
د سړې هوا اوسنۍ سايبريايي څپه، د برېښنا نشتوالی او د افغانانو ستونزې
احمد راشد
په افغانستان کې هر کال ژمی ډېر سوړ او تياره وي چې ډېر خلک له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ کوي، د هر ژمي په راتګ سره ډېر خلک د نورو ستونزو تر څنګ د اوبو او برېښنا له کمښته ځورېږي.هغه ستونزې چې په تېرو شلو کلونو کې خلک ورسره لاس او ګرېوان وو، اوس هم دوام لري او د هېوادوالو حوصله يې ختمه کړې ده، ځکه سږکال ژمی له نورو کلونو ډېر سوړ او يو شمېر هيوادوال يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. له يوې خوا هوا ډېره سړه ده او ډېر خلک د سون توکو ته لاسرسی نه لري، له بلې خوا يې د برېښنا او اوبو کمښت ژوند تريخ کړی دی.ګڼ شمېر هېوادوال چې له بېوزلۍ او لوږې سره مخ وو، اوس پرې سختې سړې هوا غلبه کړې او همدا اوس د بې سارې سړې هوا د څپې په رارسېدو سره خپل ژوند او خپلو څارويو ته اندېښمن دي. د ساړه ژمي دا څپه داسې مهال د خلکو ژوند ګواښي چې له يوې خوا يې اقتصادي وضعيت خراب حالت کې دی، له بلې خوا د سون توکي د پخوا په پرتله ګران دي، د دې تر څنګ ګڼو نړيوالو خيريه ټولنو او موسسو هم د مېرمنو د کار بنديز د اعتراض په بڼه خپل فعاليتونه کم يا درولي دي. د روانې جنورۍ مياشتې په پيل کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و،چې سږنی ژمی به د ډېرو افغانانو ژوند وګواښي. په روانه اوونۍ کې واورو او سړې هوا د بېلا بېلو ولايتونو يو شمېر خلک او زرګونه څاروي وژلي دي. ويل شوي چې په مړو شويو کسانو کې ډېر په نشه يي توکو روږدي کسان شامل وو چې يخنۍ وژلي دي. په ځينو ولايتونو کې د تودوخې درجه منفي ۳۴ پورې ټېټه شوې چې له امله يې نه يوازې د خلکو ورځنۍ چارې ټکنۍ شوې،بلکې ناروغۍ هم ډېرې شوې دي.بادغيس، هرات، خوست، فارياب، بغلان، جوزجان او سرپل هغه ولايتونه دي چې د واورو او سړې هوا له امله په کې يو شمېر کسانو خپل ژوند بايللی دی. د دې ترڅنګ په بادغيس ولايت کې د څلور زرو او له نورو ولايتونو نه هم د ګڼ شمېر څارويو د مړه کېدو رپوټونه ورکړل شوي. لنډه داچې سختو واورو او سړې هوا په ګڼو سيمو کې د خلکو د ژوند ډېرې ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي دي. هغه خلک له نورو ډېر ځپل شوي چې وار د مخه هم د بې وزلۍ له امله له ستونزو سره مخامخ وو.که هوا همداسې سړه پاتې او د تودوخي درجه له دې هم راټيټه شي د ماشومانو په ګډون به د ميليونونه انسانانو او څارويو ژوند سخت ستونزمن شي. بېکاري او بد اقتصادي وضعيت د ساړه ژمي اغېزه لا ژوره کړې، که له خلکو سره د خوراکي توکو او نورې ژمنۍ مرستې ونه شي سږنی ژمی به انساني ناورين رامنځته کړي.
ځينو مرستندويو بنسټونو هم ويلي سړې هوا د ميليونونو هغو افغانانو ژوند چې وار له مخه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او يا له خپلو مېنو بېځايه دي سخت تريخ کړی دی. که څه هم ملګري ملتونه د خپلو نورو همکارانو سره د سړې هوا له ګواښ سره د مخامخ خلکو په ګډون له اړو کورنيو سره مرستو ته دوام ورکوي، خو زما په آند دغه مرستې د بېوزلو هيوادوالو لپاره بسنه نه کوي او نه هم د دوی د اړتيا وړ ستونزې پرې حلېږي، په کور د ننه داسې کورنۍ شته چې سرپناوې يې د قوي زلزلې او سيلابونو له امله ويجاړې شوي، دغه راز داسې بېوزله او غريبې کورنۍ هم شته چې د ګرانۍ له امله نشي کولای د سون توکي وپېري، تر څو يې د کورنۍ غړي په ارامه خپل ژوند ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې ملګرو ملتونو ويلي وو، چې د هوا په سړېدو سره په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۴،۴ ميليونه وګړي په ناهيلۍ کې ژوند کوي. اوس مهال زيات شمېر اړې کورني خورا سړه هوا تجربه کوي او هغوی بيړنو مرستو لکه ګرمو جامو، سرپناوو او د تودوخې لپاره نغدي پيسو ته اړتيا لري. دا چې هېواد ته سړه څپه د ننه شوې،نو حکومت ته په کار ده چې د رسنيو او ټولنيزو شبکو له لارې خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي او هيوادوال مو هم د همدغو برنامو له مخې د ځان ژغورلو تابيا او چمتووالی ونيسي، ځکه سږکال هوا د نورو کلونو په پرتله ډېره سړه ده او د خلکو ژوند ته ګواښ پېښولی شي. په سړه هوا کې ناروغانو او په ځانګړي ډول ماشومانو ته بايد ډېر پام وشي، هغه کورنۍ چې د سون توکي کاروي بايد په هر ساعت کې د پنځو دقيقو لپاره د کوټې دروازه او يا کړکۍ خلاصه کړي چې تازه هوا يې کور ته د ننه شي، د دې تر څنګ بايد هر کور خپلو ماشومانو ته ګرمې جامې ور واغوندي، چې خدای مکړه ناروغان نه شي.