
د الله اکبر شپه!
سمسور
د ۱۳۵۸ هـ ش کال د حوت درېيمه پيښه چې ځينې يې د الله اکبرپه نامه يادوي، د کمونيست رژيم پر ضد کابل ښار کې د ګڼو خلکو پاڅون را يادوي.
دغه پاڅون چې افغانستان ته د شوروي اتحاد د سرو لښکرو له ننوتلو شاوخوا دوه مياشتې وروسته د اختر په دويمه ورځ ماښام مهال ترسره شو، په لويه کې يې هدف له شورويانو د خپلواکۍ غوښتنه او له استعماره د خلکو وتل و.
دغه پاڅون پر بامونو کې د خلکو له خوا د الله اکبر په شعارونو پيل شو. ګڼو خلکو يې ملاتړ وکړ او ان د کابل تر زړه پورې را ورسېده.
دغه خپلواک او مشهور پاڅون کې د محصلينو، زده کوونکو او ښوونکو په ګډون زرګونو خلکو برخه واخيسته او که کوم ملاتړي هېواد يا سياسي ګوند يې کريډيټ اخلي نو بالکل باطله ادعا کوي.
د حوت د ۳يمې پاڅون په دې هم مشهور او د تاريخ زرين باب وګرځېده، چې په اول ځل د افغانستان د ټولو توکمونو، قومونو او مذهبونو خلکو پکې برخه واخيسته. خلک د الله اکبر په نارو سره له خپلو کورونو را ووتل، د ګوډاګي نظام او يرغلګرو (شورويانو) پر خلاف يې شعارونه ورکړل. په دوي کې هغه ماشومان او سپين ږيري هم وو، چې اوس يې د ګرځېدلو توان نه درلود؛ خو ښايي د باطل خلاف معرکه به همدومره زړه راښکونکې او جذبه غوښتونکې وه، چې دوي يې هم بهر را ووېستل.
پاڅون بلې ورځې ته هم وغځېد او د ټول ښار لوي واټونه په پاڅونوالو ډک شو.
د لاريون له لومړيو دولتي چارواکي وارخطاء شول او عسکرو ته يې امر وکړ چې پاڅون کوونکي وځپي. هماغه و چې دوي هم پرې ډزې وکړې. ګڼ شمېر هېوادوال يې شهيدان کړل او وروسته يې ان د هغوي کورونه هم په ډيرې بې رحمۍ هدف وګرځول. ښار ته يې ټانکونه را ووېستل او هوا ته يې الوتکې پورته کړې. خو د دې باوجود په ټوله کې ويلي شو، چې د حوت د دريمې پاڅون په ټوليزه توګه د هېواد په معاصر تاريخ کې د بدلون ستر ټکي دي، چې د وطندوستۍ او ازادۍ الهام ترې واخيستل شو.
دا دي اوس له همدې پاڅونه ۴۳ کاله تېر شوي، ولس او حکومت ته پکار دي چې د ياد پاڅون شهيدانو ته د عقيدت ګلونه وړاندې کړي. هغوي په ښو الفاظو ياد کړي او هغه تاريخي درس ياد کړي چې د همدې پاڅون ګډونوالو ورته پريښی و. هغه درس د ملي يووالي او د اشغال نه منلو و.