
د شهزاده هري ( سرې گيدړې) نوي چاپ شوي کتاب ته لنډه کتنه!
محمداكبرعمرزاده
کتاب داسې مشهور شو، چې په کې د افغانانو د شهادت کيسه رسنيزه شوه. کله چې د هري له خوا د مجاهدو طالبانو د شهادت مسئله خپره شوه؛ د کتاب لوستلو ته لا د ډېرو خلکو شوق وشو او د اخيستلو تلوسه يې له زياتو سره پيدا شوه،
دا په اصل کې د مارکېټينګ يوه بڼه ده ،چې په غربي ټولنه کې عامه ده. د پرځېدلي رژيم نصب شوی مشر اشرف غني هم په ۲۰۰۵ م کال کې د يوې فرانسوۍ مجلې د ليکنې په توسط دوهم متفکر شو چې لومړی او درېيم يې لا هم چاته معلوم نه دی. د شخصيت پړسونه يا وژنه د غربي تهذيب معمول دی،يعنې پر هري سربېره د افغانستان په اشغال کې دخيلو سترو – سترو جنرالانو، د ملي امنيت مسئولينو او چارواکو کتابونه ليکلي دي؛ خو دومره په پراخه کچه خرڅ شوي نه دي. د هري اوسنی ژوند سخت دی او ساتونکي يې هم زيات شوي دي. دا د مجاهدو طالبانو رعب دی، چې په امريکا کې يې لا ژوند تريخ دی،
نوموړي وويل، چې ټوله کورنۍ مې له خطر سره مخ شوې ده. جالبه دا ده چې اوس له خپلې خبرې پرشا شوی دي، چې ګواکۍ د مجاهدينو په شهادت يې وياړلي دي.
دغه کتاب چې تېره سه شنبه بازار ته راووت، په لومړۍ ورځ امريکا، کاناډا او انګلستان کې څه کم يو نيم ميليون ټوکه خرڅ شو،
چې په دې برخه کې يوازې انګلستان کې ۴۰۰ زره ټوګه خرڅ شو.
د کتاب نوم ته په کتو، په افغانستان کې د انګلستان د يرغلګرو پوځيانو کړنو د کتاب مارکېټ ته رونق ور وباښه. ګارډين ورځپاڼې يې څو برخې خپرې کړي،
کتاب په ۳ برخو وېشل شوی دی. په لومړۍ برخه کې د هري د ماشومتوب او ځوانۍ کيسه راوړل شوې ده. يوه برخه يې د ده د ژوند او واده مسايل څېړي او درېيمه برخه بيا په افغانستان او عراق کې د ماموريت کيسه کوي.دا چې ده په افغانستان کې څه ماموريت لاره؛ په ۳يمه برخه کې ورته اشاره شوې ده، هري په ۲۱کلنۍ کې د برېتانيا پوځ ته ورجذب شو. په ۲۰۰۷ م کال کې د نظامي ماموريت لپاره عراق ته ولاړ. کله چې د ده کورنۍ خبره شوه له عراق څخه يې راوګرځاوه؛ ځکه هلته عراقي مجاهدينو پر يرغلګرو بيخي ځمکه سره تبۍ ګرځولې وه. د استشهاد شوق او جذبه په عراقي ځوانانو کې دومره زياته وه، چې په يوه – يوه بهرني عسکر يې هم ځان ته انفجار ورکاوه.(تقبلهم الله)
کله چې له عراق څخه راستون شو، د پوځ مسئولينو ته يې وويل: (( زه يوه داسې لاره لټوم چې بېرته د جنگ ميدان ته ورشم، که مې جنګ ته نه لېږئ، زه به د تل لپاره له پوځ سره خدای پاماني وکړم.))
د پوځ مشران يې خبرې ته مثبت ځواب ورکوي او د جګړې لپاره ورته د ((افغانستان)) نوم اخلي. کله چې شهزاره هري د افغانستان نوم اوري، ټکان خوري او وايي: (( د عراق په پرتله يې وضعيت خطرناک او خراب دی. دا به څنگه مناسب آپشن (انتخاب) وي؟.))
بيا هم دا خبره مني، په افغانستان کې هغه مهال د ناټو د لښکرو په لېست کې برېتانيا ۷ زره عسکر درلودل.
کله، چې زده کړې او تمرينات خلاصېږي، شهزاده هري په يوې نظامي الوتکه کې له برېتانيا څخه افغانستان ته راځي. له ټولو مهمه خبره دا وه، چې افغانستان ته د شهزاده د راتګ موضوع پټه وساتل شي او افشا نه شي. له ده سره چې په الوتکه کې کوم عسکر وو هغه هم خبر نه وو، چې دی ورسره دی.
ده ته يې جلا ځای ځانګړی کړي و. د ۹ ساعتونو سفر ورته د يوې اوونۍ هومره سخت و. هڅه يې کوله، چې ويده شي ،خو نه کېده. د افغانستان نوم، مجاهدينو، د هندوکش لوړو څوکو، د هلمند هوارو دښتو، د موسی کلا تورو پګړيو او د ګرمسېر لويو دښتو يې خوب تښتولی و. والدين يې يادېږي او د خپلو ملګرو خبرو ته غوږ نيسي. د شخصي ژوند په اړه فکر کوي او اندېښنې يې محاصره کوي.
بالاخره دې نتيجې ته رسېږي ،چې که په افغانستان کې مړ شم، لږ تر لږه د رسنيو له ناسمو راپورونو خو به په امن شم.
د مرګ په اړه فکر کوي. د جنازې مراسم په ذهن کې انځوروي، چې آيا ماته به دولتي مراسم نيول کېږي کنه؟ د رسنيو په سرليک کې به څه ډول جملې ليکل شوې وي: ((دخدای پامان هري.))
کومه نېټه به وي؟ رسنۍ به څه ليکي؟ آيا ورور (ويليام)، پلار او نيکه به مې تابوت وويني؟
په همدې سوچونو کې ډوب وي ،چې الوتکه د افغانستان خاورې ته داخله شوه.
شهزاده هري مخکې له دې چې د مؤمن افغانستان پر مجاهدې خاورې قدم کېږدي، تازه فکر يې په سر کې ګرځي.
غواړي چې خپله ((وصيتنامه)) اپډېټ کړي.بيا يې يوه نوې موضوع وسواسي کړي ،چې که ته مړ شې يا څه درباندې وشي ،نو له مال او دنيا سره دې بايد څه وشي؟ چېرته دې دفن کړو؟ دغه فکر هري ته ټکان ورکوي، د وصيت نامې په عرض او طول کې فکر کوي ،چې ناڅاپه د لوی کندهار هوايي ډګر کې يې وړونکې الوتکه ښکته کېږي، هري په اړوند کمپ کې مېشت کېږي او خپل کار پيلوي. ده په دغه نوي ماموريت کې مستقيماً جګړه کې حضور نه لاره. ده د فضايي کنټرول مسئوليت لاره. له مخابرې، مانيټور او نورو الکترونيکي وسايلو نه په استفادې به يې هغه الوتکې څارلې چې د قرار ګاه حريم ته راتلې او هغو ته به يې لارښوونه کوله ،چې بېرته يې پرواز کاوه. يعنې د ښکته کېدو او پورته کېدو رهنمايي يې کوله.
څه وخت يې دا کار وکړ؛ خو ستړی شو. له ځان سره يې فکر وکړ چې بايد په جګړه کې فعاله ونډه ولرم او له خپل قوماندان څخه يې وغوښتل ،چې د جګړې ميدان ته يې بوژي، د مېړني هلمند ((ګرمسېر)) ولسوالۍ ته ځي. غوښتنه يې منل کېږي. د عيسويانو اختر(کرسمس) نوی پيل شوی و، چې دی هم ګرمسېر کې پياده شو.
په ګرمسېر کې يې هم ورته ماموريت درلود. په دې ټوله موده کې يې په يوه جنګي ماموريت کې مهمه ونډه درلوده. له يوه هوايي پيلوټ سره يې مرسته وکړه، د اسلامي امارت د مجاهدينو يو سنګر يې کشف کړ.اټکل يې وکړ ،چې په سيمه کې به پينځلس ۱۵ تنه مجاهدين وي.
کله چې مطمئن شو، عمليات مديريت او ترسره کوي. د عملياتو په ترسرکولو کې د هري او امريکايانو ترمنځ اختلاف راځي، شهزاده هري وايي، چې بايد دوه زره (۲۰۰۰) پونډه بم استعمال شي؛خو امريکايان وايي ،چې دوه پنځه سوه (۵۰۰) پونډه بمونه کافي دي. دا د هري لومړني عمليات وو. د امريکايانو خبره مني. د عملياتو له ترسره کولو وروسته ويني، چې ځينې مجاهدين له ساحې ژوندي وځي؛ نو تاسف کوي او د محاسبې له مخې يې ۱۰ تنه مجاهدين شهيدان شوي دي،
له دې عملياتو وروسته هري ارتقا کوي. په دې موده کې څو ځله ژورنالېستان ورځي چې راپور جوړ کړي، خو هري له دې وېرېږي چې په افغانستان کې يې د حضور موضوع افشا نه شي. رسنۍ وايي ،چې ترڅو هري په افغانستان کې وي انځورونه به يې نشر نه کړي، د ۲۰۰۸ ميلادي کال د فبرورۍ مياشت وه، د ژمي سړه سيلۍ لګېده، د شپې يوه بحه وه، هري د موسی کلا آسمان ته ګوري، مخابرې ته غوږ دی او نوټ ليکي. په مخابره کې اوري: سره ګيدړه له خطر سره مخ ده. دی يې بابيزه ګڼي، وروسته متوجه کېږي چې ((سره ګيدړه)) شفري نوم دی، بالاخره متوجه کېږي چې ((سره ګيدړه)) دی په خپله دی.
په مخابره کې بل غږ وشو: (( سره ګيدړه د دښمن لپاره افشا شوه. بايد ژر تر ژره له سيمې بل ځای ته انتقال شي.))
وروسته کيسه معلومه شوه ،چې په افغانستان کې د هري حضور د يوې آستراليايي رسنۍ له خوا افشا شوی و، شهزاده هري د يوې شينوک هليکوپترې په توسط له سيمې لېږدول کېږي. لومړی کندهار ته راوړل کېږي او بيا له هغه ځايه برېتانيا ته رسول کېږي. په افغانستان کې يې لومړنی ماموريت همدلته پاي ته ورسېد.
له غازي هلمند څخه شهزاده هري روغ راستون نه شو، که زېړې بوشکې ته ور سيخ نه شو؛ خو روح او روان يې سخت زيانمن شو. هغه ليکي: (( زه به د ډزو هغه غږونه چې په هلمند کې مې اورېدل په ټول ژوند کې اورم او هغه وضعيت هېڅکله هېرولی نه شم.))
ګيدړې په عراق او افغانستان کې دوه ځلې ماموريت درلود ،چې په اوس يې کيسه رسنۍ شد او مد داسې را اخلي.
تبصره: دا د برېتانيا د شاهي کورنۍ غړی دی، د شهزاده ويليام کشر ورور دی، دا د برېتانيا په ګډون د ټولې اروپا او غربي تهذيب لپاره اخلاقي شکست دی، دوی له دې وروسته اخلاقاً حق نه لري، چې د بشر د حقونو! بګټۍ وغږوي، په سره ګيدړه دې آفرين وي ،چې د شاهي کورنۍ اصلي څېره يې روښانه کړه.