
د اصطلاحاتو له جگړې د ترهگرۍ مبهمه اصطلاح په عمل كې !!
محسن سعود
د ژوند هره پېښه او خاطره مو د دې وړ ده چې ډېر څه ترې زده كړو او په سترو موخو او چارو كې گټه ترې واخلو. له سيكولريزم باطلې او سراسر كافرانه مفكورې اغېزمنه زموږ د خپلوانو او پرديو چې پر يو موقف سره را ټول دي؛ يوه وړه ډله د خپلو ناروا موخو او اړوندو ناوړه واقعيتونو پټولو لپاره كټ مټ هغسې ناليدلي او نا اورېدلي نادر اصطلاحات را منځته كوي چې د دې مفكورې سرخېل غرب يې(د ترهگرۍ)په پلمه دلته له تېر۲۲كاله راسي د خپل فكر د ترويج لپاره كار وكړ. يادې ډلې يو تن مجاهد خپلوان سره له دې چې د ښه ژوند څښتن او له مجاهدو ملگرو سره اوسېده؛ له هغوی د بېلولو، ترې ځان ته گوښه كولو او بالآخر منزوي كولو په غرض يو وخت د خپلې اصطلاحي خواخوږۍ پر پلمه له ځان سره يوې ليرې دښتې ته يرغمل يو وړ. دا چې كارېده د خواخوږۍ اصطلاح، خو له شته شرائطو او شواهدو سره په سمون كې نه وه؛ نو يې نور ورته واسطه كړل او د مزدورو كړيو پر كارولو يې تر يوې مودې هلته ورسره اوسېدو لاسليك هم ترې اخيست. د يرغمل چارې پر بشپړېدو يې سمدستي يوې بلې داسي مبهمې اصطلاح چې پرې تر پايه څوك خبر او سرخلاصی نشو؛ په رامنځته كولو، د يادې واسطې او لاسليك لغو گڼلو او د اجورو او رشوتونو پر مټ يې بياهم د همدې مبهمو اصطلاحاتو(چې يو هم د مبهمو خلكو او مبهمو كړنو اصطلاح يې وه)له لارې خپلو پټو موخو ته لاس واچاوه. موخې چې وروسته يې پر عملي هڅو او اعترافونو بربنډې وښودې؛ هماغه د ناوړه واقعيتونو پټول، د اړوندو حقائقو پر تړاو د نوموړي پر خوله لاس ښودل او له مجاهدينو سره د څو كاله وړاندې سياسي ستونزې غچ له همدې خپلوان مجاهده په شخصي رنگ(په هغه دغه پلمه يې مال-ناموس-عزت لوټلو، له ستونزو-سپكاوي-د مرگ له گواښ سره مخ كولو او بيا يې د اصطلاحاتو پر مټ سيكولر كولو)پټ اخيستل و، دومره پټ چې له بشپړ جريان سره هممهال د عامه افكارو د اغفال په غرض په عام نظر كې له بديل موډ سره ورته را وړاندې كېدل، پر غږ پورته كولو ورته په زغرده گواښ كېده او له ابهام سره له ستونزې خبرو خلكو ته يې دريځونه بدل ښودل، خو پكې له رسواهۍ سره يې ټولې ماجرا ته د شخصي او كورنۍ مسئلې مبهمه اصطلاح رامنځته كړه، مبهمه پر دې چې بياهم نه له شرائطو او شواهدو سره په سمون كې، نه پكې د ډلې غړي او مقابل لوری كورني و او نه هم د اصلي لامل په توگه سياسي غچ كورنۍ جنبه لرله، بلكې يواځي موضوع يې پرې پر ځان پورې دومره شخصي كړه چې آن د خپل او مقابل دواړو كورونو ښځې او ماشومان ترې ناخبر وساتل شي او همدغه مجاهد(مقابل اړخ يې)، اسلامي شريعت(د ستونزو حتمي عادلانه حل)او پر دې سربېره چې مسئله كورنۍ وگڼي؛ د كورنۍ غړي يې هم ترې منزوي او له مداخلې منعې كړای شي، څوك د جريان شاهد ونه گرځي او د يادې اصطلاح په كارولو دغه جريان او رسواهي يې يواځي له همدې ډلې سره پټ پاتې شي، ترڅو په راتلونكې كې پرې هغه اقرار او شاهد هم نه وي چې د دې ډلې پر خيال د جناياتو ثبوت يې پرې ولاړ دی. په لنډ ډول سياسي غچ د اصطلاحاتو يو لوريزې جگړې(غربي حربې)پر مټ و.
مقدمه اوږده شوه؛ موخه دا ده چې يو خو۲۲كاله له هرې جگړه ييزې او سوله ييزې لارې سيكولرۍ ته(له تعريف يې پرته)په پراخه كچه كار كېدو سره اوس هغې تقريباً كور پر كور اغېز ښيندلی او همداسي ترې ټولنه كور پر كور رغونه او پاكول غواړي، بل دا چې د اصطلاحاتو(جگړې)ساحه او كچه دواړه دومره پراخ دي چې له هر ډول شرائطو، موضوعاتو، د ژوند هرې اړتيا، هرې پېښې، هر چاپېريال-ټولنې-فرد او ماښام-سهار-تور-سپين سره توپير كوي، اوړي را اوړي او پر يو مهال دوه يا زيات رنگونه خپلوي چې په نښه شوې ټولنې او افراد د تورنولو ياهم پرې د خپلې اصطلاح تپلو له لارې تر بريد لاندې نيسي او درېيم دا چې په دې ډول همدا سيكولرې ټولنې، ډلې او افراد يې په عمل كې له خپلو آدرسونو او د غرب له مبهمو اصطلاحاتو يواځي دومره خامخا پرده پورته كوي چې د لا زياتې او اسانه تشريح لاره يې راته هواره كړي. داسې چې د غرب هر ډول جگړې او په ځانگړې د فكري جگړې د اصطلاحاتو څانگه د همدې سېكولرۍ پنځولو او تحقق ور كولو لپاره په كار اچول شوې او سيكولران يې هم د همدې اصطلاحاتو په كارولو سره لازياته پراخوي او پنځوي، نو د څنگ او گاونډ له سيكولرۍ موږ پر اسانۍ د هغې لارې(مبهم اصطلاحات)پېژندلای شو او د لازيات لټون پر مټ يې بيا پرې له دې ور هسك او لرې تللو سره مو نېغ د غرب د دغو اصطلاحاتو مرموزو مفاهيمو ته رسوي چې نه يې شاليد او لرليد مالوم او نه تر اوسه تفسير شوې، بلكې يواځې يې پر مټ پټې ناوړه او گواښونكې پنځونې كېږي او مقدمې ته پر كتو په اوسنيو شرائطو كې خو اړينه گڼې چې آن پنځونكي سيكولران يې هم په ټولنه كې پټ او ورك پر خوځښت وي چې موږ يې بايد د موندلو او پېژندلو هڅه وكړو.
په هر رنگ؛ د اصطلاحاتو جگړه چې د فكري جگړې مهمه برخه جوړوي؛ داسې ده چې د وړ(دوديزو او مأنوسه)اصطلاحاتو په كارونې د عام ډول او نظر له مخې دوستۍ او دوستانه اړيكو پر مدار ترسره كېږي او له دې پرته يې كچه او اغېز هومره نه وي چې بايد ويې لري، نو د دغه مدار په شتون كې د هغه له لارې چانسونه او فرصتونه لا له وړاندې په نښه او تعقيب شي او په راتلو يې يواځي د وړ اصطلاح رامنځته كولو يا هم ټاكلې اصطلاح را پورته كولو اړتياوي چې پرې مقابل لور ته درنه ضربه رسولای او بيا پر همدې مداري اصطلاحاتو او اړيكو عام پام هم ترې پر بله اړولای شي. وينواو ټوله نړۍ هم ويني چې امريكا او بشپړ غرب د شل كاله وړاندې په پرتله دلته له ماتې وروسته د هغه څو برابره لوړ له اسلامي افغانستانه په وېره كې او هم يې پر وړاندې له ډېرو حربو نه هيلې هم دی؛ طبعاً د فكري جگړې پر ډگر له يادې پرتلې سره سم لا لوړې هڅې او بيې په كار اچوي چې د نورو موخو ترڅنگ پرې ياد مدار هم را منځته او وساتلای شي. د بشري مرستو پر نوم لسگونه زره ميليونه ډالر نغدې، د لوړې بيې مرستندويه توكې او همدارنگ ډيپلوماټيكې اړيكې، د استازو تگ راتگ يې، وخت پر وخت ژمنې-د خواخوږۍ چيغې-ډاډگېرنې او پر رسميت له پېژندنې وړاندې(پر چوپتيا د رسميت پېژندنې او د هغې لپاره د ازمايښتي پړاوونو په ترسره كولو)له نوي افغانستان او اسلامي نظام سره په بشپړو رسمياتو كې د رسمي كچې تعامل يې د نور ترڅنگ د همدې مدار ساتلو او پاللو بڼه لري. خو پر مهال يې له ترلاسه كړيو فرصتونو په استفادې سر چپه د هېواد او ولس شتمنۍ كنگل ساتلو او هلته دلته تښتولو، د خواخوږۍ چيغو له لارې زموږ د خپلواك هېواد+نظام په چارو كې د لاسوهنې هڅې، په لوړ معيار د ټولو شرائطو پوره كېدنې سربېره د رسميت پېژندنې ځنډولو، ورته لا خنډونو را ولاړولو، د زهرجنو تبليغاتو او فكري ويجاړيو هڅې پراخولو، خپل حريفان-ځينې نور هېوادونه-لږكي پر افغانستان+نظام بې باوره كولو او هغوی له دلته فعاليته پر وېرولو سره يې د افغانستان او نظام پر وړاندې پرلپسې حربې روانې كړې چې د روسيې سفارت ته نږدې چاودنه او دلته د پاكستان پر چارسمبالې(شارژدافيئر)او د چين وگړو باندې بريدونه يې څو بېلگې دي چې بهرنۍ كړۍ پكې ښكېلې بلل شوې او نښې نښانې ښيي همدا د ترهگرۍ مبهمې اصطلاح عملي بڼه ده چې له ابهامه يې پرده پورته كوي.