دینې لیکنې

د ښځو حقوق چا پر ځای کړي او څوک يې تر پښو لاندې کوي؟

ضياءالحق أزهر

۱- الله (ج) ښځه له آذان او اقامة کولو څخه د هغې د عفت او نرمۍ د ساتنې په موخه منعه کړې، خو تش په نامه د بشر حقوق غوښتونکي بيا هغې ته اجازه ورکوي، چې په کانسرټونو کې سندرې ووايي.
۲ – الله (ج) پر ښځو د جمعې او جماعت سره لمونځ د هغوی د عفت او حياء د ساتنې په موخه لازم او واجب نه ګڼي، خو دوی بيا ورته اجازه ورکوي ،چې په لوړو لوړو سټيجونو اداکاري، ډول ډول تمثيلونه او ډرامې وړاندې کړي.
۳- الله (ج)ښځې ((په صفا او مروه کې)) د نارينه وو په څېر له ځغاستې د هغوی د عفت او حياء د ساتنې په موخه منعه کړي، خو دوی بيا ښځې د اولمپيک او ځغاستې په سياليو کې د ګډون اتلانې ګڼي.
۴ـ الله (ج) ور څخه د محرم په نه شتون کې د هغوی د عفت او حياء د ساتنې په موخه د ((اسلام له ارکانو يو رکن حج)) ساقط کړی، خو دوی بيا ښځې له محرم پرته چکر او ډول ډول خوښيو ته بيرون ويستلي دي.
۵ـ الله (ج) ورڅخه د دين د ملاتړ لپاره د ((جګړې ډګر (جهاد) ته د وتلو حکم)) د هغوی د ښځېتوب او عفت د ساتنې په موخه ساقط کړی، خو دوی بيا ښځې د لوبو نندارې، د تعقيبولو او د سپورتي ټيمونو د هڅولو لپاره بيرون ويستلي دي.
۶- الله (ج) ښځې د پايزيب له استعمال څخه منعه کړي، تر څو چې غږ يې څوک وانه اوري او د خلکو توجه جلب نه کړي، خو دوی بيا ښځې سينګار شوې، معطرې، او په مصنوعي پوډرو د خپلې ښکلا ښکاره کوونکې بېرون ته له کوره ويستلي وي.
دوی په اصل کې د ښځو د آزادۍ غوښتونکي نه، بلکې د نا مشروع جنسي اشباع د آسانۍ په موخه هغو ته د لاسرسۍ آزادي غواړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *