
مړو پسې غوره صدقه…!
م. احسان الله بلال
له حضرت سعد بن عباده رضي الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مې وويل: مور مې وفات شوې، صدقه پسې وکړم؟ پیغمبر (ص) وويل:«هو» ما وويل: کومه صدقه غوره ده؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «د اوبو ورکړه.»
صحيح النسائي: رقم الحديث: ٣٦٦٨)
مړو پسې صدقه او خیرات، هغوی ته د تحفو ورليږل دي. الله تعالی يې هغوی ته پوره پوره ثواب ورکوي. د پورتني حديث مطلب دادی چې په مړي پسې داسې صدقه کول غوره دي، چې ګټه يې عامه او تر ډېر وخت پورې پاتې شي او دا ځانګړتياوې په اوبو کې له بل هر شي ډېرې دي. د انسانانو ترڅنګ حيوانات هم استفاده ترې کوي او يوه څا زرګونه کلونه هم د استفادې وړ پاتې کېدلی شي.
مهمه داده چې د ثواب په کارونو کې د شريعت لارښوونې په پام کې ونيول شي او د سعد بن عباده رضي الله عنه په څېر په ديني چارو پوه خلکو سره مشوره وشي.
موږ په مړو پسې د خيرات او صدقې په نوم ډیرې پیسې مصرفوو، خو له بده مرغه د ثواب له نيت څخه د رواج طرف غالب وي. زموږ د ټولنې ډېر نادار او نيستمن هم د خلکو د شرم له وجې له وسه پورته او ان په قرض غټ غټ رواجي خیراتونه کوي. که له شريعت سره سم مړو پسې صدقې وشي، هم به يې ثواب ډېر وي او هم به بې وزلي خلک له رواجي لګښتونو څخه بچ شي.