دینې لیکنې

پر تکليفونو او سختيو صبر کول

فقيه رح ابواليث خپل سند سره دحضرت ابن عباس رض نه روايت کوي چې رسول الله مبارک ص ارشاد وفرمايل: اي هلکه يا او بچيه، ايا زه تاته داسي خبره ونه ښيم کومو سره به چه الله تعالي تاته نفع درکړي. ماعرض وکړ، اي دالله رسوله ص ! ضرور ارشاد وفرمايه، دالله رسول وويل: دالله دهيان ساته هغه به ستا دهيان ساتي. ته د هغه طرف ته متوجه اوسه ،ته به هغه د خپل ځان په وړاندي بيا پيدا کړې. د خوشحالي په ورځو کښې هغه سره پيژند ګلوي پيدا کوه، هغه به په تنګسيا کښې تا پيژني .هرکله چې څه غوښتنه وي، له الله تعالي نه يې غواړه ،هرکله چې نصرت او مدد غواړئ، نو له الله تعالي نه يې مرسته او مدد غواړه ،کوم څه چې کيدونکي دي دتقدير دقلم ليکلو سره وچ شوي دي، که چېرې ټول مخلوق يو ځاي شي او تاته څه نقصان رسول وغواړي چې الله تعالي ستا لپاره نه دي ايښودي ،نو هغوی داسي نشي کولاي. پوره يقين سره دالله تعالي درضا لپاره عمل کوه اوشکر کوه اوپه دي هم پوه شه چې ناخوښه خبره باندي صبر کولو کښې ډير خير دی او صبر کښې د الله تعالي مرسته او تعاون حاصلېږي او عافيت تکليفونو سره او آساني تنګسياسره ده. دحضرت علي رضي الله عنه نه پنځو س نږدي مشايخ داخبره نقل کوي چې دوی وفرمايل: اي خلکو زما پنځه خبري ښې يادي کړئ، دخپلي ګناه نه غير دهيچا نه ويره مه ساتئ. دوهم ،دخپل رب نه غير دچا څه اميد او طمع مه ساتئ. درېيم، يو نفر چې کله نه پوهيږي نو هغه لره زده کولو کښې حيا کول پکار نه دي. څلورم ،کله چې تاسو کښې ديو چانه پوښتنه وکړ اي شي او هغه ورباندي نه پوهيږي ،نو دي ويلو کي چې زه نه پوهېږم حيا نه دي کول پکار. پنځم، او ياد ولرئ چې صبر په ټولو کارونو کښې هغه درجه او مقام دی کومه چي بدن کښې دی. کله چي د بدن نه سر جدا شي ،نو بدن بيکاره شي، دغه شان چي کله صبر لاړ شي، نو ټول کارونه خراب شي ،مصيبتونه او پريشاني د ګناهونو کفاره ده ،حضرت محمد بن مسلم رض روايت کوي، چې يو کس دربار رسالت کښې حاضر شو او ويې ويل :اي دالله رسوله ص !زما مال لاړو او بدن مي مريض شو، نبي کريم ص وفرمايل: هغه بنده کښې څه خير نشته چې د چا مال چيري لاړ نشي او هغه چيري بيماراومريض نشي .الله تعالي چي کله چا بنده سره دخير معامله کوي ،نو هغه په امتحان کښې واچوي او هغه محبوب بنده په هغې باندي صبر کوي. دحضرت علي رضي الله عنه نه روايت دي چې څوک بادشاه بغير دڅه وجي نه بندي کړي او هغه هم ددغه قيد په حالت کښې مړشي، نو هغه شهيد دی او دغه شان که چيري هغه دوهلو او ټکولو نه مړشي نو هم شهيد دی، دنبي کريم ص مبارک يو حديث دی چې يو بنده لپاره دالله تعالي په نزد درجه وي چه هغي ته هغه خپل عمل سره نشي رسيدلي تر دي پوري چې هغه په څه بدني آفت کښې راګير شي اود هغي په وجه هغه درجه او مقام پيدا کړي. په يو روايت کښې دي چې کله دقران مجيد داايات نازل شو، ژباړه :څوک چې بد کار وکړي دهغه په بدله کښې به سزا ورکولاي شي، نو حضرت ابو بکر وويل :اي دالله رسوله ص !ددې آيات مبارک نه وروسته د خوشحالي څه صورت دی. دالله تعالي رسول ص وفرمايل :اي ابو بکر ه الله تعالي دي ستا مغفرت وکړي .آيا ته نه مريضېږي، ايا تاته څه تکليف نه در ر سيږي. ايا تاته څه صدمه نه رسيږي. ايا تاته چيري څه غم نه دي شوي هغه جزا او بدله ده چې په بد کار حاصله شوي ده .حاصل دا چې ټول ذکر شوي مصيبتونه او پريشانياني ستا دګناهو نو کفاره جوړه شي. الله تعالي دي موږ او تاسو ټولو مسلمانانو وروڼو ته په دي باندي دعمل کولو توفيق رانصيب کړي. امين ثم امين

مولوي عبدالجبار دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *