دینې لیکنې

له ديني پلوه د سلام اچولو ارزښت او ټولنيزې ګټې؟!

الله تعالی انسانان مدني طبيعته پيدا کړي دي، په دې معنا چې له نورو انسانانو پرته يوازې ژوند نشي کولی، بلکې هرو مرو به په يوه ټولنه کې ژوند کوي. د اسلام تر راتګ وړاندې انساني ټولنه کې نا امني، فساد او د يو بل وژل او لوټل اوج ته رسېدلي وو، اسلام بېرته انساني ټولنې ته نېکمرغي، امنيت او ډاډ راوړ، لار ورکي انسان ورکه لاره وموندله او د خپل حق معبود او پيداکوونکي سره يې شلېدلې اړيکه بېرته فعاله شوه.
اسلام د نورو بنسټيزو اصلاحاتو ترڅنګ د خلکو ترمنځ يو بل سره د ملاقات او مخامخ کېدو پر مهال ډېره کارول کېدونکې جمله هم اصلاح کړه. تر اسلام وړاندې به د مخامخ کېدو پرمهال ښه راغلاست او ورته نور توري کارول کېدل؛ خو اسلام دغه توري په «السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته» بدل کړل او مسلمانان يې وهڅول، چې د ليدنو کتنو پرمهال دغه ښکلې جمله ووايي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث دی:
حضرت عبدالله بن عمرو رضي الله تعالی عنه روايت کوي، چې يو سړي رسول الله صلی الله عليه وسلم نه وپوښتل: کوم اسلام غوره دی؟ هغه ورته وويل: «چې پر اړمنو ډوډۍ وخورې او په ټولو خلکو، که يې پېژنې يانه، سلام واچوې.»
حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ، قَالَ: حَدَّثَنَا اللَّيْثُ، عَنْ يَزِيدَ بْنِ أَبِي حَبِيبٍ، عَنْ أَبِي الخَيْرِ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو، أَنَّ رَجُلًا سَأَلَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَيُّ الإِسْلاَمِ خَيْرٌ؟ قَالَ: «تُطْعِمُ الطَّعَامَ، وَتَقْرَأُ السَّلاَمَ عَلَى مَنْ عَرَفْتَ وَمَنْ لَمْ تَعْرِفْ» [صحيح بخاري، باب افشاء السلام من الاسلام، رقم الحديث: ۲۸]

په دغې ښکلې جمله کې د اخروي ثوابونو او فضيلتونو ژمنه شوې او مسلمانان هڅول شوي، چې د سلام پوره کلمات وکاروي او پوره ثواب ترلاسه کړي، دغه راز په چا چې سلام ويل شوی، هغه ته هم لارښوونه شوې، چې تر سلام کوونکي په ښه ډول د سلام ځواب ووايي او يايې د هغه په څېر ځواب کړي، الله تعالی فرمايي: (النساء:۸۶)
ژباړه: او كله چې سلام درته وويل شو نو تر هغه لا ښه سلام ورته ووايئ يا هماغه ور وګرځوئ، بې شكه الله په هرڅه ښه حساب كوونكى دى.
د اخروي ثوابونو او فضيلتونو سربېره په دغې جمله کې د امن او ډاډ پيغام هم پروت دی، داسې چې څوک په چا سلام اچوي، هغه ژمنه کوي چې ستا وينه، مال او عزت زما له لوري خوندي دی، دغه راز دويم کس چې د سلام ځواب وايي، هغه هم ورته ژمنه کوي او په کومه ټولنه کې چې د خلکو وينه/ځان، مال او عزت خوندي وي، هلته امن، ډاډ او سکون وي او هغه ټولنه په رښتينې معنا نېکمرغه ګڼل کيږي.

م. بلال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *