دینې لیکنې

ژوند د انساني ارزښت لپاره یو بنسټیز عنصر دی

انساني او بشري اساسي حقوق د ټولو افرادو ګډ دی، چې په شریعت کې ذکر شوی دي.
د اسلام سپېڅلې دین مخکې له مخکې د ټولو بشري حقوقو تصریح کړی ده او ډېره مخينه لری، همدارنګه اسلام د پنځو مصالحو د ساتلو او ملاتړ لپاره راغلی دی او دا مصالح عبارت دی له: د دین ساتل، د نفس ساتل، د عقل ساتل، د مال ساتل او د نسل ساتل.
حیات یوه عربی کلمه ده له حی مادې څخه اخیستل شوی دی، د ژوند په معنا، وجود، د ژوند سیر او موجودات راغلی دی. په اصطلاح کې ژوند د يو شي او پدیدې داسی وضعیت دی چې د تمې لرلو آثار د هغه موجود په دوی باندی مرتب شي. په بل عبارت کې جانداره موجودات دی چې د شعور او ارادي حرکت په اساس پیژندل کیږي چې د ژوند په نوم متصف کېږی.
ژوند د نورو ارزښتونو بڼه ده، لکه اختیار، آزادي او مالکيت د ژوندی انسان لپاره معنا لری نه د مړه شوی انسان. ژوند یو بنسټیز عنصر د انسانې ارزښت لپاره دی چې هیڅ حق د دی ارزښت تقدم نه لری. بناءً د آزادی او مالکېت لپاره د نورو اشخاصو ژوند اخیستی نه شو او د آزادی او مالکېت لپاره خپل ژوند سلب کړی؛ ځکه چې په دی صورت کې د مالکېت او آزادی ارزښت د ژوند ارزښت څخه مقدم پیژندل کیږی.
اسلام د نورو ځان اخیستل چې دهغه ژوند دی، د ټولو انسانانو پر ضد جرم ګڼې او د ځان خشی کول له مرګ او نابودی څخه، د ټولو انسانانو لپاره نعمت منلی دی. خدای تعالی فرمایی: ژباړه(( چاچې یو نفس له بدلې نه بغیر، یا په ځمکه کې له ورانکاری نه بغیر وواژه، نو ګویا چې هغه ټول خلک ووژل او چاچې د دغه نفس ژوند بچ کړ، نو ګویا چې هغه د ټولو خلکو ژوند بچ کړ)). (( د ژوند د تقدیس په درناوی کې او په هغه کې د تیري ممنوعیت، مسلم او غیر مسلم توپیر نه لري؛ د دی لحاظه په یو غیر مسلم شخصی مصونیت تیري دنیوی او اخروی مجازات لری. له ابن عباس رض څخه روایت شوی دی چې فرمایی: (( د حضرت محمد ص په زمانه کې یو کس وژل شوی وه ،هېڅ څوک نه پوهیده چې چآ وژلی دی. پیامبر ص منبر ته لاړ او ويې فرمایل: (( ای خلکو یو کس وژل شوی دی او زه ستاسو په منځ کې یم او څوک نه پوهیږی چې دا چا وژلی دی. که د آسمان او ځمکې اهل د یو انسان په قتل کې ګډون وکړي، خدای تعالی ټول عذاب ورکوي))
اسلام په نړی کې د دی حق د دفاع، ملاتړ او د ژوند د دوام لپاره عقوبتونه ټاکلی دی، په آخرت کې همدارنګه اخروی عقوبتونه ایښی دي چې له دنیوی عقوبتونو ډیر سخت دی. خدای تعالی فرمایی: ژباړه (( او هغه څوک چې مؤمن په قصد (او ارادې) سره قتل کړي، نو د هغه سزا جهنم دی، چې همیشه به په هغه کې وي او الله په ده باندې غضب کړی دی او په ده یې لعنت کړی دی او د ده لپاره یې بیخې لوی عذاب تیار کړی دی.
((او هغه څوک چې مؤمن په قصد (او ارادې) سره قتل کړی، نو د هغه سزا جهنم دی، چې همیشه به په هغه کې وي او الله په ده باندې غضب کړی دی او په ده یې لعنت کړی دی او د ده لپاره یې بیخې لوی عذاب تیار کړی دی.
لکه څنګه چې معلومه ده، د بشر دبنسټیزو حقوقو رعایتول او د تبعیض منع په ټولو موضوعه حقوقو کې، تسجیل شوی دی؛ همدارنګه د یادونی وړ ده، چې د اسلام سپیڅلی دین زیات او مخکې له ټولو څخه د بشری حقوقو په رعایت ټینګار کړی دی. د اسلام دین د پنځو مقصدونو د ملاتړ او ساتلو لپاره راغلی دی.

هدايت الله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *