
د جدي شپږم او د مېزان پنځلسم دوه تورې ورځې
ليکنه : دادمحمد « ناوک »
کليوال مې کیسه راته کوله، وايي شین سهار موږ له جوماته کورو ته روان و، بس په کلي کې د چا له کورو لا دود خوت، د چا چايونه تيار شوي و، چې نا څاپه غړز شو، مخامخ غره کې چاودنه وشوه، پرلپسې ډزې راکېدلې، له مشخېلو نه يې زموږ کلی ويشت، په یوه ورځ مو اوه نفره کلیوال شهیدان شول، دا مو کلي ته د روسانو د راتګ لومړی وار و.
مازیګر و، په اسمان کې وړې تيارې پرلپسې ګرځېدې، په راډيوګانو کې به د بمبارۍ خبرې کېدې، خو موږ دا چرت هم نه واهه، چې دا بمبار دې موږ هم په سترګو ووينو، لاسونه مو په مردکيو کې سپېره و، چې غرز شو، موږ ګنګس ودرېدلو، د غره خواته مو وکتل، سړو په سترګو سيوري جوړ کړي و، مشخېلو ته يې کتل، موږ هم ورمنډه کړه.
په مشخېلو کې د بم له ځایه دوړه پورته وه، نور څه شی نه ښکارېدل، له موږ نه ښه لرې دی، د مازیګر په رڼا کې په سړک څه شی روڼ ښکارېده، سړو سره ويل، موټر دی، وړې تيارې په اسمان کې دوره وخوړه، غرز شو، بل بم ولګيد، لکه د يوې خونې برابر دوړه پورته شوه، تر دوړې هغې خواته روڼ شی نه ښکارېده، سړو سره نارې کړې:
ـ اخ ويې ويشت، موټر يې وویشت.
بېګا يې راډيو کې وويل، چې د واده په موټر بمبار شوی.
دا مو سیمې ته د امريکایانو اول وار راتګ و.
هغوی چې د جدي شپږمه غندي او د مېزان پنځلسمه يادوي هم نه؛ يا چې د روس د لاسپوڅو جنايتونه تکراروي، خو د ناټو د لاسپوڅو تر وحشي لاسونو لاندې معصومې کرېږي نه اوري، د زابل په خړه دښته کې د یو شپون غلبلېدل نه ويني، د بګرام او څرخي پله په زندان کې سوې کوکې يې غوږو ته نه رسېږي، د سنګين په يو واده کې شپېته مړي کول يې یو رسنیز خبر وباله او هېر شو، د ابراهيم کارېز هغه شپه، چې عزتمنې ميندې پکې له هره اړخه لولپه شوې، چې د ماشومانو غوښې په دېوالو پسې ونښتې…
لا يې هم نه يادوي، ښه نه کوي.
د استاد یاسر خبره، چې د ناټو ملاتړ ته دلایل تراشي، نو لومړی بايد په امان الله خان سره کرښه کش کړي، چې ولې يې انګریزان وشړل، اوس به موږ څومره اقتصادي پرمختګ کړی و، خیر دی که په اخلاقي لحاظ په حيوانیت کې وای.
د جدي شپږمه او د مېزان پنځلسمه، دواړه د افغان مسلمان ولس پر وړاندې تورې ورځې، د جدي د شپږمې ملاتړي او مېزان د پنځلسمي ملاتړي یوه ذره توپیر سره نه لري.