لیکنې

د امارت او جمهوريت تر منځ توپير

حسان مجاهد
د امارت او جمهوريت تر منځ توپير لــه هره پلوه روښــانه دی، خو دلتــه غواړو چې ددغـو دوونظامونو ترمنځ د رايې له پلوه توپير روښانه کړو.د جمهوريت په تېر نظام کې د رايې اکثريت (ډېروالی) معتبــر و، په پارلمــان کې چې به د ډيــرو خلکو په رايه او خوښــه کومه پريکړه تصويب شــوه؛ هغه به خامخا د تطبيــق وړ وه، په داســې حال کې چــې د پريکړې په تصويب کې رايه اچوونکي به ډير داســې کســان وو چې ســرونه به يې له ماغــزو خالــي وو او هيڅ د رايې اهليت به يې نه درلود.
په امارت کې د رايې اکثر يــت نه، بلکې د رايې قوت او کيفيت معتبر دی، د اهل حل او عقد شــورا له خوا چي کوم امير ټاکل شــوی؛ هغه په رايه کې تردې حده راسخ دی که فرضاً دنوموړي له رايې سـره ټول ولس مخالف هم وي ، کيدای شــي په واقعي توګه رايه دده په حق باندې وي.اسلام موږ مســلمانانو ته دغه درس راکوي چې دډېرو وګړو رايه هيڅ کله نــه ده معتبره، بلکې قوي رايه داعتبار وړ ده که څـه هم رايه ورکوونکي يو يا زيات وي؛ ځکه په فطرتي ډول په انســانانو کې له هوښيارانو کم عقلان، له پوهانو ناپوهان او له خواصو عوام ډېر وي، نو ولې به دهرچا رايه دقبول وړ وي؟!
الله تعالی فرمايي: ژبــاړه: پيغمبره! که ته په ځمکه کې د ډېرو وګړو اتباع وکړې؛ نو دوې به دي له ســمې لارې ګمراه کړي.
له هود عليه السلام سره چې خپل قوم په مخالفت لاس پورې کړ؛ دټول قــوم رايه دده له رايې ســره په ټکر کې وه، مګر رايه يوازې دهود عليه السلام په حق باندې وه.
د احد په غزا کې رســول الله (صلى الله عليه وسلم) د غــره په يوه برخه کې پنځوس کســان کښــېنول او ورته ويې ويل چې زما له اجازې پرته په هيڅ صورت مه راکښــته کيږئ! دجګړې په پای کې دڅلويښتو کسانو رايه دا وه چې جګړه د پاي په خــوا ده، غنيمتونه په ميدان پراتــه دي نو موږ له غره څخه کښته کيږو او راکښــته شول، خو دلسو کسانو رايه داسې نه وه او پر خپل ځای پاتې شول. وروسته د جګړې له ناکامۍ او د مســلمانانو له شکست څخه دا څرګنده شوه چې دلسو کسانو رايه په حق باندې وه.
درســول الله (صلى الله عليه وسلم) له رحلت څخه وروسته دعر بو ځينو قبايلو د زکات لــه ورکولو څخه انکار وکړ، چې په غبرګون کې يې ابو بکــر صديق (رضي الله عنه) دجهــاد اراده وکړه، د عمر فاروق (رضي الله عنه)په څېر دنورو صحابه کرامو رايه بيا د جهاد نه وه، خو وروسته جوته شوه چې د ابو بکر صديق (رضي الله عنه) رايه په حق باندې وه.
په نړۍ کې د کومه نوې اختراع کله يو ســړی وکړي، کله يو عالم داسې تحقيق وکړي چې د په زرګونو علماوو هغه طرف ته پام او فکر هم نه وي؛ دا کار ديو انســان پر داسې غوره رايه ګواهي ورکوي چې دډيرو انسانانو رايه ورسره برابره نه ده.په نړۍ کې ټول وخت يو څوک مشر وي او نورو کسانو ته دده په پلوي امر شــوي وي، که پــه يوه زمانه کې الله تعالی دوه پيغمبران رالېږلي وي، نو هم يو مشر او بل يې تابع وي لکه موســي (عليه السلام) چې مشر و او هارون (عليه السلام) يې تابع و. داســې نه ده چې هرڅوک به مشر او رايــه ورکوونکی وي؛ ځکه دهر اهــل او نا اهل رايه که قبوله شي، نو دا کار هم له الهي حکمت سره مخالف دی او هم په نظام کې دګډوډۍ لامل ګرځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *