دینې لیکنې

سرسايه او زکات

مفتي محمدصادق صديقي
سرسايه او زکات پر چا باندې واجبېږي او هر هغه څوک چې د نصاب مالک نه وي، نو آيا سرسايه پرې شته او که نه؟
الجواب: زکات او سرسايه يعنې صدقۀ فطر پر هغه چا واجبېږي چې د نصاب مالک وي، که هغه نارينه وي او که ښځينه، د زکات او سرسايې نصاب د سپينو زرو (200) درهم دي، چې ددې معادل (612.35) شپږ سوه دوولس اعشاريه پنځه دېرش ګرامه کېږي اوس ددې قيمت په افغانيو سره معلوموو.
په افغانستان کې اوس يو ګرام (خالص 24 عيار) سپين زر په (64.5) افغانۍ دي چي ټولې :
نهه دېرش زره څلور سوه شپږ نوي اعشاريه پنځه افغانۍ کېږي.
او د سرو زرو نصاب (‏‏20‏‏) مثقاله دي چې دا شل مثقاله د (‏‏85‏‏) ګرامو خالص سرو زرو سره برابر دي ( يو مثقال له 4.25‏ ګرام سره برابر دي .)
د سرو زرو (۲۰) مثقاله له (۸۵ ) ګرامو سره په هغه صورت کې سمون خوري چې سره زر خالص وي يعني ۲۴ عيار وي .
که چېرې له سرو زرو سره بل شی کډ وي يوازې د سرو زرو فيصدي حسابېږي مثلاً:
د (۲۱) عيار سرو زرو نصاب (۹۷) ګرامه کيږي ځکه په دغه عيار کې (0.875 ) فيصده سره زر دي .
د (۱۷) يا (۱۸) عيار سرو زرو نصاب (۱۱۳) ګرامه کېږي ځکه په دغه عيار کې (0.75) فيصده سره زر دي. تحقيق : مجمع الفقه الاسلامي و اللجنة الدائمة السعودية و علماء الاکاديمية الاسلامية العالمية
آيا سره زر له سپينو زرو سره د نصاب په تکميل کې يو ځای کېږي؟
داسې چې يو کس څه اندازه سپين زر ولري او څه اندازه سره زر .
د جمهورو فقهاوو (الحنفيه ، مالکيه او احمد ) په نزد سپين زر له سرو زرو سره د نصاب د پوره کيدو لپاره جمع کيږي ځکه ګټه او نفع يې يوه ده او دواړه د اخيستلو او خرڅولو لپاره کاريږي.الموسوعة الفقهية : ۲۳/۲۶۷ .
په مستعملو زرو کې هم زکات شته ؟
د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد کله چې زر د زکات نصاب ته ورسېږي هغه که د استعمال لپاره وي او يا د استعمال لپاره نه وي په دواړو ډولو کې زکات واجب دی ځکه په دواړو حالاتو کې کنز بلل کېږي په دليل د دغو لاندې احاديثو :
عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنْه روايت کوي: ژباړه: يوه ښځه له خپلې لور سره د جناب نبي اکرم حضور ته ورغله د نجلي په لاس کې د سرو زرو يا طلا بنګړي وو . رسول الله صلي الله عليه وسلم ور ته وويل : ايا ددې بنګړيو زکات ور کوې ؟ ويې ويل : نه رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل : آيا ته دا خوښوې چې د قيامت په ورځ الله تعالی تا ته د اور بنګړې در واغوندي ؟ (عبدالله بن عمر ) وايي نجلۍ بنګړي له خپلو لاسونو وويستل او پيغمبر صلي الله عليه وسلم ته يې وړاندې کړل او ويې ويل : دا دې د الله او د هغه د رسول وي ››.رواه ابوداود (۱۵۶۳) ترمذي(۶۳۷) ، نسائي(۲۴۷۹)،دارقطني(۲/۱۱۲) بالسناد صحيح و حسن.
رواه ابوداود (۱۵۶۴)، دارقطني (۲/۱۰۵) و حاکم (۱/۳۹۰)(۱۴۳۸) حاکم دغه حديث صحيح بللی او ذهبي هم ور سره موافق دی .
ژباړه: (ما به د سرو زرو يا طلا زيورات اچول له رسول الله صلي الله عليه وسلم نه مې پوښتنه وکړه چې ايا دا هم په حکم د کنز دی ؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل : هر هغه څه چې د زکات نصاب ته ورسيږي او د هغه زکات ادا شي هغه کنز نه دي).
نو که يو څوک له خپل حاجت اصلي 39496.5 نهه دېرش زره څلور سوه شپږ نوي اعشاريه پنځه افغانۍ اضافه ولري او يا د 85 ګرامو ۲۴ عيار سره زر ولري او قرض ور باندې نه وي، دغه کس صاحب د نصاب دی هم به زکات ورکوي او هم سرسايه.
حاجت اصلي څه شي ته وايي؟
حاجت اصلي په شريعت کې هغه شي ته ويل کيږي چي د هغه ماسوا انسان ژوند نشي کولای، چې دا په دوه ډوله دي:
۱: حاجت اصلي حقيقي:
دا هغه شيان دي چې که دغه شيان نه وي، نو د انسان د هلاکت خطر وي، لکه نفقه، اخراجات، کور، د جنګ آلات، د ګرمۍ او يخ کالي.
۲: حاجت اصلي تقديري:
دا هغه شيان دي چې انسان ددې شيانو په فکر کې وي او ضروري يې ګڼي لکه د قرض اداء کول، د کسب سامان آلات، دکور اړين سامانونه، د سورلۍ لپاره حيوان يا موټر، موټر سايکل .
دې ته حاجت اصلي ويل کېږي، که چېرته له حاجت اصلي د نصاب په اندازه روپۍ اضافه وي، نو سرسايه به ورکړي او که کال پرې تېر شي بيا پرې زکات هم شته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *