لیکنې

د سيرت لوستنه؛ د بريالي ژوندانه غوره لارښود

محمد اصف آزاد

حضرت محمد صلي الله عليه وسلم؛ هغه چې د بشريت له ټولو غوره لارښود، له ټولو کامل شخصيت او د پيروۍ له ټولو غوره او سپېڅلې نمونه ده. الله جل جلاله هم رسول الله صلي الله عليه وسلم خورا غوره نمونه ياد کړی. د سورت الاحزاب په ۲۱م آيت کې فرمايي،ژباړه: (( په يقيني توګه، ستاسې لپاره د الله په پيغمبر کې د نېکۍ يوه خورا غوره نمونه ده، د هر هغه چا لپاره ده، چې د الله او د آخرت د ورځې هیله من وي او الله ډېر ډېر ياد کړی.))
ښه، سره له دې چې په ذکر شوي حقيقت باندې بشپړ باور او ايمان لرو؛ خو ولې مو د ژوندانه ډېر کړه وړه له هغه صلي الله عليه وسلم سره په فاصله کې دی؟!
ولې مو د ژوند په ډېرو برخو کې پردي نامسلمان او ګمراه وګړي خپل په اصطلاح ايډيالان ټاکلي؟! هغوی، چې خپله لار ورکې او ګمراهان دي؛ نورو ته به کله د نېغې لارې لارښوونکي شي، خو دا ولې؟!
د دې يو او مهم علت دا دی، چې موږ خپل پيغمبر صلي الله عليه وسلم سم نه دی لوستلی. او که لوستلی مو هم دی، خو دقيق او عميق مو نه دی لوستلی.
له يوې خوا د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم ژوند تر قيامته د بشريت لپاره له ټولو غوره نمونه ده او له بلې خوا الحمدلله د هغه مبارک سيرت، هغه سيرت دی چې د هغه صلي الله عليه وسلم د صورت او سيرت او د ژوندانه د هر اړخ کامل، سوچه او رښتيني معلومات پکې شته او د خپل ژوندانه د هرې برخې او مسايلو لپاره پکې حل او لارښود موندلي شو. د ژوند هېڅ اړخ يې په تياره کې نه دی پاتې.
هسې خو ژوند له مختلفو لوړو ژورو او پېچومو سره مل دی؛ اړتيا ده ،چې په دې له ازمونه ډک سفر کې ماهر لارښود ولرو. د دې لپاره چې په دې سفر کې لار ورکي نشو، ونه ښويېږو او ونه غورځېږو؛ نو د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم پيروۍ ته اړتيا ده. او دا پيروي هله کېدلی شي؛ چې ويې پېژنو، ويې لولو او ورسره آشنا شو. لکه وړاندې مو چې وويل: هسې خو هم ژوند يو ازمايښت دی؛ خو په اوسنۍ زمانه کې د مسلمان لپاره بيا لا ډېر دامونه غوړېدلي او دښمن په دې هڅه کې دی، چې د سفر دا مزل له خنډ او ځنډ او خدای مکړه له ناکامۍ سره مخ کړي. مثلاً، په اوسنۍ زمانه کې ګڼې فلسفې او نظريې د مسلمانانو د لارورکۍ او ښويېدو لپاره وړاندې شوي. ډېر زلمي وينو ،چې څوک يوې باطلې نظريې له حق لارې ښويولي او څوک بلې. دردوونکې خو لا دا ده ،چې دې بېچاره ګانو د دغو نظريو ګمراهي او باطلوالینه دی درک کړی، خو زما باور دی چې که دوی نبوي سيرت په سمه، دقيقه او هر اړخيزه بڼه لوستلیوای؛ بيا به يې د دغو باطلو نظريو باطلوالي حتماً درک کړي واي او په لوی لاس به يې په دغو ناسمو لارو ګام نه واي اخيستي.
که يې لوستلي وي، لکه حضرت محمد صلي الله عليه وسلم چې د مکې مشرکينو د مکې پرېښودو ته اړ کړ او دی په اوښلنو سترګو له مکې روان او د هجرت لاره يې ونيوه؛ نو بيا به يې وطنيت ته په دين لوړتوب نه و ورکړی او د وطن مينه به يې هم د دين په دايره کې راوستلې واي.
که يې لوستلي وي، چې حضرت محمد مصطفى صلي الله عليه وسلم فرمايلي: (( هېڅ عرب پر عجم او عجم پر عرب، سور په تور او تور په سره باندې فضيلت نه لري؛ مګر فضيلت او غوره والى په تقوا کې دى.” نو بيا به يې د نشنلېستي نظريې لاره نه نيوله.
که يې د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم سيرت لوستلي وي؛ نو پوه شوي به وي چې هغه صلي الله عليه وسلم هم سياست پر مخ ووړ او هم د جومات امامت، هم يې اقتصاد تنظيماوه او هم يې د جګړې قومنداني کوله، هم يې سفيران ليږل او منل او هم يې د سولې معاهدې او تړونونه لاسليک کول. نو بيا به يې د سيکولرستۍ بېدينه نظريه نه خپلوله او د دين او سياست د جلاوالي پوچې نظريې به يې لاره نه خطاء کوله.
دا يو څو بېلګې يوازې د يوې نمونې په توګه يادې شوې. په همدې توګه کولي شو چې د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د مبارک سيرت په لوستلو سره د خپل با ارزښته ژوند دا روان مزل په يوې نېغې نېکمرغه لارې برابر کړو؛ ترڅو مو ژوند بريالي او نېکمرغه وي. او له نورو ناسمو، پرديو او ناکامۍ ته له تلونکو لارو به مو ځان ژغورلیوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *