دینې لیکنې

د سنتو پیروي کول

د سجده سهوې په اړه د رسول الله ﷺ تعلیمات

سهوه په لغت کې هېرېدلو ته وايي او د فقهاؤ په اصطلاح هغه عمل چې په لمانځه کې د پيدا شوي خلل د پوره کولو په موخه د لمانځه په آخر کې ادا کيږي د سهوې سجده بلل کيږي.

سجده سهوه که د نقصان او د زیادت په وجه واجب سوی وي، د اداء کولو طریقه یي د احنافو په نزد په دې ډول ده چي: آخره ناسته کي تر التحیات لوستلو وروسته دي راسته اړخ ته سلام وګرځوي، وروسته دې سجدة سهوه وکړي، له سجدة سهوه کولو وروسته دي التحیات او درود شریف ووایي او سلام دي وګرځوي.

  • د ابي حثمةؓ نه روایت دی چې د حضور ﷺ نه به په لمانځه کې سهوه هم کیدله (صحیح ابن خزیمه ص ۱۲۶)
  • که د حضور ﷺ نه به سهوه وشوه نو سجده سهوه به یی اداء کوله …حضرت مسعود ؓ فرمایی چې د پنځو رکعتو په ورکولوخلکو حضور ﷺته وویل چې پنځه رکعته مو وکړل ،نو حضورﷺ دوه سجدې وکړې او سلام یی وګرځولو او وی فرمایل چې زه هم یو انسان یم. هیره رانه کیږي څنګه چې تاسو نه هیره کیږي (ابن خزیمه ۱۲۳،۱)
  • د حضرت عمران بن حصین ؓ نه روایت دی چې حضور ﷺ د عصر په لمونځ کې په دریو رکعتو سلام وګرځولو بیا حضور ﷺ هغه رکعت پوره کړ کوم چې یی پریښی و، سلام یی وګرځولو او بیا یی دوه سجدې اداء کړې بیا یی د لمونځ سلام وګرځولو(ترمذي ۹۰)
  • د حضرت عبدالله ؓ نه روایت دی چې حضور ﷺ پنځه رکعته لمونځ وکړ او وویل شول چې په لمونځ کې زیاتوالی شوی دی ؟ حضور ﷺ وفرمایل چې نه او دوه سجدې یی اداء کړې (ابن خزیمه ص۱۳۱)
  • حضرت عبدالرحمن بن عوف ؓ د حضور ﷺ نه روایت کوي چې حضور ﷺ وفرمایل: کله چې په تاسو کې د یو کس نه په لمونځ کې هیره وشي معلومه نه ده چې یو یی لوستلی دی که دوه یی لوستلي دي، نو یو ګڼلو سره دی لمونځ پوره کړي او که شک ورته وشي چې دوه دی او که درې، نو دوه دې وګڼي لمونځ دي پوره کړي. که په دریوو او.څلورو کې شک وشي،نو په دریوو دې بنا وکړي او د سلام نه مخکې دې دوه سجدې وکړي (طحطاوي ۲۵۱،۱)
  • د حضرت مغیره بن شعبة ؓ نه روایت دی چې حضور ﷺ وفرمایل: کله چې امام او یا مقتدې په دوو رکعتو پاڅیدل شروع کړي که ور یاد شي په پوره طور د اوریدو نه مخکې نو بیا دې کیني که پوره ودریږي، نو بیا دې نه کیني او دوه سجدې د سهوې دې وکړي (سنن دارامي ۳۷۸)
  • که له مقتدي سهوه وشي، نو په خپله سجده نه کول سنت دي او په مقتدې باندې سجده سهوه نشته ،بلکه امام د دې لپاره کافي دی (سنن کبری ص ۳۵۲)
  • که د سمع الله پر ځای یی الله أكبر وویل نو سجده سهوه نشته (مسند عبدالرزاق ص۳۲۸)

چونکه د سمع الله ولمن حمده ویل سنت دی نو دسنتو په سهوه باندې سجده نشته.

  • د حضرت ابن مسعود ؓ نه روایت دی چې حضور ﷺ پنځه رکعتونه وکړل ،نو سجده سهوه یی وکړه (بخاری ومسلم ۱۶۳)
  • له دې معلومه شوه چې په زاید کیدو باندې به سجده سهوه کوي .فقهاوو بیان کړی دی چې یو رکعت به بل هم ورسره یوځای کړي چې څلور فرض او دوه نفل شي په دې شرط چې د تشهد نه په هیره پاڅیدل وي د سجده سهوې نه بعد تشهد لوستل او بیا سلام ګرځول سنت دي (ترمذي ۹۰)
  • په وتر کې که دعاء قنوت پاتې شوه، نو سجده سهوه لازمه ده (سنن کبری ۳۵۰،۲)
  • په لمونځ کې که آخوا او دې خوا خبرې راشي او ذهن منتشر شي، نو سجده سهوه نشته.(بخاري۷۹۴)
  • که سجده سهو واجب شوې وه او بیا هیره شوو، سجده کول یی یاد نه و او پاڅیدلو خبرې يې کړې نه وي ،نو فوراً به کیني سجده سهوه به وکړي. په دې شرط چې خبرې یی نه وي کړي (عبدالرزاق ۳۳۴،۲)

هغه صورتونه چې سجده سهوه لازمېږي .

۱- د لمانځه له واجباتو څخه که په هيره سره کوم واجب پاتي شي. لکه الحمدلله ،تشهد يا جلسه ،مګر که قصداً ترک شي لمونځ فاسديږي. په سجده سهوه نه پوره کيږي (هنديه ) .

۲- د کوم واجب په اداء کولو کې که تاخير يا ځنډ راشي (دومره ځنډ چې په څومره وخت کې يوه رکوع يا سجده کيدای شي ) که په هيره سره وي يا څه فکر کولو لکه د الحمدلله نه وروسته د سورت په ضم يا پيوسته کولو کې سړی خاموش ودريږي له څه ځنډ وروسته سورت شروع کړي .

  • ۳- د کوم فرض په اداء کولو کې که تاخير راشي. مثلاً: د سورت نه وروسته ځنډ وشي ورسته له څه ځنډ نه رکوع وکړي .

۴- کوم فرض که دوه ځلي ادا شي .مثلاً: په يوه ځل دوې رکوع وکړي .

۵- د څه واجبو کيفيت بدل شي :

  • الف ) په کومو لمونځوکې چې په خفيه سره سورت لوستل کيږي هغه د امام له خوا په زوره وويل شي يا د ورو ويلو پرځاي په زوره وويل شي، که په دې سلسله کې پوره سورت وويل شي يا دومره چې په څومره وخت کې يوه رکوع يا يوه سجده کيدای شي نو په دې صورت سجده سهوه لازميږي .
  • ب) دفرضو په اولو دواړو رکعتو کې يا يو رکعت کې که سورت هير شي، نو که څلور رکعتي لمونځ وي ، په آخريو دوو رکعتونو کې يې ويل پکار دي او د دي ترتيب د بدليدو په وجه سجده سهوه لازميږي .

د سجدې سهوې په مختلفو طريقو کې بهترينه طريقه

پوښتنه : (الف) سجده سهوه له التحيات ويلو وروسته، له درود شريف او دعا دمخه پکار دى؟.

ب : آيا له سجده سهوه وروسته التحيات، درود شريف او دعا دوباره ويل کيږي؟.

ج : شافعيان عموماً له سجدې سهوې سمدستي وروسته سلام ګرځوي، آيا دا طريقه زموږ له مسلک سره برابره ده؟.

ځواب : سجده سهوه له سلام دمخه هم روا ده او وروسته هم، د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد بهترينه طريقه هغه ده کومه چې په (الف) او (ب) کې ذکر کړ شوې دى (آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٢، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٢٥، باب سجود السهو.).

پوښتنه : که چيرته امام په جهري لمانځه کې سورت فاتحه بيخي پټه ووايي، يا يې په سري لمانځه کې په زوره ووايي او له ور په ياد کيدو وروسته تر کومه ځایه يې چې ويلې وي له هماغه ځاى څخه يې سمه کړي يا يې له سره بيا ولولي، نو په داسې غلطي کولو سره لمونځ کيږي او که نه؟ سجده سهوه لازميږي او که نه؟ او تر کومه ځايه په لوستلو باندې يې سجده سهوه لازميږي؟.

ځواب : په جهري لمانځه کې د دريو آيتونو په اندازه په هيره په پټ ويلو سره سجده سهوه لازميږي، همدا ډول حکم د سري لمانځه هم دى او که چيرته يې هغه په زوره نه وي لوستلې بلکې يوازې سورت يې په زوره لوستلى وي، نو چې سجده سهوه وکړاى شي هم لمونځ صحي کيږي (فتاوى محموديه، ٧ : ٤٠٥، بحواله : ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب سجود السهو، ج : ٢، ص : ٨١ – ٨٢، وکذا في الحلبي الکبير، ص : ٤٥٧، فصل في سجود السهو، وکذا في البحر الرائق، کتاب الصلوة، باب سجود السهو، ج : ٢، ص : ١٧٠.).

پوښتنه : که د سجده سهوه له سلام څخه مخکې او له تشهد (التحيات) وروسته درود شريف او دعا هم وويل شي نو دا څنګه ده؟

ځواب : ځينو علماؤ احتياطاً دا غوره کړی چې له سجده سهوه مخکې تشهد (التحيات) درود شريف او دعا وويل شي او له سجده سهوه وروسته هم همدا دری شيان وويل شي، ويل يې بهتر دي او په نه ويلو کې هم کوم نقصان نشته (تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٣).

پوښتنه : که يوه کس يوه رکوع(د تلاوت رکوع) په دوو رکعتونو کې مکرره ولوستله او سجده سهوه يې ونه کړه نو لمونځ يې کيږي او که نه؟.

ځواب : په دې صورت کې لمونځ کيږي او سجده سهوه نه واجبيږي (فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٢٨٥، بحواله : ردالمحتار، فصل في القراءة، ج : ١، ص : ٥٠١).

پوښتنه : که يو امام درېيم رکعت ته پورته شو او الحمد لله يې په زوره وويله، له دوو دريو آيتونو وروسته ور په ياد شول، نو چوپ شو، پوښتنه دا ده چې په دې سره سجده سهوه واجبيږي او که نه؟.

ځواب : که چيرته درې آيتونه په زوره ووايي، نو سجده سهوه واجبيږي (فتاوى محموديه، ٧ : ٤٠٧، بحواله : البحر الرائق، باب سجود السهو، ج : ٢، ص : ١٧٠، وکذا في التنوير مع ردالمختار، کتاب الصلوة، باب سجود السهو، ج : ٢، ص : ٨١.).

پوښتنه : که چيرته د اخترونو په لمانځه کې زيات تکبيرونه کوم چې واجب دي ونه ويل شي او رکوع ته ولاړ شي، نو په داسې صورت کې سجده سهوه واجب ده او که نه؟ او که چيرته سجده سهوه ونه کړاى شي، نو لمونځ فاسديږي او که نه؟.

ځواب : په دې امام باندې سجده سهوه واجب ده، مګر د اخترد لمانځه له امله ترينه ساقطه ده. (فتاوى فريديه، ٢ : ٦٣٨، بحواله : الدرالمختار مع ردالمختار، ج : ١، ص : ٥٥٦، باب سجود السهو.).

پوښتنه : که چيرته يو امام په لمانځه کې له قرائت دمخه تقريباً د دريو تسبيحاتو په اندازه چوپ پاتې شي او وروسته د سورت فاتحه قرائت شروع کړي ،نو په دې صورت کې سجده سهوه لازميږي او که نه؟.

ځواب : په مذکوره صورت کې که چيرته واقعاً امام چوپ پاتې شوى وي او د تعوذ، بسم الله او بل څه په ويلو کې مشغول نه و، نو سجده سهوه لازمه ده او که چيرته يې سجده سهوه ونه کړه نو د لمانځه را ګرځول ضروري دي (فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢٢٩، بحواله : حاشية الطحطاوي، ص : ٤٧٤، الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٥٤٣.).

پوښتنه : که يو امام په لمانځه کې سهوه شو، سجده سهوه يې ونکړه او د سلام له ګرځولو وروسته يې خبرې وکړې، د خبرو له کولو وروسته يې سجده سهوه وکړه او سجده سهوه يې له سلام پرته وکړه؟.

ځواب : د خبرو له کولو وروسته په سجده سهوه سره لمونځ نه کيږي او سجده سهوه کول له سلام وروسته پکار دى (کفايت المفتي، ٣ : ٤١٦، بحواله : التنوير وشرحه، باب سجود السهو، ج : ٢، ص : ٩١، التنوير، باب سجود السهو، ج : ٢، ص : ٧٧.).

پوښتنه : په لمانځه کې معمولي شانته خطا وشوه او سجده سهوه کول هير شول، نو په وروسته کې په څه ډول لمونځ اداء کړاى شي؟ او له لمانځه وروسته سجده سهوه کيدلاى شي او که نه؟.

ځواب : که چيرته غلطي داسې وي د کومې له امله چې سجده سهوه واجب وي، نو د سلام له ګرځولو وروسته تر څو چې کوم مفسد صلاة عمل ونکړى شي نو سجده سهوه کيدلاى شي او له دې وروسته لمونځ پوره کيدلاى شي او که چيرته کوم مفسد صلاة عمل وکړاى شي، د بيلګې په توګه خبرې وکړاى شي يا له قبلې څخه سينه وګرځول شي بيا لمونځ له سره را ګرځول کيږي (فتاوى عثماني، ١، ص : ٤٩٤.).

پوښتنه : که په درې رکعتيز او څلور رکعتيز لمانځه کې په درېيم او څلورم رکعت کې له سورت فاتحه وروسته سورت وويل شي ،نو سجده سهوه لازميږي او که نه؟.

ځواب : په مذکوره صورت کې سجده سهوه لازم نه ده (فتاوى رحيميه، ٥ : ١٨٢، بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٤٢٧، باب صفة الصلوة قبيل مطلب کل شفع من النفل صلاة.).

پوښتنه : په لمانځه کې چې کله کومه غلطي وشي ،نو سجده سهوه لازميږي، مګر په ځينو وختونو کې سجده سهوه کول هم هير شي، نو په داسې صورت کې څه کول پکار دي؟.

ځواب : که چيرته داسې کومه غلطي وکړاى شي د کومې له امله چې سجده سهوه لازمه شي او بيا سجده سهوه ونکړاى شي نو د لمانځه را ګرځول واجب دي (آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٤، بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٤٥٧، مطلب کل صلاة اديت مع کراهة التحريم تجب اعادتها.).

پوښتنه : د تراويح په لمانځه کې که چيرته پر يوه امام باندې سجده سهوه واجب شي او د لا علمي له امله امام سجده سهوه ونکړي، وروسته معلومه شوه چې سجده سهوه واجب شوې وه، نو د دغه لمانځه را ګرځول ضروري دي او که نه؟ او که چيرته يې امام په جماعت سره را ونګرځوي آيا مقتدي يوازې هغه را ګرځولاى شي او که نه؟.

ځواب : په مذکوره صورت کې د دغه لمانځه را ګرځول ضروري دي او کله چې امام صاحب د هغه اعاده ونکړي نو مقتدي يې په يوازې ځان را ګرځولاى شي (فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢٣١، بحواله : الدرالمختار، ج : ٢، ص : ١٤٧، منحة الخالق علي هامش البحر الرائق، ج : ٢، ص : ٧٨).

پوښتنه : سجده سهوه يواځې په فرض يا واجب لمنځونو کې واجب ده او که په ټولو لمنځونو کې؟

ځواب : په ټولو لمنځونو کې د سجده سهوه حکم يو دی (تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٤.).

پوښتنه : که چيرته د فاتحه پر ځاى التحيات يا د التحيات پر ځاى فاتحه وويل شي نو سجده سهوه لازميږي او که نه؟.

ځواب : هو ! په دواړو صورتونو کې د واجبو د ترک له امله سجده سهوه لازميږي (فتاوى رحيميه، ٥ : ١٨٤، بحواله : فتاوى عالمګيري، ج : ١، ص : ١٢٧، الباب الثاني عشر في سجود السهو.).

پوښتنه : که يو کس په سجده کې د سبحان ربي الاعلي پر ځاى سبحان ربي العظيم ووايي او د سر له راپورته کولو وروسته سمع الله لمن حمده ووايي، بيا ربنا لک الحمد ووايي، بيا الله اکبر ووايي او دويمې سجدې ته ولاړ شي، نو په داسې صورت کې څه کول پکار دي؟.

ځواب : په هيره په داسې کولو نه لمونځ فاسديږي او نه سجده سهوه لازميږي (فتاوى محموديه، ٧ : ٤١٧، بحواله : الفتاوى العالمګيرية، الباب الثاني عشر في سجود السهو، ج : ١، ص : ١٢٦.).

پوښتنه : که چيرته د کوم وخت فرض لمونځ قضاء کړاى شي، نو آيا په قضائي لمانځه کې هم سجده سهوه کول لازم دي؟ که چيرته لازمه وي نو په اخري رکعت کې اداء کيږي او که جلا اداء کيږي؟.

ځواب : لمونځ که اداء وي او که قضاء وي، فرض وي که واجب وي او که سنت وي، کله چې په هغو کې داسې څه هير کړای شي د کوم له امله چې سجده سهوه واجبيږي، يا د لمانځه په کوم فرض کې ځنډ راشي، يا د لمانځه په کوم واجب کې ځنډ (تاخير) راشي نو سجده سهوه لازميږي او سجده سهوه تل (هميشه) د اخيرې التحيات له (عبده ورسوله) ويلو وروسته کيږي او د سجدې سهوې له کولو وروسته دوباره التحيات، درود شريف او دعا له ويلو وروسته سلام ګرځول کيږي (آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٥، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٢٦، باب سجود السهو).

پوښتنه : د اخترونو لمونځ له شپږو تکبيرونو سره دوه رکعته واجب دى، که چيرته د امام يو تکبير هير شي نو سجده سهوه به کوي او که لمونځ به را ګرځوي؟.

ځواب : د سجدې سهوې په کولو سره لمونځ کيږي (کفايت المفتي، ٣ : ٤١٨، بحواله : عالمګيرية، الباب الثاني عشر في سجود السهو، ج : ١، ص : ١٢٨).

پوښتنه : که چيرته يوه کس د لمانځه له شروع کولو وروسته سورت فاتحه له نيمايي زياته لوستلې وه، بيا ور په ياد شول چې ثناء يې نه ده لوستلې، وروسته يې ثناء او سورت فاتحه دوباره ولوستل نو په دې صورت کې سجده سهوه لازميږي او که نه؟.

ځواب : په لمانځه کې دننه چې څومره سنت دي په هغو کې چې هر يو سنت مات شي نو سجده سهوه نه لازميږي (فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢٤٩، بحواله : حاشية الطحطاوي، ص : ٢٥٠، الشامي، ج : ٢، ص : ١٥٦.).

البته که کوم واجب عمل پريښودل شي نو سجده سهوه لازميږي، په بيان کړاى شوي صورت کې د ثناء په پريښودلو يا د ثناء لوري ته په بيا راتلو سره سجده سهوه نه لازميږي، مګر د سورت فاتحه د تکرار له امله چونکه د سورت په يو ځاى کولو کې ځنډ راغى او دا چې ځنډ نه کول واجب دي نو له همدې امله سجده سهوه واجب ده

نور بیا إن شاء الله…

وحیدالله عمر المدني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *