لیکنې

د ميليونونو معتادينو په درملنه کې زموږ مسؤليت څه دی؟

مولوي رحمت الله حماد
د اسلامي امارت په تېره دوره کې د كوكنارو او چرسو پر کښت د مرحوم امير المومنين ملا محمد عمر مجاهد له لوري بنديز ولګېد او د لومړي ځل لپاره د افغانستان خاوره په بشپړ ډول د نشه يي توکو له کرنې پاکه شوه، داسې چې آن يو چا د کور د چارديوال په احاطه کې هم کوکنار نشوای کرلای… خو کله چې امارت ونړېد او اشغال پيل شو، ورسره سم په هيواد کې د كوكنارو او چرسو کرنه نه يواځې دا چې له سره پيل شوه، بلکې دومره ډېره شوه چې افغانستان د نشه يي توکو په ستر بازار بدل شو او د نړۍ په سطحه يې لومړی مقام خپل کړ.
که څه هم د شل کلن اشغال تر پايه پورې په دوامدار ډول د نشه يي توکو پر ضد د يرغلګرو عسکرو او د هغوی د لاسپوڅو له لوري کمپاينونه روان وو، په ملياردونو ډالر مصرف شول او په زرګونو عمليات ترسره شول، خو نه يواځې دا چې نشه يي توکي ورسره ختم نه شول، بلکې ورځ تر بلې زياتېدل، آن تر دې چې افغانستان د نړۍ پرمخ د نشه يي توکو له ټولو ستر تولېدوونکی هيواد و. اصلاً د يرغلګرو ټول کړه وړه سرچپه وو، د بيا ودانولو او سولې شعارونه يې ورکول،خو د اشغال تر اخري ساعته يې هم د افغانانو له وژلو، بې فته کولو او ربړولو نه لاس وانخيست، د نشه يي توکو پر ضد کمپاين يې هم همداسې نمايشي و، په ښکاره يې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کوله خو په حقيقت کې تر ټولو غټ قاچاقبران يې په مستقيم او غير مستقيم ډول همدا اشغالګر وو.
متاسفانه چې هيواد او هيوادوالو ته د كوكنارو او نورو نشه يي موادو يواځې زيان پاتې شو، ګټه يې د اشغال مافيايي کړيو يووړه، د وخت زورواکانو په داخل او بهر کې پرې دنګې،دنګې ودانۍ جوړې کړې، خو موږ ته يې په نتيجه کې لوږه او درې نيم ميليونه معتادين پرېښودل.
د اشغال په شلو کلونو کې د ځوان نسل په نشه يي موادو د روږدي کېدو بازار دومره ګرم شو چې ميليونونه ځوانان پرې اخته شول، د ځينو شمېرو له مخې چې درې ميليونه تر درې نيم ميليونه وګړي په نشه يي توکو روږدي او معتاد شوي دي، آن تر دې چې د کابل په زړه پول سوخته کې زرګونه معتادين اوسېدل. پرته له ډار او وېرې د نشه يي توکو کاروبار روان و، تر پول سوخته لاندې د مافيا دغسې واکمني وه چې هيچا هم معتادينو ته برګ لا هم نه شوای کتلای، چې د اشغال تر پايه پول سوخته د هر ډول نشه يي توکو بازار و، چې خريد او فروش يې ښه په ښکاره روان و.
کله چې پر هيواد د امن څادر وغوړېد او اسلامي نظام واکمن شو، نو اسلامي امارت ته له اشغاله په ميراث ډېرې ننګونې پاتې شوې، چې له هغې جملې د ميليونونو معتادينو درمنله او د مخدرو موادو مخنيوی و، هيچا فکر نه کاوه چې اسلامي امارت دې د واک په لومړنيو وختونو کې د معتادينو د تداوي کار پيل کړي او يا دې د نشه يي توکو مخه ونيولای شي، خو د اسلامي امارت په اړه د نورو ټولو اټکلونو په څېر دا اټکل هم غلط ثابت شو، اسلامي امارت د واک له پيل سره سم د معتادينو د راټلولو، تداوي کولو او د نشه يي موادو د مخنيوي هڅې پيل کړې، چې لله الحمد ډېره ښه نتيجه يې ورکړې، د ټول هيواد په سطحه يو جريب ځمکه داسې نشته چې پرې کوکنار کرل شوي وي او نه يې هم کوم څوک ثابتولای شي. امير المومنين شيخ الحديث هبت الله اخندازده حفظه الله تېر کال قاطع امر وکړ چې له دې وروسته هېچاته اجازه نشته چې کوکنار وكري، مجاهدينو ته هم هدايت ورکړای شو،چې د هيواد په هره برخه کې د كوكنارو د کرنې مخنيوی وکړئ، د شيخ صاحب دغه فرمان نړۍ حيرانه کړه، ځينو سياسي مبصرينو همغه مهال دا کار غير ممکن باله او د تلويزونونو پر سکرينونو به يې ناړې بادولې چې طالبان نشي کولای د مخدرو موادو د کښت مخنيوی وکړي، خو د دوی ټول اټکلونه غلط ثابت شول، په ټول هيواد کې يې داسې مخه ونيول شوه چې تصور يې نه شوای کېدلای.
د معتادينو راټولول، روغتيايي مرکزونو ته انتقالول او تداوي کول هم وړه خبره نه وه، دا کار خورا ستر اقتصاد، زرګونو ډاکترانو او مجهزو روغتونونو ته اړتيا لري، خو اسلامي امارت سره له دې چې د امکاناتو له اړخه خورا ډېر ضعيف و، اقتصاد يې دومره کمزوری و، چې خپلو سرتېرو يې هم معاش نه لاره، هيچا هم په رسميت نه پېژندل، حکومتي سستم لا سم نه و جوړ شوی او د نړۍ هېڅ هيواد هم ورسره مرسته نه کوله خو بيا يې هم د واکمنۍ له پيل سره سم د معتادينو په راټولولو او تداوي کولو پيل وکړ، د شيخ صاحب په امر سره د هيواد په ټولو ولايتونو کې د معتادينو د تداوي کولو کمپاين پيل شو، روغتونونه او زندانونه يې د تداوۍ لپاره ځانګړي شول.
لکه مخکې چې مو وويل د درې ميليونه معتادينو تداوي کول څه وړه خبره نه ده، يواځې په پلازمېنه کابل کې لسګونه زره معتادين شتون لري، خو مجاهدينو يو داسې ابتکار وکړ چې نړۍ يې حيرانه کړه، هيوادوال يې ويښ کړل، د کابل ټول معتادين يې ټول کړل، آن تر پول سوخته لاندې هغه معتادين چې په شلو کلونو کې يې امريکا + ناټو او + د هغوی لاسپوڅو ونه شوای کړای چې لږ تر لږه له پول سوخته يې وباسي او کوم بل ځای ته يې انتقال کړي، خو مجاهدينو د څو ورځو په دوام کې پول سوخته نه يواځې داچې له معتادينو په بشپړ ډول پاک کړ ، بلکې د ياد پله ټول معتادين يې چې تر لس زره زيات وو روغتيايي مرکزونو ته انتقال کړل او د معتادينو لپاره پنځه زره بستريز روغتيايي مرکز پرانيستل شو.
پول سوخته د معتادينو نړۍ وه، هلته د معتادينو بسته کورنۍ اوسيدلې، ښځې، ماشومان او د لوړ عمر لرونکي خلک په کې وو، پول سوخته د انسانيت پر مخ هغه تور داغ و چې تېر شل کلونه يې هره ورځ په دوامدار ډول د بشر د حقونو د مدعيانو، د يرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو پر مخونو او د هغوی پر انسانيت چليپا راکشوله.
اوس نه يواځې دا چې معتادين د تداوۍ لپاره راټول کړای شوي، بلکې د هغوی ماشومانو ته د زده کړه زمينه هم برابره شوې، ښځينه وو ته يې له نارينه وو معتادينو جدا ځانګړی ځای ټاکل شوی او د ژوند ټول لازم اسباب او اسانتياوې ورته برابرې شوې دي.
د معتادينو درملنې ته اسلامي امارت دومره کلک متعهد دی چې امير المومنين حفظه الله تازه د کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې د هيواد ټول معتادين راټول کړي او يو کان ( معدن ) ورته ځانګړی کړي، چې ټول عوايد به يې د هغوی پر تداوي او د روغتونونو پر تجهيزاتو مصرفېږي.
هوکې! اسلامي امارت ژمن او متعهد دی چې د ټولو معتادينو درملنه به کوي خو پوهېږئ چې دا کار ډېر سخت دی، موږ ټول بايد له خپلو مجاهدينو سره يوځای دې درانه بار ته اوږه ورکړو، د هيواد له ټولو مالدارو خلکو مو هيله ده چې د ميليونونو انسانانو په تداوۍ کې د مجاهدينو پوره مالي ملاتړ وکړي، د هيواد له ټولو علماوو او منتنفذينو مو غوښتنه ده چې د وعظ، نصيحت او بلې هر ممکنې لارې دې خپل مسؤليت ادا کړي.
له هيواد بهر پر مسافرو افغانانو هم غږ کوو چې راځئ د خپلو وروڼو مرسته وکړئ، ستاسو يوڅو ډالر د يو افغان انسان ژوند ژغورلای شي.
د اسلامي نړۍ پر هيوادونو او ټولو مسلمانانو هم غږ کوو چې له اسلامي امارت سره په دې ستر او درانه کار کې مرسته وکړي ترڅو د ميليونونو انسانانو ژوند وژغورلی شي، خدای پاک په قرآن پاک کې وايي، ژباړه: ((کوم څوک چې يو انسان وژغوري، دا داسې دي، لکه پوره انسانيت چې وژغوري. ))
په آخر کې د معتادينو پر کورنيو هم غږ کوو چې د خپلو بچيانو، وروڼو، پلرونو او خپلوانو په درملنه کې مرسته وکړي، داسې ډېر ځله پېښ شوي،چې يو معتاد په مياشتو_مياشتو په روغتيايي مرکزونو کې ساتل شوی وي، د بيت المال بودجه پرې مصرف شوې وي، د تداوي مرحله يې پای ته رسيدلې وې، خو چې کله پرېښودل کېږي، د کورنۍ د نه پاملرنې له امله بيا ځلې په نشه يي موادو روږدی کېږي او معتاد کېږي.
راځئ! کلک هوډ وکړو، يو بل ته لاسونه ورکړو، دا هرڅه ممکن دي، که موږ په دې برخه کې متعهد او متحد واوسو،نو په نږدې راتلونکي کې به يو داسې افغانستان ولرو، چې د ټولو معتادينو علاج به په کې شوی وي او هېڅ افغان به د معتاد په حيث نه لرو، دا هرڅه ممکن دي خو هوډ، ژمنتيا او اتحاد غواړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *