لیکنې

د نشه يي توکو پر وړاندې د حکومت جدي مبارزه

شاه محمود دروېش
د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هيواد کې د کوکنارو کښت منع شوی او هېچا ته يې د کښت اجازه نه ورکول کېږي، د کوکنارو له کرکيلې مخنيوی له نشه يي توکو سره د مبارزې يوه برخه ده، کورنيو چارو وزارت د يو کال په اوږدو کې د مخدرو توکو د کښت، قاچاق او استعمال په برخه جدي مبارزه پيل کړې ده، همدارنګه په راتلونکې کې هم ژمن دي چې د دې شومې پديدې مخنيوی په کلکه وکړي.
له شک پرته د تېر کال په لړ کې د نشه يي توکو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو مبارزه او لاسته راوړنې د قدر وړ دي، خدای (ج) دې لا هم دوی ته توفيق ورکړي چې د نشه يي توکو قاچاقبران ، پلورونکي او کاروونکي و نيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري ترڅو له امله يې د ټولنې نظم او ثبات خوندي کړای شي. د يادونې وړه ده چې د اسلامي امارت مسوول ارګانونه بايد د نشه يي توکو دکښت د بندېدو ترڅنګ د هغې بديل کښت ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه په هيواد کې د کرنيز بهير پراختيا هم يو لومړيتوب دی ځکه چې په ټوليزه توگه اتيا سلنه خلک دکرنې ، مالدارۍ او بڼوالۍ په چارو بوخت دي نو په کار ده چې د دغه بهير ودې او پراختيا ډېره پاملرنه وشي او د افغانستان اسلامي امارت د مسئولو ارګانونو له لوري بايد د هيواد په مرکز او ولايتونوکې بزگرانو ته د هراړخيزو آسانتياوو په برابرولو سربېره په مناسبو وختونو کې د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې مرستې هم وکړي،چې له امله يې دوی له خپلې کرکيلې پرېمانه حاصلات، غلې او دانې ترلاسه کړي چې له امله يې د دوی د اړتياوو د پوره کېدو ترڅنگ په هيواد کې هم غلې دانې پرېمانه شي،نو د اسلامي امارت د لومړيتوبونو پراساس اړينه ده چې د هيواد په پر کروندگرو په مناسبو وختونو کې اصلاح شوي تخمونه ، ډول ډول نيالگي ، کيمياوي سرې او لازم وسايل د اړوندو مسئولو مراجعو له لوري ووېشل شي ، ځکه بزگرانو ته هر راز مرسته د دې سبب کېږي چې د کوکنارو د کرکيلې پرځای حلال کښت ته مخه وکړي، ځکه چې نيشه يي توکې د يو خاموشه طوفان په څېر ټولنه له گواښ سره مخامخوي او په تدريجي توگه د ځوان نسل روغتيا او سلامتيا زيانمنوي، نو پردې اساس د دغې منفورې پديدې پر وړاندې د اسلامي امارت د امنيتي ځواکونو ترڅنګ د افغان ولس رښتينه مبارزه اړينه او لازمي ده .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *