دینې لیکنې

د سنتو پیروي کول

د ښځو د لمانځه طریقه

په تیرو برخو کې مو د لمانځه په اړه د رسول الله ﷺ سنت طریقه وړاندې کړه اوس دا خبره چې آیا ښځې هم باید د سړو په شان لمونځ وکړئ او که نه د ښځو د لمانځه طریقه جدا ده؟
ځېنې خلک وایي چې احناف د ښځې او سړي رکوع او سجده کولو کې توپیر یا داسې نور توپیرونه له ځانه کوي ، شرعي دلیل نه لري، حال دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي (صلوا کما رأیتموني اصلي ) یعنې زما په شان لمونځ وکړئ دا خطاب ښځو او سړو ټولو ته دی. باید دواړه په یو ډول لمونځ ادا کړي . ایا د دوی دا خبره صحیح ده ؟
الجواب وبالله التوفیق :
لکه څنګه چې د ښځې او سړي بدني پیدایښت ( جوړښت ) کې فرق شته همداسې شریعت په شرعي احکامو کې لکه طهارت ، روژه ، حج او په ځانګړي ډول د لمانځه په ځینو مسایلو کې هم توپیر کړی دی . ترڅو مېرمنو ته کامل ډول سره ستر ( پرده ) راشي ، اندامونه یې پټ وي او څرګند نه شي .
او ډېری داسې احادیث مبارکه شته چې په هغو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښځو ته په رکوع او سجده کې د راغونډېدو امر کړی دی او ورته یې ویلي دي چې ښځه د سړي په شان نه ده .
د امت اجماع هم پر دې ده چې باید د ښځې او سړي د لمانځه په ځینو رکنونو کې توپیر وشي .
الدلیل علی ذلک :
عن یزید بن حبیب رضی الله عنه انه صلی الله علیه وسلم مر علی امرأتین تصلیان ، فقال اذا صلیتما فضما بعض اللحم الی الارض فان المرأة لیست فی ذلک کالرجل .
رواه ابوداود فی مراسیله والبیهقي . مخ : ۱۱۷
عن ابن عمر رضی الله عنهما مرفوعا : اذا جلست المرأة فی الصلاة وضعت فخذها علی فخذها الاخری فاذا سجدت الصقت بطنها علی فخذها کاستر ما یکون فان الله تعالی ینظر الیها فیقول یا ملئکتي اشهدکم ان قد غفرت لها .اعلاء السننن ، ټوک ۳ ، مخ : ۳۱
دا چې د ښځو د لمانځه طریقه بیله ده نو دا تاسې او دا هم د ښځو د لمانځه طریقه.
– د ښځو لپاره مخکې له دې چې لمونځ شروع کړي د ټول جسم پټول ضروري دي صرف مخ، دواړه تلي او دواړه قدمونه دې پټ نه وي د بعضې ښځو د مړوندو نه پورته لاسونه د سر ویښته لوڅ پاتې شي دې سره لمونځ نه کیږي .
– د ښځو لپاره لاسونه تر اوږو پورې اوچتول سنت دي
– دواړه لاسونه به په لوپټه یا څادر کې د ننه اوږو پورې اوچتوي د لوپټې او یا څادر نه به یی بهر نه را وباسي
– د لمانځه لپاره داسي نری پوړنی استعمالول په کوم کي چي سر، غاړه، حلق او تر حلق لاندي ډیره برخه معلومیږي، همدا راز بازوګان، څنګلي او مړوندونه نه سي پټ یا هم لیڅي ښکاره پاتې سي، نو په داسي حالت کی لمونځ بالکل نه صحیح کیږي. لهذا د لمانځه پر وخت د ټول بدن د پټولو خاص خیال وساتئ او ددې مقصد له پاره پنډ پوړنی استعمال کړئ.
– که چیري د لمانځه په منځ کي د مخ ، لاسو او پښو څخه ماسیوا د بدن کوم غړی د څلورمي برخي د دریو(۳) وارو سبحان الله په اندازه ښکاره سي، نو لمونځ یې نه صحیح کیږي او که تر دې کم وخت ښکاره سي نو صحیح کیږي مګر ګناهکاره ده.
– په لمانځه کي داسي کالي اغوستل مکروه دي کوم چي په دنیا کي د انسانانو په مخ کي یې نه اغوندي.
د لمانځه د شروع کولو په وخت کي
۱: په زړه کي دي دا نیت وکړي چي فلانی لمونځ کوم، په ژبه سره د نیت الفاظ ویل ضروري نه دي.
۲. دواړه لاسونه دي د پوړني څخه راو باسي د سینې سره دي داسي پورته کړي، چي ورغوي د قبلې طرف ته او ګوتي سیده وي، البته ښځي دي تر غوږو پوري لاسونه نه پورته کوي.
۳. د پورتنۍ طریقي مطابق د لاسونو د پورته کولو په وخت کي دي الله اکبر ووايي دواړه لاسونه دي پر سینه بې له حلقې په داسي طریقه سره ونیسي ، چي د راسته لاس ورغوی د چپه لاس پر شا راسي ، ښځي دي د نارینه په ډول لاسونه پر نامه نه کړۍ کوي.
– ښځې به لاسونه په سینه ږدي ،د راسته لاس تلی به د چپه لاس په تلي باندي ږدي .
– په رکوع کې به ښځې ملا نه برابروي بلکې لږ به یی ښکته کیږي .
– په رکوع کې به ښځې په ګونډو باندې ګوتې یوځای ږدي خلاصې او فراخه به یی نږدي .
– په رکوع کې به پښې بالکل نیغې نه ساتي بلکې ګونډې به مخې طرف ته وباسئ
– په رکوع کې به د ښځو مټي او اړخ(تخرګ)سره یو ځای او لګیدلي وي جدا به ترې نه وي
– دواړه قدمونه به یی هم یو ځای وي د قدم په درمیان کې به یی فاصله او فرق نه وي
– په رکوع کې به یی دواړه ګونډې هم نږدې نږدې وي
– ښځې به سجدې ته داسې ځې چې سینه یی ښکته وي
– ښځې به د سجدې حالت کې تمام اندامونه یو بل سره یو ځای او لږیدلي ساتي یعنې خیټه به یی له ورنونو سره او مټي به له تخرګونو سره یو ځای وي همدارنګه تمام اعضاء به یی یو بل سره میلاو شوي وي
– څنګلي به لاسونو سره پر ځمکې خوروي
– د کیناستلو حالت کې به خپل قدمونه ښي طرف ته راوباسي پر مقعد به کیني یعنې مقعد به پر ځمکه کیږدي او د راسته پښې پوندې به د چپه پښې په قدم کیږدي او په چپه کوناټو به کیني .
– د دوو سجدو په منح کې او په تمام تشهد کې خواه که اول وي اویا آخر داسې به کیني
– په سجده کې او د ناستې په حالت کې به یی ګوتې یو بل سره میلاو شوې وي د دې په منځ کې به جدا والی نه وي
– د سهار لمونځ د ښځو لپاره د صبح صادق نه بعد په جلتی سره په تیاره کې مسنون دي
– ښځو لپاره په لمانځه کې په زوره قرائت کول ممنوع دي
– د ښځو جماعت مکروه دی که دا جماعت د فرائضو وي او که د نوافلو وی.
– ښځې د تراویحو لمونځ په کورونو کې جماعت سره سړو پسې کولای شي.
(سنت حبیب ﷺ د مولانا اختر حسین بهلول لپوری(
– ښځو لپاره په مسجد کې تنها یا جماعت کې شریک کیدو سره لمونځ کول ممنوع دي (شامي ۵۰۴،۱)
نور بیا إن شاء الله…

وحیدالله عمر المدني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *