دینې لیکنې

له کفارو سره مشابهت کول!

حسان مجاهد
علماوو د تکوير سورة اووم نمبر آيت په تفسير کې ليکلي دي: دقيامت په ورځ به دهر چا راپاڅېدل له هغه قوم سره وي، دکوم قوم په څېر چې يې په دنيا کې عمل کړي وي.
رسول الله ﷺ ته دالله تعالي له لوري حکم وشو، چې په لمانځه کې دحرم لوري ته مخ واړوه؛ ددې علت دا و، چې له کفارو سره په قبله کې مخالفت راشي او کفار په دې خوښ نه شي، چې مسلمانان زموږ قبلې ته لمونځ کوي.
[اقتضاء الصراط المستقيم] رسول الله ﷺ فرمايلي: څوک چې له کوم قوم سره مشابهت کوي؛ هغه به له همغه قوم سره وي [ابوداؤد] حضرت عمر فاروق رضي الله عنه دا شرط ايښي و، چې له ذمي کافرانو سره به د کتابت تړون نه کيږي، همدارنګه به له دوي سره په لباس، لنګوټه او څپليو کې مشابهت نه کيږي، ددې لپاره چې دمسلمانانو او کفارو تر منځ مينه او علاقه پيدا نه شي. [أحكام أهل الذمة لابن القيم رحمه الله ص452-455.] رسول الله ﷺ چې مؤمنان د وريښمنو له اغوستلو، همدارنګه د سرو او سپينو زرو په لوښو کې له خوراک او څښاک کولو منعه کړي دي؛ علماؤ يې علت له کفارو سره مشابهت ښودلي ده.
عبد الله ابن عمرو ابن عاص يو ډول جامې په تن وې؛ رسول الله ﷺ ورته وايي: دا دکفارو جامې دي؛ ځکه نو دا مه اغونده! [صحيح مسلم] رسول الله ﷺ فرمايلي: له مشرکينو سره مخالفت وکړئ؛ ږيري پريږدئ او بريتونه کم کړئ. [صحيح مسلم] عبد الله ابن عمرو بن عاص رضي الله عنه وايي: څوک چې له کفارو سره په مهرجان، نوروز او نورو مناسباتو کې دخوشحالي اظهار او ګډون کوي او په دې حالت کې مړ شو؛ نو په قيامت کې به له کفارو سره را پاڅي. [سنن البيهقي الكبرى9/234] شيخ الاسلام ابن تيمييه رح ويلي: کوم يهود او نصارا چې له مسلمانانو سره اوسي؛ دهغوي کفر تر نورو کفارو کم ده، دا شان هغه مسلمانان چې له يهودو او نصاراوو سره ګډ ژوند کوي، ايمان يې تر نورو مسلمانانو کمزوري وي.[ اقتضاء الصراط المستقيم] مسلمانان له دې منعه شو چې له کفارو سره په ښکاره توګه ځانونه برابر کړي؛ ځکه په ښکاره مشابهت دزړه محبت ته لاره هواروي او مسلمان بايد له کافر سره ټينګه کرکه او دښمني ولري.
په نن زمانه کې له هغه وروسته چې له دين سره دمسلمانانو علاقه پرې شوه، جهالت زيات شو، زړونه بدل شو، په مسلمانانو کې د ولاء او براء عقيده ورکه شوه، په خلګو باندې حق او باطل ګډ شو؛ نو يې په نتيجه کې مسلمانانو له کفارو سره په عقيده، کلتور، لباس او عاداتو کې مشابهت او تقليد اختيار کړ لکه: غربي لباس په تن کول، نيک ټايې اچول، په ويښتانو کې لارې جوړول، په لباس کې دکفارو او صليب عکسونه لګول، ځينځيران په غاړه کول، بريتونه پريښودل او ږيره خريل، د سپيو او بيزوګانو ساتل، دکفارو اخترونه او مناسبات لمانځل او….
مسلمانانو ته په کار ده چې خپل اسلامي هيوت له لاسه ورنکړي او له کفارو سره په هر څه کې ژوره کرکه ولري؛ ځکه دا به څومره د شرم خبره وي چې له مسلمانه زيږيدلي، په اسلامي ټولنه کې را لوي شوي او په اسلامي نوم نومول شوي دقيامت په ورځ د يهودو او نصاراوو تر څنګ را پاڅي!!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *