لیکنې

د فكري جگړې مبارز د لستوڼي خنجر !!

سعد كټوازی
له نېکه مرغه په گران هېواد كې د صليبي اشغال ماتې گردې نړۍ، ولسونو، زموږ لوستي قشر او هغو ته چې رښتياهم د اسلام او كفر ترمنځ وسلوالې، فكري، ډيپلوماټيكې او د اقتصادي جگړو پر ډگرونو د گرمې تبليغاتي معركې په گرد او تور تمونو كې د سبا څرك او ترې وركو رښتونو حقايقو، ځمكنيو واقعيتونو، دريځونو او په ټوله كې د حق-باطل ليدلو او پېژندلو پر تلوسه و؛ گڼ پيغامونه لرل، چې اوس د هر ډول شرايطو په وړاندې يو دلالت، لاسوند او سوژه پر لاس را كوي او رېښه يې را پېژني چې پر مټ يې له يادو شرايطو سره ژر پوهېږو، پر كنترول يې توانېږو او په هكله يې پر آسانۍ پرېكړه كولای شو. په تېره بيا د همغې وسلوالې جگړې او فكري-تبليغاتي مبارزې مخكښ مجاهدين او مبارزين چې پر نشت امكاناتو يې لا هملته گڼې او ژورې تجربې ترې ترلاسه كړې او پكې د مبتكر رول څښتن پېژندل شوي؛ اوس پكې د امكاناتو تر نسبي پراختيا ،چې د هېواد په كچه دولتي او خصوصي خبري-تلوېزيوني چينلونه، راديوگانې، برېښنايي رسنۍ، چاپي خپرونې او دگردي ميزونو په څېر گڼې ژمنې رسنۍ پكې راځي؛ را رسېدلي او بياهم له خپلو تېرو تجربو او برياليو پاليسيو سره د اشغال د ماتې پيغامونو يو ځای كولو او ترې د گډې گټې اخيستنې نوښتگر پېژندل كېږي. په دې ډول هغوی هر وخت د اسلامي امارت د لستوڼي هغه خنجر دی ،چې له فكري او تبليغاتي پلوه پر نړۍ د اسلامي امارت وجود مني، د بشپړې اسلامي نړۍ ايډيالوژيك ژوند ژغوري، د فكري او تبليغاتي ماشين حياتي پرزې دي او د خپل تن پر خولو او وينو يې پر خپل ټول توان او بشپړ اخلاص چالان ساتلی. همدا لامل دی ،چې زموږ ترمنځ لاهم نوم وركي او ډېر نه پېژندل كېږي، خو دښمن نه يواځي دا چې پېژندلي يې وي، بلكې لا چې پر يوه لوی سرخوږی ورته اوښتي وي؛ هڅه كوي پر داسې بې مانا او نه منونكو تورونو يې لږ تر لږه د اغېزې گراف را كم كړي ،چې نه يې له انفرادي او ټولنيز شان سره ښايېږي او نه پرې دغه ډول تورونه سريښ نيسي، بلكې له دغو منليو مجاهدو او مبارزو شخصيتونو سره ټكر يې يوه داسې ټولنيزه بې نزاكتي وي ،چې يواځي بې نزاكته او بد تميزه دښمن خپله څيره پرې لوڅه او ځان پر نښه كړي، له دې ورهاخوا يې پر نښه كړي شخصيت ته روحي او احساساتي ځواك بښلو او پر پټ او ښكاره كمال او نبوغ يې د نورو يقين او باور پخولو پرته نه زيان پرې رسولای او نه زموږ له لستوڼي دغه خنجر پرې اخيستلای شي.
رښتوني او ژمن مبارزين د شخصيت او دندې اړوند پېښو او تورونو ته د مبارزې په لاره كې راتلونكې او تېرېدونكې مرحلې په سترگه گوري، كه څه هم روح او روان ته به يې لنډمهاله خواشيني او اندېښنه پېښه كړي، خو د رښتونولۍ او ژمنتيا د تقدس پر اثر به كله هم ترې اغېزمن نشي، بلكې لكه چې دا يې د شخصيت او مؤثريت د بلوغ او نبوغ نښه وي؛ لا زيات يې روحيه او احساس پياوړي كوي. دا چې اسلامي امارت د هر وخت په څېر له واك ته رسېدو را وروسته بيا هم د خپلو موخو او پاليسيو په تعقيب كې تر بشپړې بريا او يا د ژوند تر وروستۍ سا د جهاد او مبارزې ټټر وهلی او اوس بيا د جهاد او مبارزې بڼه هم فكري، تبليغاتي، فرهنگي، اقتصادي او نورو مستقلو پړاوونو ته اوښتې ده، شرايط يې هم د دښمن پر لور دي او زموږ بلدتيا هم ورسره كمه ده ،چې دې فضاء د ځينو كورنيو او بهرنيو پاليسيو په گډون د اسلامي امارت بشپړه حكومتولي تر اغېزېلاندې راوستې؛ په كار دا ده ،چې له دغه پخواني جهادي هوډ سره مو هماغه پخوانۍ پاليسۍ، تكتيك او تخنيك په ځانگړې توګه پټ او رمزي توكي هم همغږي كړو، ځكه هلته مو هم پرې د رسنيزې او تبليغاتي جگړې بريا ته د رسېدو ترڅنگ هغه دومره مثالي وگرځېده، چې خپله دښمن پرې اعتراف وكړي او د رسنيزې او تبليغاتي جگړې د بې پناه اغېزو يوه وروستۍ، په نوې بڼه له نويو ازماينو سره، روښتونې او په عملي تجربه رسېدلې بېلگه يې ومني او وښيي چې وايي: كابل ته د ننوتو پر مهال د طالبانو په يو لاس كې وسله او په بل كې يې مبايل و. او بيا ترې پر زده كړه يې د تبليغاتي او رسنيزې جگړې د بايللو هيلو له را ژوندي كېدو سره هغه د جگړې د مستقلې مرحلې او ډول په توگه په درز كې پيل كړه او روانه يې ساتلې.
خو نړۍ شاهده ده، ولس يې بيا عيني شاهد دی او مبارزينو ته يې د لوبغاړو په توگه له ټولو ښه معلومه ده ،چې د دغې فكري، تبليغاتي او رسنيزي مبارزې دومره پراخ امكانات مو نه لرل لكه چې دښمن يې كچه پراخه تبليغوي او د هر وسلوال مجاهد په لاس كې يې مبايل وركړی، بلكې حقيقت دا دی، چې ډېرو لږو مبارزينو له نشت امكاناتو سره د مبارزې په خپل تخنيك كې ياد رمزي توكي لرل ،چې مبارزه يې هم بريا ته پرې ورسېږي او هم يې له وسلوالې جگړې سره په پرتله كې مثالي وگرځي. له همدې امله؛ لكه څرنگه چې هغه مهال زموږ فكري، تبليغاتي او رسنيزو مبارزينو د امنيتي ستونزو له وجې مرموز فعاليت درلود او ډېرې ښې پايلې يې هم لرلې، د مؤثريت او اغېزو له امله يې نن هم بايد د مبارزې د خنجر په توگه په لستوڼي كې مرموز وساتل شي. د اشغال په وړاندې وسلوال جهاد او پيل يې تر دې حده هم بايد هېر نكړل شي ،چې له تكتيكونو او تخنيكونو يې په فكري، تبليغاتي او رسنيزه جگړه كې گټه پورته نكړای شو. هغه او پيل يې دواړه همداسې وو، چې لومړی يې مخكښ غړي له ښارونو او سيمې غرونو ته وختل، غرونو ته ختل هم په دې فكر نه و، چې هلته ورپسې څوك نشي ور ختلای يا داسې بله انگېزه، بلكې، چې له زيان ليدو پرته له هغه ځايه له ساده لارو چارو د يو پېچلي تكتيك او تخنيك گټه پورته شي ،چې تاريخي زېړه بوشكه او د اشغال په وړاندې رول يې يوه عامه بېلگه ښودلای شو، له دې ور هاخوا پر پېژاندو څيرو ناپېژانده، پټو او مستعارونومونو ښودلو د ټولو(فرد-فرد)فزيكي، فكري او معنوي امنيت هم تأمين كړی و، نو اوس هم مخكښ مبارزين له خپل ټول شخصي او رسمي هويت سره بشپړ او عام تام بايد ونه ځلول شي، بلكې لكه څرنگه چې دوی د خنجر مثال لري؛ همغسې په لستوڼي كې وساتل شي او تكتيكي او تخنيكي گټه ترې پورته شي، چې په تېر كې يې هم مستعار اوسېدل يواځينۍ او بريالۍ لاره وه چې تر دې ځايه پرې له هر ډول ځنډ او خنډ پرته راغلو، نو چې لا پر وړاندې اوږد مسير لرو؛ بيا هم مستعار او پټ اوسېدل زموږ امنيت خوندي كولای او مبارزه مو پخوانۍ چټكتيا او غښتلتيا ته ور گرځولای شي.
كه ژوندون غواړې په لستوڼي كې خنجر وساته.
نړۍ وجود د هيڅ كمزوري او مجبور نه مني.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *