
د سپټمبر يوولسمه؛ پلمه او مبارزه د افغانانو په لاس د امريکا د يکه تازۍ د راج خاتمه
ميا هدايت الله محمدي
نن د سپټمبر يوولسمه ده، دا ورځ د افغانستان په تاريخ کې د امريکا له لوري پر افغان ولس د ناحقه تهمت او يوې مجهولې جګړې د پيلامې توره او لالهانده ورځ ده، دا ورځ لکه د ځينو نورو ورځو په څېر له ځان سره نړيوالو او افغانانو ته ډېر پيغامونه لري.
نړيوالو ته د فرعوني يکه تازۍ او کاذب ليوني غرور له بام څخه د راښکته کېدو په اړه د عبرت درس ورکوي او افغانانو ته په دين، هېواد او خپلو خلکو د غيرت، ميړانې او اللهي نصرت درسونه ورکوي.
تېر کال همدا ورځ د امريکا ولسمشر جوبايډن د سپټمبر ۱۱ مه په پنټاګون کې ونمانځله او د وژلو شويو په ياد يې د ګلونو ګيډۍ کېښودې او وينا يې هم وکړه. په وينا کې يې دا هم ويلي و، چې د افغانستان بندې پيسې د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې د وژل شويو کورنيو باندې تقسيموي، چې دې پرېکړې يې په امرېکا کې دننه او په ټوله نړۍ کې د مخالفت غږونه راپورته کړل او دا يې د افغانانو په حق کې لوي ظلم او د بشري حقونو خلاف عمل وباله.
امرېکا له نن څخه څه باندې دوه لسيزې وړاندې د افغانستان خاوره د سره اور لاندې ونيوه، دې پېښې امريکا ته د دې فرصت په لاس ورکړ چې له نړيوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه يوه ليونۍ او مجهوله جګړه پر اسلامي نړۍ وتپي او په همدې پلمه د اسلامي نړۍ مادي او معنوي زيرمې کنټرول کړي.
د امريکا پخواني ولسمشر بوش د دې پېښې له رامنځته کېدو سره سم په ټوله نړۍ کې خپلو مېشتو وحشي ځواکونو ته اعلان وکړ چې د افغانستان په شمول ځينې اسلامي هېوادونه تر خپل کنټرول لاندې راولي او د دوي په ژوند کې پرته له هر ډول جواز څخه لاسوهنه وکړي؛ بلکې له لاسوهنې ور اخوا يې وڅاري، بنديان يې کړي او ان پرته له پوښتنې يې ووژني، چې بدبختانه دغې لړۍ شل، دوه وېشت کاله دوام وکړ او په دې موده کې ځينو اسلامي هېوادونو خو په ځانګړې ډول افغانانو ډېرې لالهانده، ستړې او بوږنوونکې شپې ورځې تېرې کړې او پوره شل کاله يې د صليبي وحشي يرغلګرو ځواکونو په مقابل کې خپلې سينې سپر کړې، د افغانستان او سيمې خاوره يې ورته اور وګرځوله او بالاخره په الهي نصرت سره يې له شل کلن وحشي تجاوز څخه وروسته سرکوزي او شرمنده له افغانستان څخه واېستل.
د دې بريدونو له پېله تر اوسه پوښتنې او څيړنې لکه د لمر په شان روښانه دي، چې دا بريدونه چا او د څه له پاره وکړل؟ امرېکا ولې د سپټمبر د يوولسمې په پلمه اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه د افغانانو ګرېوان ته لاس واچاوه؟
د امرېکا او متحدينو دې ليوني اقدام يې د دوي اصلي څېرې نړۍ ته ښکاره کړې، دوي په دې شل کلنه خونړۍ دوره کې د بشر د حقونو په نامه، د بيارغونې او ناتعريفه شوې ترهګريزې جګړې په پلمه بې خوده انټونه، وحشي او ځنګلي کړنې تر سره کړې چې نن په ټوله نړۍ کې د شرم او سرټيټۍ احساس کوي.
نن امرېکا له شل کاله پخوانۍ امرېکا سره خورا زيات توپير لري، ځکه چې افغانانو دوي د يکه تازۍ او فرعوني غرور له کچرو څخه په زور راښکته کړل او دا يې پرې ومنله چې افغانستان د سترو امپراتوريو هديره ده او دلته له افغانانو پرته د هېچا خبره د منلو وړ نه ده.
دا ورځ موږ افغانانو ته او د سيمې هېوادونو او نړيوالې ټولنې ته څو څرګند او لمريز پيغامونه لري.
موږ افغانانو ته لومړي پيغام د يووالي لري، موږ بايد په هر وخت کې يو بل وزغمو، يو بل ته درناوي وکړو او د نورو په لمسون د يوه او بل وينه تویې نه کړو.
بل دا چې له زغم سره سره بايد اللهي اوامرو ته غاړه کېږدو او له هغو لارو څخه خپل ځان او ټولنه وژغورو چې د اللهي عذابونو لامل ګرځي.
پر دې سربېره دا ورځ موږ ته په دين، وطن او خپلو ولسونو د غيرت، ننګ او ميړانې درس راکوي، موږ ته لازمه ده چې په هر وخت کې د اسلام د مبارک دين په رڼا کې پر خپله پاکه خاوره او خپلو درنو او عزتمنو ولسونو ننګ وکړو او پرې نږدو چې دلته له افغان پرته بل څوک د واک او ځواک راج وچلوي؛ بلکې دا د افغانانو خاوره ده او دلته مطلق بايد افغانان واکداران وي.
بل پيغام موږ ته په صبر او استقامت راکوي، موږ تل بايد د دا ډول دسيسه يي پېښو په مقابل کې د استقامت تر څنګ صبر وکړو او اللهي او سنتي لارښوونو ته مخه وکړو، داسې نه، چې خداي مه کړه هر څه راڅخه تالاترغۍ شي او موږ د احساساتي سيلابونو خړې اوبه يوسي.
همدارنګه دا ورځ د سيمې هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډيو هېوادونو ته هم ځانګړي پيغامونه او د عبرت درس ورکوي.
موږ له تېرو څلورو لسيزو راهيسې د نيابتي جګړو په اور کې سوځو او د دې اور خس او خاشاک د همدې ګاونډيو هېوادونو په لارو او کوڅو تر موږ را رسېدل.
زموږ لمنې تل د دوي له سيمو را سوځول کېږي، موږ په سره اور کې سوځيدلو خو دوي د دغه اور په را انتقالولو کې خپل آسونه چاغول او خپلې خزانې او امکانات يې پرې غني کول.
ګاونډيان دې په افغانستان کې د عبرت په توګه د شوروي اتحاد، امرېکا او نړۍ له ماتې پند واخلي او د افغانانو له صبر، اخلاقو او اسلامي رويې څخه دې، ناوړه ګټه نه اخلي.
اوس هر څه لکه لمر روښانه دي، موږ افغانان په دا دوو لسيزو کې لکه څرنګه چې د امرېکايي يرغلګرو له لوري وځپل شولو، متأسفانه د دې ترڅنګ د ګاونډيو له خودغرضۍ او شومو موخو هم پوزې ته راغلي يو.
ګاونډيو ته بويه چې نور دې پر نړيوال سټيج د افغانانو او نورو مسلمانانو په سرونو او خاوره د سوداګرۍ بولۍ ودروي، دا د صبر او انعطاف پذيرۍ کاسې نورې لبريزه شوي دي، داسې نه وي چې دا کاواکه، سوليدلي او شړيدلي نظامونه مو د مظلومو مسلمانانو په ښېراوو لولپه او له منځه ولاړ شي.
شاعر وايي چې:
زمـــا د کـــور لـــمــبـو تـه مـه تـودېـــږه!
دېــوال شريــک لالــيه اور بــه واخـلـې
بيا به يې په چل د مړه کېدو پوه نه شې
ته به يو ځای وژنې؛ خـو نور به واخـلي
موږ نن ګورو چې په تورخم کې څه تېرېږي، دا شپږمه ورځ ده چې د تورخم دروازه په نه توجيه کېدونکې بهانه تړل شوې ده، کله هم چې د افغانستان د ميوو وخت را رسېږي، دروازه په يوه بهانه نه، په يوه بهانه وتړل شي، د پښتو د يوې اصطلاح په مصداق چې وايي: (چرګه مې ناجوړه ده، پلمه مې ورته جوړه ده.) دا د بهانو، نازونو او له زخمي ګوتو نېول د باور فضاء ګردجنه کوي، دا لاره بندول ناخوالې او زړه بدوالي پيدا کوي، د دواړو هېوادونو پر اقتصادي وضعيت ناوړه اغيزه کوي او دواړو غاړو ته د مېشتو ولسونو او سوداګرو د ناهيلۍ او خفګان لامل ګرځي.
تر کله به دوه مسلمان ګاونډي هېوادونه يو بل ته ګوتې په ماشه ولاړ وي؟ تېره ورځ د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په يوه رسمي اعلاميه کې راغلي وو چې د تورخم دروازه بندول د ښه ګاونډيتوب خلاف کار دی او بايد پاکستاني مسؤل چارواکي په دې اړه بيړني ګامونه پورته کړي، ترڅو دواړو خواوو ته بند پاتې مسلمانان، د دوي جنازې او د سوداګرو په ميوو او نازکو خوراکي توکو بار موټر حرکت وکړي.
له دې وړاندې د پاکستان دچارواکو ضد او نقيضو بيانونو هم د ټولو افغانانو زړونه زخمي کړي دي، دوي په کور دننه په سياسي اخ و ډب کې دومره وارخطا شوي دي چې اوس يې که خپل سياسي مشران او يا د حکومت مخالفې ډلې کوم اقدام کوي، دوي يې پړه پر افغانانو ور اچوي، په داسې حال کې چې موږ دوه وېشت کاله هېڅ ګاونډي ته د نېوکې نغوته نه ده کړې، سره له دې چې له امرېکا او نړۍ سره زموږ ګاونډيو زموږ په تباهۍ کې له خپلې وسې او توان پورته همکاري کړې ده او دا هر څه لکه د لمر په شان روښانه دي؛ خو د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د اسلامي امارت د مشرانو سينې دومره لويې او له صبر څخه ډکې دي چې تر اوسه يې حتي خپل ورين تندي د دوي په مقابل کې نه دی ګونځي کړي؛ نو دوي بيا ولې دومره لنډ ګامونه اخلي او ولې وخت ناوخت د اسلامي امارت پر مشرانو تندې نيوکې کوي؟ افغانان د ګيلو او شکايتونو خلک نه دي او نه هم ګيله او يا نيوکه خوند ورکوي، خو د شاعر د شعر په مصداق چې وايي:
د خټک خوله په ګيلو اموخته نه ده
نن يې تا کې څه ليدلي خامخا دي
موږ ګيلې نه کوو او په ګيلو انسان کمزوري معلوميږي؛ خو دا حال به ترڅو پورې افغانان زغمي؟ ترڅو پورې دا د بې اعتمادۍ د ګردجنې فضاء له امله عام مظلوم خلک قرباني کيږي؟
د افغانستان له لوري خو د بهرنيو چارو وزير ښاغلي مولوي امير خان متقي په بار بار په لويو او وړو مجلسونو کې ګاونډيو او دنياوالو ته د افغانستان له خاورې د پوره ډاډ خبر ورکړي او په کراتو کراتو يې دا ويلي چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد نه کارول کېږي او نه هم کارول شوې ده؛ خو دا چې د دوي خاورې زموږ پر ضد کارول کېږي د دې مسؤل به څوک وي؟ له يوې خوا اخندانو او له بلې خوا چوهدريانو دواړو مټې رانغاړلي دي او تر خپلې وسې هغه څه کوي چې نه د چم او ګاونډ په قاموس کې شته او نه هم په نړيواله ډيپلوماسۍ او سياست کې.
د دا ډول مغرضانه يارانې په اړه شاعر وايي چې:
هم مې ووژنــي پــخپلــه هم پــر ما بانــدې ژړا کــا
څه ښه يار دی ښه يې مينه وژل هسې شيون هسې
په هر صورت خبره راڅخه اوږده نه شي د سپټمبر د ۱۱ مې پېښه نړيوالې ټولنې او امرېکا ته له بل هر چا خورا روښانه او لمريز پيغام لري، هغه دا چې نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه امرېکا دې هم نور د کاذب غرور ليونۍ نغارې بندې کړي او په خپلو کړو تېروتنو دې د ملامتۍ او شرمنده ګۍ احساس وکړي.
امرېکا ته دا له ټولو ستر عبرت او پند دي چې شل کاله يې پر پوره زور او پراخو امکاناتو سربېره بيا هم ونه شوای کړاي چې افغانان غلامۍ ته اړ کړي او يا دې په ارامه سا اخېستلو سره دا وطن هضم کړي، سره له دې چې دلته يې په ميلياردونو ډالره پر مجهولو او بې هويته ادرسونو ووېشل، ترڅو د هغوي په مردارو لاسونو دا نه ماتېدونکي ولسونه وپاشي او افغانستان ټوټه ټوټه کړي؛ خو اللهي پرېکړې بيا دا ډول وې چې هغوي او باداران يې له تاريخي ماتې سره مخ کړل او يو له بل څخه وړاندې په تېښته بريالي شول.
اوس امرېکا، نړيوالې ټولنې او د چم او ګاونډ هېوادونو ته لازمه ده چې د افغانانو د حوصلې جاج وانخلي؛ بلکې له شل کلنو ترخو تجربو دې ګټه واخلي او د افغانانو پر زخمونو دې مالګې نه پاشي.
پرېږدئ!
چې افغانان په خپلو لاسونو خپل هېواد ښېرازه کړي!
موږ خپله خاوره ساتلی شو! دا خاوره او فضاء به د هېچا پر ضد استعمال نه شي او نه به هم لکه د ګاونډيو د خاورې او فضاء په څېر ستاسو د خدمت او يا کرايي سراي حيثيت ولري؛ بلکې افغانان خپلو چارو ته پرېږدئ د لاسوهنې مغرض طاغوتي جالونه مو در ټول کړئ او د افغانستان له هوايي حريم څخه بيا په تېروتنه کې هم د استعمال اراده مه کوئ؛ ځکه چې دا ځل مو بيا د اسلامي امارت عمري لښکرې او زمريان تر کوره ځغلوي او تر هغو پورې به مو په سر سر وهي، ترڅو مو چې خپلو ښځو او ميندو ته د کورونو په انګړونو کې لوڅ لغړ سرکوزي ونه دروي!
وما علينا الاالبلاغ