لیکنې

د ترکيې باندنی سياست

محمد سليم سليمان

د ترکيې باندنی سياست په وروستيو کلونو کې له جدي ادلون بدلون سره مخ و، خو د رجب طيب اردوغان په مشري حاکم د عدالت او پرمختګ Adalet ve Kalkınma Partisi) ګوند چې واک تر لاسه کړ، ترکيې هم د پرمختګ په لاره کې ګامونه ګړندي کړل او د ترکيې نشيليزم په رابيدارولو او له نورو هېوادونو سره د توکم، دين، ملي ګټو ، دوديزو اصولو ، اقتصاد او سياست په رڼا کې د اړيکو رغښت اعظمي کچې ته ورسېد. بل غټ لامل د ترکيې په خلکو کې د ملت پالنې حس او ټول ترک ملت تر يو چتر لاندې راغونډېدل او ملي ګرايي ده، دوی ته ترکيزم او ترک په يوه ملت سره راټولول او محکم کول له بل هرڅه اهميت لري او د همدې ملت پالنې نتيجه وه، چې په پخوا وختونو کې د ترکيې ستره امپراتوري رامنځته شوې وه، چې د آسيا، اروپا او آن افريقا تر سواحلو يې هېوادونه تر خپل کنټرول لاندې راوستی وو.
هېوادونه د مشر هېواد په توګه په نړۍ کې د مسلمانانو د حقونو د ملاتړي په توګه کله کله غږ پورته کوي او د هغو اقداماتو پرخلاف بيانيې صادروي، چې د اسلامي اصولو او مسلمانانو پرخلاف وي.
ترکيه د ناټو غړی هېواد هم دی، خو په دوامداره او بنسټيزه توګه د خپلو معنوي او اخلاقي ګټو دفاع کوي، که څه هم د ناټو له زياترو غړو هېوادونو سره همغږی نظر نه لري. او په خپلواکه توګه پرېکړې کوي او په وروستيو کې چې کله چې د قرآن کريم د سوځولو په تړاو د اسلام ضد پاروونکو لاريونونو څپې سکنديناوي هېوادونو ته وغځېدې، دا ترکيه وه ،چې د اسلامي ارزښتونو پر ننګه ودرېده. چارواکو يې په سويډن، ډنمارک او هالنډ کې د پاروونکو عملونو غندنه وکړه. او هغه يې له مذهبي اصولو بشپړه سرغړونه وبلله او آن چې سويډن ته يې کوتڅنډنه وکړه ،چې په دې کار سره به دوی په ناټو کې د سويډن د ورګډېدلو ملاتړ قطعاُ ونه کړي. اوس ترکيه په ناټو کې د سويډن له شاملېدو سره په کلکه مخالفه ده، که څه هم د ناټو ډېر غړي مختلف نظرونه لري او نور غړي هېوادونه د سويډن په پلوي دي.
خو تازه تازه ترکيې خپله ژمنه بيا تازه کړه، چې نور به ترکيه کله هم په ناټو کې د سويډن د ګډېدلو ملاتړو نه کړي او نه به مثبته رايه ورکړي ،ځکه چې ښي اړخي افراطي سويډني له خپل دولت څخه د جواز په درلودلو په سويډن کې د ترکيې د سفارت مخې ته د قرانکريم بې احترامي وکړه او دغه مقدس کتاب يې وسوځاوه، چې د ترکيې له خورا توند غبرګون سره مخ شو او د ترکيې د حاکم ګوند وياند وويل ،چې نور دې ستاکهلم په دې انتظار نه کېني، چې ترکيه به يې په ناټو کې ملاتړ وکړي .
د ترکيې د عدالت او پرمختګ ګوند وياند عمر چليک وويل: نور داسې څه نه دي پاتې ،چې موږ دې له سويډن سره د خبرو لپاره د مېز پر سر مطرح کړو. د انکارا دريځ واضح دی سويډن د پي کې کې په وړاندې هاغسې اقدامات نه دی کړی، چې ترکيې يې هيله لرله او ورځ تر بلې سويډن د اسلامي ارزښتونو پرخلاف کارونه کوي او د مسلمانانو د خشم راپارولو په خاطر د اسلام پرضد له سپکاوي ډک چلند کوي.او د ترکيې سفارت مخې ته دا کارونه کېږي ،چې دا قطعاً د منلو وړ نه دی. په ورته مهال د سويډن ځينو محکمو د (پي کې کې) ډلې د غړو د اخراجولو مخه نيولې او نه غواړي ددې ډلې کسان له هېواده وباسي .
ځيني نور شنونکي بيا په دې باور دي، چې ترکيې ځان غلی کړی ،چې له امريکا يې په بدل کې ايف ۱۶ الوتکې واخلي او په معامله سره به د سويډن ملاتړ وکړي او ځينې بيا وايي ،چې په هېواد کې د تورم په لوړېدلوسره غواړي د خلکو او ترکانو توجه د سويډن خواته ورواړوي ،چې غواړي د دولت له ارادې يې ملاتړ وکړي.
د نړۍ په مهمو پېښو او کشالو کې د ترکيې دولت واضح او پرېکنده دريځ لري او د ترکيې مشران د سوله ييز حل او خبرو غوښتنه کوي لکه د اوکراين او روسيې په مسئله کې ترکيې لا دمخه د دوه اړخېزو غونډو لپاره يو پليټ فارم جوړ او چمتو کړی و او پر غلو دانو بار لومړۍ کښتۍ د ترکيې په منځګړتوب نړۍ ته له روسيې او اوکراين څخه روانې شوې او د روانې قحطي مخه يې يو څه ونيوله. د اسلامي هېوادونو د مشر هېواد په توګه او همدارنګه له عربي نړۍ په تېره بيا له سعودي عربستان سره چې له دوديز پلوه ځان د مسلمانو هېوادونو مشر ګڼي د سيالي او په نړۍ کې د کلک دريځ او ځواک په درلودلو سره هڅه کوي په نړيوالومهمو موضوع ګانو کې خپل ثابت او خپلواک دريځ ولري او د نړۍ د سترو مسئلو په حل کولو کې طرفين سولې او ارامي ته راوبولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *