لیکنې

د قوشتېپې په شان نورې بنسټيزې پروژې هيواد د ځان بسياينې لور ته بيايي

شاه محمود دروېش
د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د امنيتي چاپېريال د رامنځته کېدو ترڅنګ د بنسټيزو پروژو پيل او بيارغونې ته پوره پاملرنه زياته شوې،چې ښه بېلګه يې د هيواد په شمال کې د قوشتېپې کانال پيلېدل، په هلمند کې د کجګي بند د دويم فاز ګټې اخيستنې ته سپارل، د کابل- کندهار لويې لارې بيارغونه او داسې نورې سترې پروژې دي چې چارې يې په چټکۍ سره روانې دي. البته د بنسټيزو او رغنيزو پروژو د چارو د څارنې او اروزنې په موخه په دې وروستيو کې د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو د قوشتېپې کانال د کار له بهيره ليدنه کړې، په دې ليدنه کې د رئيس الوزراء لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر، دويم مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي … او ګڼ شمېر نورو چارواکو ګډون درلود. په پيل کې د رئيس الوزراء لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر د ملي پراختيا شرکت عمومي رياست له کارکوونکو د ياد کانال د کارونو او چارو د دوام له پرمختګه مننه وکړه او ډاد يې ورکړ، چې ډېر ژړ به د الله په نصرت او د کارکوونکو په زيار د يادې پروژې چارې بشپړې شي او د دې پروژې په پرانيستلو سره به افغانستان د غله جاتو او کرنيزو توکو په برخه کې غني شي او هيواد به له لوی اقتصادي پرمختګ او بدلون سره مخ شي. همدارنګه د رئيس الوزراء دويم مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم د ملي پرمختيا شرکت عمومي رئيس او د ياد کانال له کارکوونکو د شته پرمختګ ستاينه وکړه او وويل چې ياد کانال کې کار په نورمال او منظم ډول دوام لري چې د دغې کانال اوږدوالی ۲۸۵ متره، پڼوالی يې ۱۵۲ متره، ژوروالی يې ۸،۵ اته عشاريه پنځه او په دغه کانال کې ۴۰۰۰ ماشنيريو په شاوخوا کې په کار بوخت دي،چې د ياد کانال چارې به له ټاکلي وخت مخکې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، چې د ياد کانال په جوړېدو سره به افغانستان د غله جاتو په برخه کې ځان بساينې ته ورسېږي. په ورته وخت کې د ملي پرمختيا شرکت عمومي رئيس ويلي، چې د ياد کانال د لومړي فاز چارې ۵۸ سلنه پای ته رسېدلې، چې د دغې کانال کارکوونکو د شپني او ورځني زيار سره به د ياد کانال دلومړي فاز چارې له ټاکلي وخته وړاندې پای ته ورسېږي. د يادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له حاکميت سره د ياد کانال کارونه په چټک او منظم ډول پيل او دمګړۍ دوام لري.
د افغانستان اسلامي امارت د اړوندو ارگانونو له لوري د هيواد په شمال کې د قوشتېپې کانال ترڅنګ په نورو ولايتونو کې د ډول ډول ټولګټو پروژو د هراړخيزو پروگرامونو د تطبيق اوگټې اخيستنې بهير او د هيواد په گوټ گوټ کې د ټولګټو او پرمختيايي پروژو د طرحې او تطبيق لړۍ د قدر وړ ده، ځکه تراوسه يې د خلکو له لومړيتوبونو سره سم د هيواد په يو شمېر ولايتونو کې ډول ډول ټولګټې پروژې پلان او تطبيق کړي دي، په دې هيله چې په ټوليزه توگه د ګران هيواد د آبادۍ، سمسورتيا او ښيرازۍ په موخه د افغانستان اسلامي امارت د شته امکاناتو ترڅنگ د مرستندويو هيوادونو او خيريه بنسټونو هراړخيزې مرستې هم را جلب او د اړوندو ارگانونو په همکارۍ په نورو ټولګټو، اغېزمنو ، رغنيزو او بڼسټيزو پروژو ولګول شي چې له امله يې په ټوليزه توگه زموږ هيواد آباد ، ودان ، سمسور او ښيرازه شي او په کليو ، بانډو او ښارونو کې د مختلفو ټولګټو، بنسټيزو او رغنيزو پروژو د عملي بهير د پر مخ بېولو په ترڅ کې به گڼ شمېر هيوادوالو ته چې همدا اوس د هيواد په مختلفو ساحوکې له بېکارۍ او بې روزگارۍ سرټکوي او په ورځني ژوندکې له بې شمېرو ستونزو سره لاس اوگرېوان دي په کور د ننه دوی ته د سالم کار او روزگار زمينه هم برابره شي او په دې ډول به له يوې خوا زموږ هيواد آباد او ودان شي، له بله پلوه به گڼ شمېر بېکاره او بې روزگاره هيوادوال چې د کارموندنې لپاره بهرنيو ملکونو ته د تللو تکل لري،د بېکارۍ او بې روزگارۍ له ستونزمن او ربړوونکي حالته وژغورل شي او د هيواد په آبادۍ او ښيرازۍ کې به هم په ښه ډول سهيم شي او په دې توگه به زموږ هيواد ورځ تربلې ترقۍ،پرمختگ او ځان بسياينې ته ورسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *