
د خپلواکۍ ګټل او ساتل دواړه سره تړلي دي
جاوېد فدائي
خپلواکي د نظامي ځواک په واسطه اخيستل کېږي او د سياسي ځواک په واسطه ساتل کېږي. نظامي ځواک د خپلواکۍ لومړۍ مرحله او سياسي ځواک يې دوهمه مرحله ګڼل کېږي، متأسفانه افغانان هر ځل په دوهمه مرحله کې پاتې راغلي دي. که چېرې د يو هيواد سياسي دستګاه کمزورې وي نو ګټل شوې خپلواکي له لاسه ورکوي او که چېرې د يو هيواد نظامي ځواک کمزوری وي نو خپلواکي نه شي ترلاسه کولاي. د١٣٦٧ لمريز کال د سلواغې په ٢٦مه موږ له شورويانو څخه خپلواکي د بې دريغه قربانيو په زور واخيسته، خو متأسفانه د خپلواکۍ د ساتلو لپاره مو سياسي درايت ډېر کمزوری و او د يو قوي مرکزي حکومت او نظام په جوړولو کې پاتې راغلو، همغه و، چې د لس کلنې مبارزې ثمره مو په سيند لاهو شوه او خپلمنځي جګړو ته لاره هواره شوه.
د نوييمې لسيزې د خپلواکۍ د نه ساتلو په پايله کې د نړۍ بل ښکرور ځواک امريکا زموږ پر حريم تېری وکړ او بالآخره افغانان له بې شمېره کړاوونو سره مخ شول. بې له شکه که چېرې موږ قوي نظام درلودای نو هېڅکله به خپلمنځي جګړو او بالآخره د امريکا يرغل ته لار نه وه هواره شوې.
څه فکر کوئ که چېرې د شوروي په وړاندې له بريا وروسته د مبارزې رهبرانو د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته پاملرنه کړې واي، نو نن به افغانستان په سياسي، اقتصادي او نظامي ډګر کې ډېر مزل نه وایکړې!
همدارنګه افغانان د امريکايي يرغل په وړاندې له شل کلنې اغزنې مبارزې وروسته يو ځل بيا د خپلواکۍ خاوندان شول، امريکا يې ښه په نره ماته کړه او داسې درس يې ورکړ چې د تل لپاره به يې په ياد وساتي. د دې ترڅنګ يې پرموږ هم د آسمان ستوري وشمېرل، چې دا کړاوونه او قربانۍ د آزادۍ د ګټلو لپاره طبيعي خبره او د وياړ ځای دی.
اوس پکار ده چې ترلاسه شوې خپلواکي د تل لپاره وساتو، نور د خپلواکۍ د ګټلو لړۍ ته د پای ټکی کېږدو او همدغه شته خپلواکي وساتو. ټول افغانان سره متحد شو او د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ارزښت ورکړو، ترڅو د سيمې او نړۍ استخباراتي کړيو ته يو ځل بيا د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې زمينه برابره نه شي.
د خپلواکۍ ساتل يوازې او يوازې زموږ په اتحاد او همغږۍ کې نغښتي دي، کله چې په يو هيواد کې د خپلمنځي شخړو مخنيوی وشي لکه تراوسه پورې چې په افغانستان کې شوی دی نو بيا به هيڅکله بهرنيان زموږ په کورنيو چارو کې د لاسوهنې جرئت و نه کړي.
سربېره پردې له نړۍ سره زموږ قوي سياست زموږ د بريا راز ګڼل کېږي، که چېرې له نړۍ سره د تګ جوګه نشو او منزوي پاتې شو، نو الله دې نه کړي هسې نه چې يو ځل بيا مو ګټل شوې خپلواکي له ګواښونو سره مخ ته شي او راتلونکي نسل مو يو ځل بيا د خپلواکۍ د ګټلو پر لارو چارو فکر کولو ته مجبور وشي او موږ ملامت ونه ګڼي. لکه څنګه چې موږ د شوروي په وړاندې د مبارزې رهبران ملامت ګڼو.