لیکنې

د اسلامي نظام سرتېريه!

قاري رفيع الله مشال
د ټولې نړۍ د اسلامي او غير اسلامي دولتونو سرتېري دندې ته له مادي پلوه نظر کوي او کار يې هم په هېواد د ننه د څو اشخاصو او څو کړيو د ګټو ساتنه وي.
په روزنه کې هم دا ور زده کېږي، چې [امر له روا او ناروا پورته دی]بايد عملي شي.
زما دا توري د هغو لپاره نه دي، بلکې د اسلامي نظام سرتېري ته دي او غږ پرې کوم چې ای د اسلامي نظام سرتېريه!
په دې خو خبر يې چې زموږ نظام د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو غوندې د کفري نړۍ د غلامي واګي په غاړه نه لري. نه مو سياست د بل چا په خوښه چلېږي، نه د اقتصادي ګټو په خاطر د چا ناروا فرمايشونه منو، نه د خپل ځان د بقا لپاره پردي پوځونه په خپل کور کې دېره کوو او نه د پرديو قوانينو د درناوي لپاره خپل ديني او وطني ارزښتونه له پښو لاندې کوو.
خپله منو، له خپل دينه په هېڅ صورت کې نه تېرېږو ، پردي او باطل افکار په خپله خاوره نه منو او…
دا ټکي په ليکلو او لوستلو کې ډېر آسانه دي، خو په عمل کې دا کار د اور سکروټې په لاسو کې نيول دي،همدا پورته څو ټکي دي، چې نړۍ له موږ سره دښمني لري او کوشش کوي د غلامۍ هغه واګي چې د نورې اسلامي نړۍ د واکمنانو په غاړه کې يې اچولي دي ؛ موږ ته هم واچوي.
نو ای د اسلامي نظام سرتېريه!
ته د همدې نظام عسکر يې ، ته به دا نظام ساتې ، ته د همدې نظام قوت او د ملا تير يې، ته ځوان او با انرژي يې، ته هغه څوک يې چې خوب ،خوراک ، خندا او خبرې دې په عبادت شمار دي.
تا ته د دې ملت سترګې دي. ستا د راتګ په انتظار کې يې کلونه کلونه سختۍ وزغملې،تا ته چې نړۍ له مرګه بغير بل انتخاب نه درلود ؛ دې ملت په غېږ کې ونيولې.
ستا په سر يې بمبار ،چاپه ، زندان او تعذيبونه وګالل.
ای د اسلامي نظام سرتېريه!
زه باور لرم، چې ته به خپل مسئوليت ته متوجه يې خو بيا هم څو ټکي در يادوم.
دا کړېدلی ملت سخت د مينې تږی دی، ډېر د رحم او شفقت وړ دی، ډېر زخمونه يې بې درمانه پاتې دي او په زخمي زړه کې ډېرې هيلې لري.
پام! چې دا ملت درنه آزار نه شي ، د دې ملت د هيلو غوټۍ درنه مړاوې نه شي، د دې ملت په خلکو ظلم ونه کړې.
پام! چې په خپله سپينه جامه داغ ونه لګوې،ځکه چې ته د دين له آدرسه راغلی يې ، ستا فردي جرم او ګناه مدرسې ،جومات، کتاب ، پټکی ، ږيره او دين ته منسوبېږي.
پام! په خلکو بې ځايه سختي ونه کړې! هسې نه ستا د سختۍ له امله خلک له اسلامي نظامه زړه توري شي ، دا ملت ملامت نه دی ، د دوی په فکرونو کې شل کاله دښمن کار کړی ، زه او ته يې ورته د بلا په شکل معرفي کړي يو، زما او ستا له نوم سره يې ورته د وېرې او هيبت تصوير وړاندې کړی، زه او ته يې ورته قصابان او جلادان معرفي کړي يو ، نو اوس به د دې خلکو په زړونو کې زه او ته په عمل سره لاره جوړوو او د دښمن تبليغات به غلط ثابتوو.
پام! له وظيفوي غفلته ځان وساته، د وظيفوي غفلت له امله ډېر کله ستر ستر نقصانونه را منځ ته کېږي چې دنيوي او اخروي مسئوليت به يې ستا په غاړه وي. ته بايد ځيرک و اوسې ، ستا دښمن ستا د کمزورۍ له ټکو استفاده کوي ، ته بايد تل چمتو او منظم واوسې.
پام! له بيت المال سره بې احتياطي مه کوه ، د موټر تېل او مرمۍ بې ځايه مه مصرفوه ، په بازار او رش کې تېز مزل او هارنونه مه کوه ، په دې سره خلک اذيتېږي او په زړونو کې يې ستا عزت او درنښت ختمېږي.
پام! خپل ځان او مسئوليت ته په سپک نظر ونه ګورې ، ته خبر يې چې تا ته څومره سترګې په لاره دي؟
د نړۍ په هره برخه کې چې په مسلمانانو ظلم کېږي، نو د اميد او له رب (ج) د سوال ټکی يې دا دی ،چې يا اللّٰه طالبان راولې! ته خلکو ته د امن او عدل مرجع ښکارې ، د نړۍ د مسلمانانو په زړه کې ستا لپاره دومره زياته مينه ځای لري،چې ته يې تصور هم نه شې کولی ، ما ستا په اړه د فلسطين ، ليبيا ، ماليزيا ، شام ، ليبيا ، چيچنيا ، روهنګيا ، برما ،هند ،بنګله ديش او نورې نړۍ د مسلمانانو نظرونه لوستي دي.
پام! چې غفلت ، بې اطاعتي ، ظلم ، کبر ، ګناه، بې عدالتي او سرکشي ونه کړې ځکه چې همدې اسبابو له تا ډېر ځواکمن خلک په ځمکه را خطا کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *