دینې لیکنې

د صدقي ورکولو فضيلت او مقام

غوره صدقه کومه يوه ده، فقيه ابو الليث سمر قندي خپل سند سره روايت کوی چې ابوذر وفرمايل: لمونځ داسلام ستنه ده، جهاد دعمل اوچت مقام دی او صدقه يو عجيب څيز دی .صدقه يو عجيب څيز دی صدقه يو عجیب څیز دی ددوی نه دروژي مبارکي په اړه پوښتنه وشوه ،نو وي فر مايل چې هوو نيك عمل دی خو فضيلت هغه نه دی. پوښتنه وکړای شوه: کومه صدقه غوره ده؟ نو وي فر مايل چې ډيره وي او ډيره وي او بيا يې دا مبارک آيات کريمه ولوستلو .يعني تاسو کامل خير نشي حاصلولی تر څو پوري چې خپل خوښ څيز خرڅ نه کړئ. پوښتنه وشوه چې که له چا سره نه وي؟ ويې فرمايل چې کوم مال هم بچ شي صدقه دي کړي. پوښتنه وشوه چې چا سره داهم نه وي ،ويې فرمايل چې کوم مال هم پاتې وي هم صحيح ده پوښتنه وشوه چې چا سره داهم نه وي ؟ خپل طاقت سره دي دچا تعاون او مرسته وکړي پوښتنه وشوه چې د ا هم ونه کړای شي ؟وي فرمايل داور نه دي بچ شي .که د کجوري يو ه تکړه هم وي وردې کړي. پوښتنه وشوه چې که څوک د ا هم ونه کړي ؟ هغه وويل: هغه دي په ځان قابو وساتي .يعني پر چا دي ظلم نه کوي په يو روايت کې دي چې هغوي دامضمون پخپله له نبی کریم ص نه نقل کړو. شومتيا دکفر شعبه ده او سخاوت دايمان شعبه ده .حضرت ابو الدرداراوي دی چې نبي کريم ص ارشاد وفرمایل چې کله هم لمر راخېږې، نو دهغه دواړو غاړو ته دوه فرښتي مقررې وي چې دا غږ او آواز کوي کوم چي د پيريانو او انسانانو نه غير ټول د ځمکې والا يې اوري چې ای خلکو! خپل رب ته منډه کړي بیشکه لږ مال چي کافي شي له هغه ډير مال نه بهتر دی چې کوم غفلت پيدا کړي اودوه فرښتي اواز کوي، ای الله خپل مال پر ځای يعني نيکو کارونو کې خرچ کوونکي ته نعم البدل يعني ښه بدله ورکړه او داسي موقع باندي شومتيا کونکي مال زر تباه او برباد کړي . دعابد او بخيل واقعه: فقيه فرمايي: ما د خپل پلار نه واوريدل هغه فرمايل چي د حضرت عيسی عليه السلام زمانه کی يو کس د خپلې شومتيا په وجه ملعون مشهور و. هغه ته يوه ورځ يو کس راغي چې د جهاد اراده يې لرله .ويې ويل اے ملعونه ماله څه وسله راکړه چې جهاد کې زما پکار راشي او ستا لپاره به د دوزخ نه د خلاصي سامان وي. هغه مخ واړولو او څه يې ورنه کړه،هغه کس واپس روان شو .ملعون ته پښيمانتيا وشوه هغه ته يې آواز ورکړو او خپله توره يې ورکړه. سړي توره واخيسته او واپس شو. لاره کې يې عيسي عليه السلام سره ملاقات وشو هغوي سره يو عابد هم و،چې د اويا کالو عبادت کی مشغول و .حضرت عيسی عليه السلام د هغه سړي نه تپوس وکړ چې دا توره دي د چا نه راوړي؟ هغه کس وويل: ملعون راکړي حضرت عيسی عليه السلام د ملعون دي صدقي سره ډير خوشاله شو .دلته ملعون خپلي دروازي سره ناست و، چی حضرت عیسی علیه السلام دعابد سره تير شو د ملعون زړه کې راغلل چې زه يو واري د حضرت عيسی عليه السلام او د هغوي د ملګري عابد مخ يو نظر ګورم .ملعون ودريده او هغوی ته يي کتل شروع کړل ،نو عابد وويل چې زه خو له دي ملعون نه تښتم چېرته خپل اور کې ما ونه سوځوي الله تعالی حضرت عيسی عليه السلام طرف ته وحي راوليږله چې زما بنده ته ووايه چې دغه ګنهګار د هغه د صدقې په وجه او ستا د محبت په وجه ما بښلی دی او ده ته دا هم ووايه چې هغه به جنت کي ستا ملګري وي، عابد ووت. په خداي مي دي قسم وي، ماته هغه سره جنت ته تلل هم خوښ نه دي او نه زما داسي ملګري خوښ دي .دي خبره باندي حضرت عيسی عليه السلام ته الله جل جلاله وحی راوليږله چې زما دي بنده ته ووايه چي تاته زما فيصله خوښه رانغله او زما يو بنده تا سپک وګاڼه ،ددي دپاره ما ته ملعون او دوزخي جوړ کړي او ستا د جنت محلونه مو د دوزخ سره بدل کړل. اوس ما ستا د جنت والا درجي خپل هغه بنده دپاره او د هغه دوزخ والا ځای ستا دپاره فيصله کړې دے . الله ج دي موږ او تاسو ټولو مسلمانانو وروڼو ته په دي باندي دعمل کولو توفیق رانصيب کړي امين ثم امين.

مولوي عبدالجبار درويش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *