لیکنې

د شهزاده هري پر جنايت د نړيوالو چوپتيا!

حمزه حسيني
څو ورځې وړاندې د برېتانيا د شاهي کورنۍ يو تن غړي شهزاده هري په خپلو څرګندونو کې ويلي وو، چې په افغانستان کې يې ۲۵ افغانان وژلي او هغه يې د شطرنج له دانو سره تشبيه کړی،چې دی په دې کار سره د شرم او پښېمانتيا احساس نه کوي، د هري دغو وحشيانه څرګندونو او په افغانستان کې تر سره کړيو جنايتونو په پراخه کچه د خلکو غبرګونونه راپارولي دي، د افغانستان په داخل کې د شهزاده هري د څرګندونو په غبرګون کې د اسلامي امارت پياوړي غړي انس حقاني ويلي، تاسې په دې لوبه کې مات شوی، هيله ده چې د بشريت تاريخ دا جنايت په ياد ولري.
همدا راز د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي: دوی افغانستان ته راغلي وو، دوی ته د خلکو دوينو تويولو خوند ورکاو، دا متاسفانه د ټولو غربي ادعاوو خلاف موضوع ده چې دوی يې د بشريت، بشري حقوقو، د انساني حقونو باره کې لري او يا يې ادعا کوي، دوی همېشه د نورو هېوادونو خلکو ته په سپکه ګوري، د هغوی په وينو تويېدو باندې خوند اخلي، دا وروستی اعتراف چې د دوی له لوري شوی دا يوازې د شهزاده هري څېره نه ښيي، بلکې د ټولو هغو اشغالګرانو څېره نړۍ ته برملا کوي ،چې افغانستان ته راغلي وو او زموږ هېواد يې په کنډواله بدل کړ.
شهزاده هري چې دمګړۍ له خپلې امريکايۍ مېرمنې مېګن سره د امريکا په کليفورنيا کې استوګنه کوي، دغه پاروونکې څرګندونې په هغه کتاب کې ليکلي، چې د خپل ژوند په ياد دښتونو يې ليکلی او تازه له چاپه راوتلی دی، د هري د څرګندونو پر وړاندې د هلمند پوهنتون ګڼ شمېر محصلينو اعتراضيه غونډه کړې، دوی پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې هري بايد د تر سره کړي جنايت له امله محاکمه شي،چې د ۲۵ بې ګناه افغانانو په وژلو اعتراف کړی دی.
بلخوا د ترکيې د پارلمان رئيس مصطفی شنتوپ د هري پر څرګندونو توند غبرګون ښودلی دی، الجزيرې خبري رسنۍ د تېرې دوشنبې په ماښام د ترکي ورځپاڼې حريت په حواله راپور ورکړی، چې ښاغلي شنتوپ په خپلو څرګندونو کې هري ته په خطاب کې وويل: ته څوک يې چې ددې تعيين کوې، چې وژل شوي کسان انسانان وو او که نه؟ تا په افغانستان کې څه کار کاو؟ د څه شي په لټه کې وې؟!
د ترکيې پارلمان رئيس همدا راز ويلي، شلمه پېړۍ د بشريت په تاريخ کې له ټولو خونړۍ وه، اروپايان هغه وګړي دي، چې په لويه کچه يې خلک وژلي دي، دوی په لومړي نړويوال جنګ کې ۲۰ ميليونه کسان ووژل، وروسته يې په دويم نړيوال جنګ کې لږ تر لږه ۷۵ ميليونه کسان د مرګ په خوب ويده کړل او څوک وايي ،چې په دويم نړيوال جنګ کې يې تر ۱۰۰ ميليونه ډېر وګړي تر تېغه تېر کړي دي.
د هري څرګندونو د برېتانيا پر پوځ هم بده اغېزه کړې، د برېتانيا پوځ ولي، چې د هري څرګندونې پاروونکې دي، ښايي موږ ته لا ډېر خطرات متوجه او امنيت يې له ګواښ سره مخامخ کړي، کيم ډاروچ چې د برېتانيا د ملي امنيت پخوانی مشاور او همدا راز له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ ميلادي کال پورې په امريکا کې د برېتانيا سفير و ويلي، چې نوموړی به شهزاده هري ته په دې مورد توصيه وکړي چې د خپلو څرګندونو په هکله وضاحت ورکړي.
زما په اند که نړيوال په خپلو ادعاوو کې رښتيني وي، نو ټول هغه سازمانونه چې د بشری حقوقو تر نامه لاندې فعاليت کوي، د خپل وظيفوي مکلفيت پر اساس پرې لازمه ده، چې د شهزاده هري او ورته نورو جنايت کارانو چې په شل کلن اشغال کې چې د بېګناه افغانانو وينې يې تويې کړي، نړيوالې محکمې ته را کش او تر محاکمه کولو دوړاندې د هغو کورنيو لپاره غرامت ترې واخلي، چې د دوی د وحشيانه کړنو په پايله کې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او مالي تلفات ورته رسېدلي دي، خو دا امکان نه لري ،ځکه د کفري نړۍ ټولې هغه ادعاوې چې د بشريت په نامه يې کوي، تش په نامه نمايشي بڼه لري او هېڅکله يې عملي بڼه نه ده غوره کړې.
نړيوال دې دا په ياد ولري، چې شهزاده هري به د افغانستان په تاريخ کې د يوه فاسد او جنايتکار په توګه ثبت شي، د افغانستان راتلونکو نسلونو ته به دا وښيي، چې غربي جنايتکارانو دلته د ابادۍ نه ،بلکې د بشري ضد کړنو لپاره راغلي وو، هوکې! د شهزاده هري څرګندونې به د افغانستان ځوان نسل لا وهڅوي ،چې د خپلو مظلومو او بې ګناه وژل شويو وروڼو کسات له دښمنانو واخلي، ښايي تاريخ يې خپله شهزاده هري او يا يې اولادې ته ور په زړه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *