډېره پاملرنه وشي،چې د يادو ادارو زحمتونه او مصرفونه بېځايه ضايع نه شي.د کرنې وزارت او همداسې کابل ښاروالۍ په کابل او ولايتونو کې د نيالګيو او نورو بوټو اېښودلو ته پوره چمتووالی نيولی دی.خلک هم دنده لري،چې په خپلو سيمو کې نيالګي کېږدي او پرې نږدي،چې نوی کال له نيالګيو اېښودلو پرته پيل شي.د نيالګيو اېښودل ډېرې ګټې لري،چې په لاندې ډول ښودل شوي دي: نيالګي د صنعت او درمل جوړلو لپاره يوه ښه سرچينه ده،چې کابو ۲۵ ډوله درمل له نيالګيو او نورو بوټو تر لاسه کېږي.په هغو سيمو کې ،چې ځمکه ښويېږي د نيالګيو په اېښودلو سره ځمکه نه ښويېږي ،چې د بوټو ريښې په خاوره کې غزول کېږي او بيا ځمکه او خاوره حرکت نه کوي.سربېره پر دې په هغو ځايونو کې،چې نيالګي او څنګلونه شتون لري د واورې له ښويېدنې مخنيوی کېږي. هرکال د واورې د ښويېدنې له امله د ډېرو خلکو ژوند تباه کېږي.د نيالګيو بله ګټه دا ده،چې کومې دوړې اوخاورې،چې د بادونو له امله پيدا کېږي همدغه نيالګي او ونې نه پرېږدي،چې د يوه ښار اوبه او هوا ککړه شي.دوړې او خاورې د ونو او بوټو په پاڼو کې جذبېږي.سربېره پردې،چې نيالګي او ونې آکسيجن توليدوي او د انسانانو لپاره د ژوندانه شرايط برابروي.په هغو ځايونو کې،چې نيالګي،ونې او نور بوټي شتون نه لري هلته د اکسيجن اندازه هم ټيټه وي.د نيالګيو په شتون سره د رطوبت اندازه هم ساتل کېږي،چې په پسرلي او اوړي کې ډېره ګټه لري.د دغو ګټو ترڅنګ نيالګي د غږونو په کمولو او تنظيمولو کې هم رول لوبوي،نه پرېږدي،چې غږ مزاحمت وکړي.يوه مهمه ګټه،چې نيالګي او ونې لري هغه په هوا کې د سربو شتون دی،چې نيالګيو او ونو په واسطه تصفيه کېږي.هغه تيل،چې په زړو موټرو کې کارول کېږي بيا د دود د پورته کېدو پرمهال يوه ډېره اندازه سربي مواد په فضاء کې خپاره کېږي،چې د هوا د تنفس له لارې هيوادوال پرې اخته کېږي.همدغه نيالګي او ونې دي،چې دغه سربي مواد تصفيه کوي او نه پرېږدي،چې څوک سرب لرونکی دود تنفس کړي.په هغو سيمو کې،چې نيالګي او ونې کمې يا شتون نه لري،خلک يې هم د نفس تنګۍ له ستونزو سره مخ دي؛نو راځئ،چې په خپلو کورونو او د ژوندانه په چاپېريال کې نيالګي او نور بوټي کېږدو،چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د هغو له ګټو برخمن شو.يو کروندګر او بڼوال کله،چې نيالګي ږدي له پنځو کلونو وروسته د خپلو نيالګيو ثمرته په تمه وي؛خو د هغو ښه پالنه او روزنه هم ضروري ده،چې په راتلونکې کې ترې په سمه توګه ګټه پورته شي.هغه شنې سيمې،چې د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او کابل ښاروالۍ په همکارۍ د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې منځ ته راغلي،ځوانان،ماشومان اوهمداسې نورکسان ترې ښه ګټه پورته کوي.پاکه هوا د انسانانو سږي او ششونه تازه او پاک ساتي او له تنفسي ناروغيو هم خوندي کېدای شي.په اوړي کې هوا ډېره تودېږي او د تودخې درجه ډېرېږي،چې که انسان د خپل ځان محافظت ونه کړي د لمر له وړانګو اغېزمنېږي او د ناروغۍ تر پولو رسېږي.همدغه نيالګي او ونې دي،چې د لمر وړانګې او تودوخه کنترولوي.هغه سيمې،چې د نيالګيو او ونو له کمښت سره مخ دي،خلک يې هم په اوړي کې د لمر له وړانګو او مضره تودوخې اغېزمنيږي.همداراز بادونه هم کله،چې لګېږي له ځان سره ډېره اندازه خاورې او دوړې لېږدوي،خو هغه سيمې چې په کې نيالګي،ونې او نور بوټي شتون لري د بادونو له تخريباتو مخنيوی کوي او نه پرېږدي،چې د ژوندانه چاپېريال ته تاوان ورسېږي.بل داچې نيالګي او ونې له سيلابونو او د هغو له تخريباتو مخنيوی کوي؛نو د دې لپاره،چې له روغتيا برخمن شو بايد خپل د ژوندانه چاپېريال د نيالګيو او نورو بوټو په اېښودلو او کرلو سره پاک کړو.هر وګړی دنده لري،چې د خپلو امکاناتو په پام کې نيولو سره يو نيالګی کېږدي او له پنځو کلونو وروسته به دی د هغه له ګټې برخمن شي.په دې برخه کې د کرنې،اوبو لګولواو مالدارۍ وزارت او کابل ښاروالۍ دنده لري،چې د نيالګيو اېښودلو او شنو سيمو جوړولو کمپاين پراخ کړي،چې زموږ خلک ترې خوند واخلي او د روغتيا له پلوه خوندي شي.