
د اردغان بريا او واکمني به د ترکيې لپاره ګټوره وي
احمد راشد
په ترکيه کې د ۲۰۲۳ کال د مې په ۲۸ مه د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنې ترسره شوې، په دغو انتخاباتو کې ولسمشر اردغان له شل کلنې دورې وروسته يو ځل بيا ګټونکی اعلام شو او د ولسمشرۍ واګي يې بيا په لاس کې واخيستل، له همدې امله لومړی محبوب ولسمشر اردغان، اوبيا د ترکيې مسلمه ملت او ټولې اسلامي نړۍ ته مبارکي وايم او په راتلونکو چارو کې ورته د لا برياليتوب هيله کوم.
د ترکيې د تېرو دوو لسيزو واکمن ولسمشر رجب طيب اردغان د يکشنبه پر ورځ په ټولټاکنو کې بريالی شو، چې له همدې امله د نړۍ په کچه نوموړي ته د بريا مبارکۍ ورکړل شوې،د امريکا ولسمشر جو بايډن او د نړۍ ګڼو نورو مشرانو د ترکيې د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو کې ولسمشر رجب طيب اردغان ته د بيا ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده.ولسمشر بايډن پر ټويټر ليکلي: ((ترکي ولسمشر رجب طيب اردغان ته د بيا ولسمشر کېدو مبارکي وايم. په ناټو کې د يوه ملګري په توګه به د ګډو نړيوالو ګواښونو د مخنيوي په برخه کې له هغه سره کار ته دوام ورکوو.))
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم اردغان ته مبارکي ورکړې او ليکلي يې دي چې: ((په دې ټاکنو کې ستا بريا د ترکيې د ولسمشر په توګه ستا د کار پايله وه او دا يو ښکاره دليل دی چې په خپلواک بهرني سياست او د ځمکنۍ بشپړتيا په ساتلو کې د ترکيې ولس ستا ملاتړی دی.))
پر جو بايډن او پوتين سربېره، د برېتانيا لومړي وزير ريشي سوناک، د جرمني صدراعظم اولاف شولتس، د سعودي عربستان پاچاه ملک سلمان، د برازيل ولسمشر لويس ايناسيو لولا ده سېلوا، د اوکراين ولسمشر ولودويمير زيلېنسکي او ګڼو نورو نړيوالو مشرانو اردغان ته په ټاکنو کې د بريا مبارکي ورکړې ده.ريشي سوناک بيا پر ټويټر ليکلي: ((اردغان ته مبارکي وايم او زموږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د دوام په تمه يم، چې په ناټو کې د يوه ملګري په توګه د امنيتي ننګونو ختمولو ته ګډ کار وکړو.))
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ هم په يوه ټويټ کې اردغان ته د مبارکۍ سربېره ليکلي: ((اردغان ته د بيا ولسمشر کېدو مبارکي وايم، په راتلونکې جولای کې د ناټو سرمشريزه کې له هغه سره د ګډ کار په تمه يم)) د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي بيا اردغان ته د مبارکۍ پيغام استولی دی. په کور د ننه هم اردغان ته ګڼو سياستوالو او مخکنيو نوماندانو مبارکۍ ورکړې دي.
د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون هم مبارکي ورکړه او ويلي يې دي، چې فرانسه او ترکيه له يو بل سره د مقابلې لپاره سترې ننګونې هم لري.
د ترکيې ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند او بيا له نوماندۍ تېر شوي محرم اينجه اردغان ته د بيا ولسمشر کېدو پر مبارکۍ سربېره هغه ته په کارونو کې د بريا هيله ښودلې ده.د ترکيې د خلق جمهوريپال متحد او د (ښي ګوند) مشر مرال اکشنر اردغان ته مبارکي ويلې ده.که څه هم اردغان په تېرو ټاکنو کې مخکښ و او له سرسخت سيال نوماند قليچدار څخه يې ډېرې رايې ګټلې وې، خو اردغان د مې په ۱۴ مه د رای اچونې د لومړي پړاو، چې پارلماني ټاکنې هم په کې شاملې وې؛ د خپل ګوند او پلويانو پر بري ډاډمن و او آن زلزله ځپليو ۱۱ ولايتونو د رايو په سر کې و، چې پارلماني ډېرکی يې هم ور په برخه کړ.
۶۹ کلن اردغان په استانبول کې له يوه بس څخه خپلو پلويانو ته په وينا کې ويلي: نن ترکيه يوازنی ګټونکې ده. زه له خپلو ټولو خلکو مننه کوم، چې يو ځل بيا يې موږ ته د پنځو کلونو لپاره د هېواد د حکومت کولو مسئوليت را په برخه کړ.، د اسلامپالو ريښو لرونکي د عدالت او پراختيا ګوند مشر اردغان له رای ورکوونکيو غوښتنه وکړه، چې د ژورو اقتصادي ستونزو څخه پام ځانته واړوي.
په دوهم پړاو ولسمشريزو ټاکنو کې رجب طيب اردغانـ (۵۲،۱۴) او کمال قليچدار بيا( ۴۷،۸۶) سلنه رايې وګټلې او په دوهم پړاو ټاکنو کې يې خپل سرسخت سيال ته تاريخي ماتې ورکړه، چې کمال قليچدار خپله ماتې منلې هم ده، د ښاغلي اردغان دغه بريا يوازې د ترکيې نه، بلکې د ټولو اسلامي هيوادونو بريا بولم، د ترکيې لومړی پړاو ټاکنې د مې مياشتې پر ۱۴مه ترسره شوې، خو هېڅ نوماند له پنځوس سلنه زياتې رايې پوره نه کړې او ټاکنې دوهم پړاو ته وغځېدې.
د قليچدار اوغلو ماتې به د ترکيې د ناټو متحدينو ته ماتم وي؛ ځکه،د اردغان او ولاديمير پوتين د اړيکو له امله اندېښمن شوي دي.له ترکيې سره د امريکا اړيکې په ناټو کې د سويدن د شاملېدو په اړه د اردغان اعتراض او همدارنګه له مسکو سره د انقرې نږدې اړيکې او د سوريې په اړه اختلافاتو له امله خنډنۍ شوې دي.
د دوهم پړاو ولسمشريزو ټاکنو په اړه ګڼ نظرونه موجود وو، ځينو دا ټاکنې د اردغان د بيا بريا او سيالې ډلې بيا د احتمالي ناکامۍ لامل بللې، خو وروستيو نظر پوښتنو وښوده، چې اوسنی حاکم ګوند به له وخته مخکې ټاکنو کې بريالی راووځي؛ ځکه داسې انګېرنې وې، چې که اردغان دا ټاکنې ونه ګټي، دغه هېواد به يو بشپړ بدل وضعيت تجربه کړي او تر ډېره به د سياسي او اقتصادي بېثباتۍ په لور ولاړ شي.
د ترکيې د ټولو خلکو لپاره دا ډېره مهمه وه، چې اردغان ټاکنې وګټي، آن د نړۍ مسلمانان او ټول ترکان غواړي، چې اردغان د ولسمشر په توګه پاتې وي ځکه پر ترکيه له ۲۰۰۲ کال راهيسې د عدالت او پراختيا ګوند واک ترلاسه کړی، د اسلامي نړۍ د رهبرۍ داعيه مخته وړي او د اسلامي نړۍ په قضاياوو کې مخکښ رول لري. له همدې امله د اردغان بيا واک ته رسېدل به د اسلامي نړۍ پر وضعيت هم د پام وړ اغېزې ولري. ترکيه به په راتلونکو کلونو کې د لا ډېر اسلام پالي حکومت شاهده وي او د اسلامي نړۍ د مشرتابه رول به يې نور هم غښتلی کړي، چې ښايي له همدې امله يې له غربي نړۍ سره د اړيکو ترينګلتيا لا زياته شي. دغه راز به په ترکيه کې دا ځل د تېر په پرتله ځواکمن اسلام پالی حکومت جوړ شي. له همدې امله به په افغانستان کې هم خپل رول او نفوذ ته ارزښت ورکړي.
له ټاکنو مخکې نظر پوښتنو ۶۹ کلن اردغان له قليچدار اوغلو څخه وروسته ښودلی و؛ خو اوس پايلو وښودله، چې ولسمشر اردغان په هېواد کې له اقتصادي ستونزو او لوړ انفلاسيون سره – سره د محافظه کاره رای ورکوونکيو د راټولولو وس هم لري.د شپږو ګوندونو د اتحاد مشر قليچدار اوغلو ژمنه وکړه، چې په ټاکنو کې به بريا خپله کړي او د اردغان ګوند يې د پايلو په شمېرنه او راپور ورکولو کې پر لاسوهنه تورن کړ. هغه له خپلو پلويانو د زغم غوښتنه وکړه؛ خو دوی د الله په مرسته له ماتې سره مخ شول.
د ترکيې د تېرو دوو لسيزو واکمن ولسمشررجب طيب اردغان له بريا وروسته د يوه سيمهييز پوځي ځواک په توګه بيا هم خپل دريځ پياوړی کړ.ولسمشر طيب اردغان اوس هڅه کوي، چې د ناټو د ۸۵ ميليونو وګړيو لرونکي هېواد کورنۍ، اقتصادي، امنيتي او بهرنۍ پاليسي بيا جوړه کړي.د هغه دغه پنځه کلنه واکمني به د مخالفانو لپاره يو لوی ګوزار وي؛ ځکه، چې نوموړی يې د ديموکراسۍ پر کمزوري کولو تورن کړی، دا هغه تور دی، چې اردغان تل رد کړی دی.ښاغلي اردغان په انقره کې د بريا د وينا پر مهال ژمنه وکړه، چې ټولې شخړې به پرېږدي او د ملي ارزښتونو او خوبونو تر شا به کلک ودرېږي.هغه دغه راز د اپوزېسيون پر غړيو هم نيوکې وکړې او د شواهدو له وړاندې کولو پرته يې د ترهګرو پر ملاتړ کولو تورن کړل. د اردغان پلويانو، چې د هغه د استانبول د استوګنځي مخې ته راټول شوي وو؛ د الله اکبر نارې يې پورته کولې.