دینې لیکنې

روژه څنګه ونيسو او څه پکې ترسره کړو !؟

روژه د رحمتونو، مغفرتونو او د دوزخ له اورڅخه د خلاصون میاشت ده او دغه میاشت په کال کې یوځل  پر مسلمانانو فرض شوې ده .

د دې برکتي میاشتې په وړاندې ټول مسلمانان مکلف دي، چې دخدای (ج) عبادتونه له نورو میاشتو زیات  ترسره کړي. په دې میاشت کې یوه نیکي په لسو نیکیو حسابیږي او دلوی څښتن تعالی عبادت  ترسره کول  له نورو میاشتو څو برابره ثوابونه يې زیات دي.

روژه د مسلمانانو لپاره یوه عظیمه او له برکتونو ډکه میاشت ده، چې د بنده ګانو دعاګانې پکې قبلیږي، مؤمنو مسلمانانو ته دجنت دروازې خلاصې او لوی لوی شیطانان په یاده میاشت کې تړل شوې وي.

دغه مبارکه میاشت څومره دمسلمانانو لپاره یوه چانسي میاشت ده، چې د الهي او نبوي ارشاداتو له مخې مسلمانان وکړای شي روژه له ټولو اسلامي اصولو سره سمه ونیسي او ترڅنګ يې  د الله تعالی لپاره ډیر عبادتونه ترسره، د بیوزلو او بې وسو له حال او احواله ځان خبر کړي.

روژه دې ته نشو ویلای، چې کله پېشلمی وکړو، بیا تر ماښامه پورې هېڅ څه ونه خورو او  ونه څښو؛ بلکې روژه دې ته وايي، چې د مسلمان  دبدن هر غړی روژه وي، هغه دا چې مسلمان باید په پوره ډول پر خپلې ژبې واکمن واوسي له ناوړو او ناروا خبرو، درواغ او غیبت نه ځان وساتي.

 دسترګو روژه  په دې مانا چې مسلمانان دې ناروا څیزونو ته  ونه ګوري، لکه  نامحرمو ښځو، بربنډو فلمونو او داسې نور.  دلاسونو روژه؛ د خلکو مال ته  لاس ورنه وړل شي او له حرامو څیزونو ډډه وشي. د پښو روژه ؛ حرامو ځایونو ته د تللو مخنیوي دې وشي.

نور غړي هم شته چې یادونه يې وخت نیسي، خو  دا هغه مهم د انسان ظاهري غړي دي، چې ډیر کارونه  پرې ترسره کېږي. مانا داچې  هر غړی دبدن سړی باید په خپل واک کې ولري، لکه څنګه چې پورته دمسلمانانو دبدن دغړو د مخنیوي او د نه کېدو لپاره څرګندونې وشوې، نو اوس يې لازم ګڼو چې په دغې میاشت کې د یادو غړو کارول په کوم ډول ترسره شي، چې زموږ  روژه نیول په بشپړه  توګه او په اسلامي چوکاټ برابره وي.

په ژبه خلکو ته ښې خبرې، د دین او اسلام په اړه زده  شوې معلومات ترنورو  رسول، له درواغو، سپکو او سپورو ویناوو، غیبت او نورو خبرو  ژبه ساتل دي . پر سترګو د خپلو ګاونډیانو او بېوزلو کورنیو ځان خبرول . په لاسونو خلکو سره مادي مرستې کول، پر پښو مزل  د جوماتونو او هغه  لوري ته ورتلل، چې دالله تعالی عبادت او د اسلام په اړه خبرې پکې کېږي .

زموږ په ګران هیواد کې ډېرې بې وسه کورنۍ شته ، چې د انساني همدردۍ له مخې او د ثوابونو د ګټلو  لپاره  شتمن کسان دې  بې سارې هڅې وکړي، چې د دغو ناچارو او غریبو کورنیو سره یوڅه اندازه مرسته او لاسنیوی وکړي، دخپلو مالونو او شتمنیو زکات دې همدغو کسانو ته ورکړي، چې د ژوند چارې يې پرې ښې شي.

همدارنګه ملي سوداګر او هټیوال دې د خپلو ورځنیو سوداګریزو توکو د پیر او پلور پر مهال له عدل نه کارواخلي، د لوړو بیو څخه دې ډډه وکړي، چې دلوی څښتن تعالی رضا خپله کړي او د بېوسو وګړو ژوند څه ناڅه پرې ښه تېر شي او د ځان لپاره به يې ثوابونه ګټلي وي.

خدای دې ټولو مؤمنو مسلمانانو ته لا توفیق ورکړي، چې دغه الهي میاشت په سمه توګه روژه ونیسي او د بېوزلو لاسنیوی وکړای شي.

شېرمحمدامیني ستانکزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *