
پر روغتيا د دعا او ديندارۍ اغېزې
ژباړه: ساحل منګل
هغه څېړنه، چې پر ۱۰۰۰۰ دولتي کارکونکو په ۲۶ کلونو کې ترسره شوې، په ډاګه کړه، چې متدين او دينداره خلک له غير متدينو ډېر کم د زړه د ناروغيو له امله مړه کېږي او په هغې څېړنه کې، چې په ۱۹۹۵ م کال کې په يوه کالج کې په ۲۵۰ کسانو د زړه د عملياتو وروسه ترسره شوه، دغه ډول پايله لاس ته راغله، چې دغو کسانو له مذهبي او ټولنيزو خلکو سره اړيکه لرله ،۱۲ سلنه کم يې د زړه ناروغۍ د هغو کسانو په پرتله کمه لرله ،چې اجتماعي او مذهبي اړيکې يې نه درلودې.
د يوه پوهنتون څېړونکو په روغتون کې له ۱۹۸۷- ۱۹۸۹ کلونو پورې ۱۰۰۰ ناروغان تر څېړنې لاندې ونيول او دا پايله يې تر لاسه کړه هغه ناروغان، چې دعا او لمونځ يې کاوه د نورو په پرتله يې پرېشاني او غم کم وو.
د مکزيکو پوهنتون هم پر هغو کسانو په څېړنه بوخته دي، چې الکولي مواد څښي. همدا ډول د باسټر پوهنتون له لوري هم د دعا او ديندارۍ په اړه څېړنه شوې .
په ژوند کې د يوې مذهبي لارې تعقيبول د انسان د سلامتيا لامل کېږي . دينداره خلک د نورو خلکو په پرتله ډېر کم په نشه يي توکو لکه سګرېټ ،شراب او نورو اخته کېږي ، خو کافر او بې عقيدې خلک له دا ډول ستونزو سره لکه د نشه يي توکو کارول او ذهني خپګان سره زيات مخ کېږي .
د زړه ناروغيو متخصص، رانډولف بيرډ د فرانسيسکو په عمومي روغتون کې پر ۳۹۳ ناروغانو بې سارې او پراخه څېړنه کړې، پر يوې ډلې، چې دعا او عبادت يې کاوه او بله ډله، چې دا کار يې نه کاوه څېړنه وشوه. په دې څېړنه کې نه ناروغان خبر و او نه ډاکتران، چې په کوم ډول خلکو څېړنه کوي او د څه لپاره يې کوي.
د دې تحقيق پايلې ډېرې د ډېرو متخصصو لپاره د تعجب وړ وې.دې پايلو وښوده هغه ډله ناروغان، چې دعا او عبادت يې کاوه د نورو په پرتله يې دارو درمل ډېر کم کارول او روحي حالت يې هم ښه و او د ځينو ناروغيو پرتله يې له نورو سره داسې وه.
د نور ناروغانو پر وړاندې يې ۳ د ۱۶ په مقابل کې آنتي بيوبيک ته اړتيا لرله.
د نورو ناروغانو په پرتله ډېر کم د (وروم او آماس ريوي ) باندې اخته و ۶ د۱۸ په مقابل کې
د ډوډۍ تېرولو په وخت کې يې په ستوني کې ساه نه بندېدله. ۰ په مقابل د ۱۲ کې)
له انسانو پرتله پر نورو شيانو هم څېړنې شوې دي. د هغو څېړنو له ډلې ، چې په ۱۳۱ کارونو شوې، دا جوته شوې، چې هغو غنمو ته، چې د لوېدو لپاره يې دوعا شوې وه د نورو په پرتله ډېر لوړ شوي وو.
په نړۍ کې د دعا او درملنې مشهور متخصص (لاري دوسي) وايي: زه هر وخت د دعا ازميښتونه کوم، د دعا پايلې يوازې په انسانانو کې نه،بلکې په نورو کائناتو کې هم څرګندېږي او له دې لارې انسان کولای شي د خپل ځان او ورځينو چارو ته بدلون ورکړی.)
لاري دوسي په خپل کتاب (شفا ورکونې ځانګړتياوې ) کې، چې په واشنګټن کې يې د روغتيا نړيوالې موسسې په مرسته ترسره کړې،۱۰۰ ازموينې، چې ډېره برخه يې د ادبياتو ارواپوهنې کې چاپ شوې د دعا، فکري تجسم اثرات يې تر څېړنې لاندې نيولي دي. له دې ازموينو يې نيمايي د دعا په برکت مثبتې پايلې ورکړې وي .
څېړنو ثابته کړې، چې دعا او ذکر په لاندې ناروغيو ډېر اثر لري، لکه:
د وينې لوړ فشار
زخم
د زړه حمله
د سر درد
اضطراب
هېڅ شی نه شي کولای، چې د دعا اثر ودوري. په يوه څېړنه کې دغه موضوع وڅېړل شوه،په يوه قفس کې يو کس کېنول شو او شاوخوا يې په الکترومگنتيک پوښلی و،خو بيا هم د دعا اثر له هغه تېر شو.
د باسټن په کنفرانس کې، چې د هاروارډ په پوهنتون کې جوړ شوی و، دا وړاندوينه هم وشوه ،چې په راتلونکو لسو کلونو کې نه دا چې له ناروغه د ناروغيو د نښو پوښتنه وشي ،بلکې تر څنګ به يې د ناروغ د دعا، عقيدې او ديندارۍ په اړه هم معلومات واخيستل شي.
نويو علمي څېړنو دا هم وښوده، چې کېدای شي له دې وروسته دعا د وزرش او يا نورو درملو په څېر په طب کې شامله شي. په هغه څېړنه کې ،چې پر ۹۱۰۰۰ کسانو ترسره شوه ويې ښوده هغه خلک،چې په منظم ډول جوماتونو ته تلل او هغه کسان، چې نه تلل ۵۰ سلنه د زړه په ناروغيو کم اخته کېدل او ۵۳سلنه کم دنور په پرتله ځان وژنه کوله.