لیکنې

د طبيعي پېښو پر وړاندې زغم او خدای ج ته اسره اړينه ده !!

محسن سعود

له يوې اونۍ راهيسې چې د تورې ورځې په توگه د اكتوبر مياشتې۷مې زموږ د ولس ترخه او بوږنونكي يادونه او خاطرې راتازه كړې دي، ورسره هممهاله يو خوا د څلور نيمو لسيزو او هم د ۲۳كاله وړاندې اكتوبر۷مې مهاجر افغانان په هماغسې جبر، سپكاوي او بده ورځ را ستنول كېږي لكه چې هجرت ته اړ كړل شوي و(كټ مټ لكه هماغه د هجرت بده ورځ چې له هغه لوري پر بېرته را ستنېدو تمثيلي لمانځي)او بل خوا د همدې اكتوبر پر۷مه په هرات او بادغيس كې زورورې زلزلې زموږ غمځپلي، دردېدلي، مظلوم، لوټل شوي، بېوزله او لاهم تر بنديزونو او فشارونو لاندې گران ولس ته د سر او مال كمساري زيانونه اړولي دي چې د وروستيو مالوماتو پر بنسټ يواځي د هرات زنده جان ولسوالۍ د بشپړ له منځته تلليو۲۰كليو له۱۰۲۱۳تنه نفوس څخه پكې۲۴۴۵تنه شهيدان او۲۴۴۰تنه ټپيان لرو. انا لله وانا اليه راجعون. موږ يو موټي ولس او يو وجود مسلمانانو ته دا يوه تربسې خواشينونكې، د اندېښنې وړ او د تورې ورځې په توگه د اكتوبر۷مې حيثيت نور هم ناوړه او د كركې وړ گرځوي. د يو غم ځپلي افغان وگړي په توگه يې زه نور پر ژبه نشم راوړلی، يواځي دومره چې كورنيو او خپلوانو، درست ولس او پر دغه وير كې مو شريكو د نړۍ كوټ گوټ مسلمانانو ته يې تسليت وايم، الله تعالی دې دغه جگړه ځپلي ولس او ټولو خواخوږو ته جميل صبر او جزيل اجر ور كړي چې نه يې د خدای ج د نارضايتۍ څه پر زړه او ژبه را شي او نه يې هم له بې پناه اجرونو بې برخې شي.
طبيعي پېښې الله تعالی په هغو كې د ايښي حكمت او مصلحت له مخې را منځته كوي، داسې نه ده چې پېښه او پرې را منځته شوې غميزه او تشه بس يواځي همدغه څه دي چې له مادي اړخه موږ ورسره مخ شو، په ښه او ناوړه بڼه يې درك كړو او او يو ډول مو اغېزمن كړي، بلكې له لومړي سره زموږ پيدايښت او پايښت هم د الله تعالی پكې د ايښو حكمتونو پايله ده او اوس مو په پايښت كې طبېعي پېښې هم هغسې تر شا يو حكمت او مصلحت لري، خو د پيدا يښت او پايښت زياتره حكمتونه او مصلحتونه كه را ته څرگند هم شي ډېر پرې سر نه گرځوو چې پرې د خدای ج شكر ادا كړو يا هم ترې پر هغه پناه وغواړو، رجوع او توبه ورته وكړو، تر پخوا ښې بندگۍ ته يې مخه كړو، له ځان سره او په زړه كې د الله تعالی وېره وساتو او هم نور ترې ووېروو، د هغه د قدرت د نښو په توگه يې ومنو او هره شېبه پكې غور وكړو، د پېښو او وركې د پرتو حكمتونو او مصلحتونو ترمنځ له پرتلې څخه د هغو په اړه ډاډ تر لاسه كړو، پر وړاندې مو يې پر خدای ج باور او ښه گمان غښتلی او پياوړی شي، پر زړه او ملا مو غوټ مات نكړي، زغم يې راته اسانه او پر اسانۍ يې عادي وگرځو، له الله تعالی څخه يې د غوره او ښې بدلې تمه ولرو او پر همدې تمه له روحي او فزيكي ناكرارۍ ژغورلي يو او داسې ډېر نور…
نو ځكه ځينې دغه پېښې تر هغه درنې راباندې تمامېږي چې د مسلمان په توگه او د ايمان پر زور به يې زغم را ته اسانه وای، له معنوي پلوه به مو يې د زغم وړتيا لرلی او له دومره روحي او فزيكي ناكرارۍ سره به يې نه مخ كولی چې له ورپكې حكمت او مصلحت سره مو ټكر او ورانه راشي. طبيعي پېښو كې ډېر مصلحتونه وي، د شهادت نېكمرغه مرگ شي، يو څوك د نورو لپاره عبرت شي، پكې پرده وشي، د خطر زنگ شي، د توبې لامل شي، له الله تعالی د وېرې او هغه ته پر رجوع باعث شي، هغه طبيعي پېښې چې د آخرت نښې گڼل شوې(لكه د فلسطينيانو طوفان الأقصی پيلولو مخكې او وروسته د نړۍ په ځينې برخو كې زلزلې)؛ په اوسنيو وختو كې يې له لارې د قيامت د ورځې را نږدې كېدو نښې په سترگو وليدلي شي او نړۍ ترې خبره شي، پر مرگ او د آخرت پر راتلو يقين پوخ شي او ورته تياري كولو ته پام واوړي، د پېښې غم ځپليو سره د ډول-ډول همكاريو او نېكيو پراخ چانس را منځته او د يو انقلاب بڼه خپله كړي او په ټوله كې د پاك او ستره، خالص او رښتوني ايمان او اسلام انقلاب او اوښتون په انسان او ټولنه كې راشي، نو د طبيعي پېښو پر وړاندې زغم او متعال خدای ج ته اسره لرل اړين دي.
كله داسې هم وي چې د خدای په نېزد يو ستر او نه منونكی جرم د همدې طبيعي پېښو په شكل د پراخ ځاني او مالي زيان او ويجاړۍ لامل شي چې د ښكار شويو يې دُنيوي او أُخروي دواړه برخليكونه يواځي الله تعالی ته مالومېږي. زموږ د مسلمانې او افغاني ټولنې وحشي صفته انسانانو له۱۰تر۲۵كلونو مودې پورې د خپلو مشروعو او ثابتو مادي حقونو پر سر په خورا بوږنونكي وحشت كې ساتلې د هغوی درې خپلوانې مېرمنې امنيتي ځواكونو موده وړاندې د دوو اونيو په دننه كې وموندلې چې د كوټو تاريكي يې ظلم او زياتي څو برابره نوره هم زياته او تياره كړې وه. دا د خدای ج په نېزد يو دومره ستر او نه بښونكی جرم دی چې د مسلمانې او افغاني ټولنې يو كوچنی ماشوم هم پر دې پوهېږي او بشپړ باور لري چې دغو تورو او تاريكه كوټو ته څېرمه ټوله سيمه يې د طبيعي اور او اوارۍ په نقشه كې را ونيول شي او بيا به يې له دغه اصلي لامله ناخبره خلكو ساندې هم وهلې، وير به يې كاو، كيسه به يې له صبر او زغمه تېره گڼله او سره له دې چې د خدای ج په نيزد برخليك به يې يواځي همغه ته مالوم و؛ مړو ته به يې شهيدان ويل كېدل. خو څه فكر كوئ چې الله تعالی به د څومره حكمتونو او مصلحتونو لپاره دغو مظلومو مېرمنو ته خلاصون ور كړی وي؟، كه د هرات زنه جان ولسوالۍ غميزه او ورته نورې پېښې چې تر اوسه مو لا عبرت نه دی ترې اخيستی؛ د همداسې جرم محصول وگڼو، پر بشپړ يقين چې ياد حكمتونه او مصلحتونه به له شماره وتلي وي او الله تعالی يواځي د خپل رحم او مهربانۍ له مخې د كابل، خوست او فراه ولسونه د يادو پېښو له برخليكه وساتل.
له همدې ځايه نو بايد د گران هېواد هر وگړی دولتي دی او كه عام، مشر دی كه كشر، نرينه دی كه مېرمن، كوچنی دی او كه لوی، شتمن دی كه بېوزله ټول لكه چې د زلزله ځپلو په لاسنيوي كې له هر ډول توپير پرته پر ټول اخلاص او همغږۍ سره را ټول دي؛ همغسې د جرمونو او جنايتونو په مخنيوي، د نظام په رښتوني ډول اسلامي كېدو او د اسلامي نظام او د اسلامي امارت اړوندو پاليسيو په غوره پلي كېدو كې سره را ټول شي. د دې به د گڼو نورو لويو گټو تر څنگ يوه خورا ستره گټه دا هم وي چې د جرمونو او جنايتونو له امله را منځته كېدونكو پېښو به مو پر وخت مخنيوی كړی وي، په ډېره كمه او لږه بيه به مو ډېر او لوړ مصلحتونه او گټې خوندي ساتلي وي او له جرم او جنايته را منځته كېدونكو غمېزو څخه به مو ټولنه تر ډېره بې فكره وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *