دینې لیکنې

د سنتو پیروي کول

د جمعې فضایل او د جمعې د لمانځه سنن او آداب

په دې برخه کې به إن شاء الله د جمعې فضایل ، د جمعې د لمانځه سنن او آداب او همدارنګه د خطبې په اړه خبرې وشي ،نو الله ﷻ دې موږ ټولو ته د عمل کولو توفیق رانصیب کړي. آمین

مخکې له دې چې موضوع ته داخل شو اول باید د جمعې لغوي او اصطلاحي تعریف وکړو.
جمعه په لغت کې هغې ورځې ته وایي چې په کې جمع کېدلی شي.

له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه چا پوښتنه وکړه چې د جمعې پر ورځې ولې دا نوم ایښودل شوی؟ نبی علیه السلام ورته وفرمایل: دا ځکه چې په دې ورځ ستا د پلار آدم علیه السلام طین ( خټه) برابره شوي اوجمع شوي ده ( رواه احمد)

په اصطلاحي معنا کې یې علماء په دوو ډلو تقسیم شوي دي. اول تعریف:«هر هغه ځای ته ویل کیږي کوم کې چې امیر او قاضي وي چې داحکامو په جاري کولواو دشرعي سزاګانو په قائمولو باندې قادر وي»
دوهم تعریف.:« هر هغه ځای ته ویل کیږي چې دومره اندازه خلک ولري که په یو لوی مسجد کې سره راجمع شي  و نه ځايېږي»

د جمعې فضایل:

  • جمعه له عید سعید الفطر او لوی اختر نه هم افضله ده (ابن ماجه ص ۷۶)
  • د جمعې ورځ د مسلمانانو د اختر ورځ ده (مجمع الزواید ص ۱۷۳)
  • د جمعې دوه رکعته د نورو ورځو له زرو رکعاتو افضل دی (کنز الاعمال ۷۱۹،۷)
  • په مدینه منوره کې د جمعې د لمونځ ثواب له یو لاک لمونځونو زیات دی(مجمع الزواید ۱۴۸،۳)
  • د جمعې په ورځ او شپه کې اهل برزخ (اهل قبور)سره خصوصي رعایت کیږي (شرح ابوداوود ۲۰۳)
  • څوک چې د جمعې په ورځ وفات شي د قبر عذاب نه هم محفوظ اود شهادت هم مالک دی(مرقات ۲۴۲،۳)
  • د جمعې په لمانځه کې سورة الغاشیه او سورة الاعلی لوستل سنت دي (ابوداوود ۱۶۰)
  • د جمعې په لمونځ کې سورة الجمعه او سورة الغاشیه لوستل سنت دې (مسلم ۲۸۸)
  • د شب جمعې په مغرب کې سورة الکافرون او سورة الاخلاص لوستل سنت دي (اتحاف السعادة المتقین ۲۹۵،۳)
  • په عشاء کې سورة الجمعه او سورة المنافقون لوستل سنت دي (اتحاف السعادة المتقین ۲۹۵،۳)
  • په شب جمعې کې چې څوک سورة الدخان ولولي ثواب يې اووه واړه ځمکې او آسمانونه راګیروي (ترغیب ۵۱۴)
  • څوک چې په شب جمعې کې سورة یاسین ولولي د هغه مغفرت به وشي (ترغیب ۵۱۴)
  • د جمعې په ورځ د فجر په لمانځه کې سورة الم السجده او سورة الدهر لوستل سنت دي (بخاری ۱۲۲)
  • د جمعې د لمانځه لپاره پیاده تلل سنت دي (ترمذي ۱۱۱)
  • د جمعې په ورځ د مسجد صفائي سنت ده (مجمع الزوائد ۱۱،۲)
  • د جمعې په ورځ له ټولو نه اول تحیة المسجد کول سنت دي (صحاح الستة )
  • د جمعې په ورځ دوه رکعته لمونځ په جماعت سره وي (ابن ماجه ۱۷۴)
  • له جمعې نه مخکې او ورسته څلور رکعته په یوه سلام سره کول سنت دي (عمدة القاري ۲۵۰،۶)
  • له جمعې نه بعد دوه رکعته سنت دي (مسلم ۲۸۸)
  • د جمعې په ورځ له آذانه مخکې ژر تر ژره تلل سنت دي نسائي (۲۰۰،۱)
  • له ټولو اول بدعت د جمعې لپاره وخت سره نه تلل دی (سنن کبری ۲۳۸،۳)
  • چاچې د جمعې غسل وکړ او سحر ژر لاړ او امام سره نږدې کیناست خاموش و او لغوه حرکت یی ونکړ، نو هغه ته به د هر قدم بدله کې د یو کال د روژې او د لمانځه ثواب میلاویږي (ابن ماجه ۷۸)
  • د جمعې په ورځ دوه آذانونه کول سنت دي (بخاری ۱۲۵)
  • د جمعې په ورځ له اول آذان نه بعد تمام کارونه ممنوع او حرام دي (معارف ۸)

د جمعې د لمانځه سنتونه :

مخکې له دې چې د لمانځه سنت طریقه بیان کړو اول په دی خبره پوهیدل ضرور دي چې د جمعې لمونځ څه وخت فرض شوی دی.

د جمعې لمونځ څه وخت فرض شوی دی؟

  • کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له مکې مکرمې نه مدینې منورې ته هجرت شروع کړ، نو په قباء مقام کې د عمرو بن عوف په محله کې څوارلس ورځې پاتې شو. په دې وخت کې یې د یو جومات بنیاد کېښود چې په اسلام کې ورته له ټولو لومړۍ جومات ویلی شي او په قرآن کریم کې له دغه جوماته په ( لمسجدٌ اُسِّسَ علی التَّقوی) سره تعبیر شوی دی بیا چې کله نبی علیه السلام دجمعې په ورځ دقباء نه دمدینې په طرف روان شو ،نو په لاره کې د سالم بن عوف په محله کې دجمعې دلمانځه وخت راغی، نو نبی علیه السلام له خپلې سپرلۍ نه راکوز شو. په دې جومات کې یې دجمعې لمونځ اداء کړ . دا دجمعې لومړۍ لمونځ و، چې نبی علیه السلام ادا کړ او په سوونو مسمانان پکې شریک شول.

د جمعې په لمانځه کې د رسول الله ﷺ سنت طریقه په لاندې ډول وه:

  • له زوال نه بعد بغیر له تأ خیره د جمعې لمونځ کول سنت دي (ابن ماجه و مسلم ۷۷)
  • د جمعې په ورځ د نوکانو،بریتونو او ویښتانو صفایي سنت ده(سنن کبری ۲۴۴،۳)
  • جمعې لپاره غسل کول سنت دی (بخاری ۱۲۰)
  • له فجر نه د جمعې د لمانځه تر وخته پورې غسل کول سنت دي (سنت حبیب ﷺ ۴۰۴)
  • د زنانه وو او ماشومانولپاره هم غسل کول سنت دي(ابن ابی شیبه ۱۰۰،۲)
  • د غسل جنابت نه علاوه د جمعې غسل کول سنت دی(ترغیب ۳۹۷،۱)
  • د جمعې د لمانځه لپاره مسواک وهل سنت دی (بخاری ۱۲۱)
  • د عطرو او خشبو اهتمام سنت دی (بخاری ۱۲۴)
  • د جمعې په ورځ بهتر لباس اغوستل سنت دي (ابن ماجه ۷۷)
  • د جمعې لپاره خاص لباس ساتل او اغوستل يې سنت دي (مطالب عالیه ۱۷۱،۱)
  • د جمعې غسل سره د جمعې لمونځ کول بهتر دي (ابن ابی شیبه ۹۹،۲)
  • پر مریض ،مسافر ،زنانه ،ماشوم او غلام باندې د جمعې لمونځ واجب نه دی.(دار القطني ۳،۲)

د خطبې بیان او سنت :

  • کله چې آذان یا خطبه شروع شي ،نو راتلونکی به بل عام لمونځ نه کوي (مجمع الزوائد ۱۸۴)
  • حضور ﷺ به د خطبې په وخت کې خلکو ته د کیناستلو حکم فرمایلو (سنن کبری ۳)
  • په خطبه کې لاس اوچتول اوحرکت ورکول خلاف سنت دي (ترمذي )
  • امام چې کله په ممبر کیني، نو د خلکو مخ به د امام طرف ته وي (سنن کبری ۱۹۸)
  • چې امام ممبر ته لاړ شي ، نو سلام کول سنت دي(سنن کبری ۲۰۵)
  • په جمعې کې دوه خطبې ورکول سنت دي(بخاري ۱۲۷،۱)
  • خطبه په ولاړه ورکول سنت دي (بخاری ۱۲۵)
  • د جمعې خطبه په ممبر ورکول سنت دي (ابن ماجه ۷۷)
  • د دوو خطبو په درمیان کې کیناستل سنت دي (ابوداوود ۱۵۸)
  • لمونځ اوږد او خطبه مختصر کول سنت دي (دارامي ۳۶۵،۱)
  • خطبه په اوچت آواز سره ویل سنت ده(مسلم ،ابن ماجه ۲۸۵)
  • په خطبه کې له حمد ، ثناء او درود نه بعد امابعد ویل سنت دي(بخاری ۱۲۷)
  • خطبه په خاموشي او سکون سره اوریدل سنت دي (سنن کبری ۲۲۳)
  • د خطبې دوران کې خبرو کولو والا د …. په شان دی (ابن ابی شیبه ۱۲۵)
  • له خطبې نه بعد له اقامت نه مخکې خبرې کولای شي (الفتح الرباني ۱۰۰،۶)
  • د څټونو د پاسه اوړېدل خلاف سنت دي (ترمذي۱۱۴)
  • د لمونځ نه مخکې حلقه جوړولو سره کیناستل خلاف سنت دي (سنن کبری ۲۳۴)
  • که مسجد کې خوب ورته راشي نو خپل ځای بدلول سنت دي (سنن کبری ۲۳۷)
  • چې امام ممبر ته راشي نو خبرې او لمونځ خلاف سنت دی (کنزالاعمال ۷۴۵،۷)
  • حضور ﷺ به د خطبې د آذان ځواب ورکولو د دې حدیث مبارک نه معلومه شوه چې خطیب به د مؤذن ځواب کوي، مګر مقتدیان به د خطبې د آذان ځواب نه ورکوي، بلکې خاموش به اوسي (دُر مختار)
  • د جمعې په ورځ د جمعې نه مخکې وعظ کول سنت دی (مستدرک حاکم ۱۰۸،۱)
  • د جمعې او د عیدینو خطبه په عربي کې کول سنت او لازم دي عمدة الرعایه)

د جمعې په ورځ د درود لوستلو فضیلت :

درود شریف په هر وخت او هره ورځ ویل غوره عمل دی، ليکن د جُمعې په ورځ زیات ویل نور هم غوره عمل او غوره سنت دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :  بېشکه ستاسې له غوره ورځو څخه د جُمعې ورځ ده، نوبیا په دې ورځ پر ما باندې زیات درود ووایاست، ځکه ستاسې درود ماته را رسیږي.(سنن ابی داود)

  • د جمعې په ورځ درود لوستل سنت دي (ترغیب ۵۰۳)
  • د جمعې په ورځ زر ۱۰۰۰ ځله درود لوستلو والا به د مرګ نه اول په جنت کې خپل کور ویني (ترغیب ۵۰۱)
  • حضور ﷺ وفرمایل: څوک چې د جمعې په ورځ سورة الکهف ولولي اته ورځې به د فتنو نه محفوظ وي اوکه دجال راووځي ،نو د هغه له فتنې نه به هم محفوظ وي (سنت حبیب ﷺ ۴۰۹)
  • له جمعې نه بعد احباب او رفقاوو ته تلل او څه خوړل څښل سنت دي (بخاري ۸۱۳،۲)
  • د جمعې نه بعد اخیستل او خرڅول سنت دي (مجنع الزوائد ۹۴)
  • د جمعې په ورځ خوراک ،قیلوله د جمعې نه بعد سنت دی (بخاری ۱۲۹)
  • د جمعې په ورځ د سفر اجازت شته (کنزالاعمال )
  • د جمعې وخت چې راشي نو په سفر مه وځئ تر دې پورې چې د جمعې لمونځ وکړئ (ابن ابي شیبه ۱۰۶)
  • د حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی: که چیرې د جمعې په ورځ د مازدیګر له لمانځه وروسته په داسې حالت کې چې د جانماز( د لمانځه ځای)څخه یو مسلمان اوچت نه شي او دغه لاندی ذکر شوی درود شریف اتیا(۸۰) ځله ووایی الله تعالی به ورته د اتیا کلونو د عبادت ثواب ورکړی او هم به ورته د اتیا کلونو د صغیره(وړو) ګناهونو معافي وشي!!!  نو راځی په شریکه دغه درود شریف ووایو!!!
    الهًمَ صَلِ عَلَي مُحَمَدٍ النَبِي اُلمِئِ وَ عَلَي ألِهِ وَسَلِمُ تَسلِيمَا

وحیدالله عمر المدني

نوربیا إن شاء الله..

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *