دینې لیکنې

د سنتو پیروي کول

د سفر لمونځ

سفرعربي کليمه  ده او د انسان له یو ځای څخه بل ځای ته له هرې لارې یا د وخت په هر وخت کې تګ راتګ ته سفر ویل کیږي. سفر د ترانسپورتي وسیلې په واسطه یا پرته له ترانسپورتي وسیلې ترسره کیدلای شي.

  • دسفرقصداوپه قصدسره عمل كول چې په شرعى سفرسره ياديږى په احكاموكښى تغيرراوړى لكه د روژى خوړل او دڅلور ركعته لمو نځ په بدل كى دوه ركعته لمونځ كول، كه د سفرقصد نه وى چې پر ټوله نړۍ راوګرځى ،مسافرنه دى.
  • همدارنګه كه دسفرنيت وكړى اوپه سفريې شروع كړى نه وى هم مسافرنه بلل كيږى.
  • د سفرمسافه دمقصد ترځاى پورى پر وچه لاره د اوښ په ميانه تګ يا پياده (پلى) ميانه تګ د درېو ورځولاره ده .شپه نه حسابيږى ،ځكه چې شپه د اسراحت لپاره ده، په سفركى له سهار نه ترماښامه تګ شرط نه دى ،ځكه چې لمونځ كول، ډوډۍ خوړل اواسرحت كول هم په سفر كى داخل دى. لكه چې په فتاواووكى وايى :كه څوك د ورځى له سره بياترماسپښين پورى تګ وكړى داسراحت ځاى ته ورسيږى هلته شپه تيره كړى دوهمه اودرېيمه ورځ همداشان وكړى نو شرعى مسافردى، په هدايه كى وايى چې اندازه په فراسخو سره معتبره ده چې په ضعيف روايت يوويشت (٢١) فرسخه اوفتوى پراتلس (١٨) فرسخه ده .
  • كه څوك د درېو ورځولاره دموټرپه ذريعه په لس (١٠) ساعته كې يادالوتكى په ذريعه په يوه ساعت كى قطع كړى شرعى مسافر دى .
  • د وچى دلارى تګ د اوبوله لارى سره برابرنه دى ځكه هره لاره ځان ته تعين دوخت غواړى.
  • دامام اعظم اوبوحنيفه (رح) په حكم مسافربه څلورركعتيزه فرض لمونځ دوه ركعته اداكوى اضافه تردوه ركعته روانه دى كه ېې له دوه ركعته اضافه فرض لمونځ وكړ ګنهګاردى، كه فرض لمونځ څلورركعته داسى وكړى چې وروسته له اولو دوو ركعتوپه قدردالتحيات ناسته وكړى نواول دوه ركعته ېې فرض او آخر دوه ركعته ئې نفل شول، مګردغه لمونځ كونكۍ ګنهګارشو،ځكه چې د دوو ركعتوفرضوسلام وځنډېده، همدارنګه كه وروسته له اولو دوو ركعتوناسته ونه كړى اوڅلورركعته فرض ادا كړى فرض لمونځ يې باطل شواوپه نفل سره بدل شو.
  • دامام محمدبن ادريس شافعى (رح) په حكم د مسافر څلور ركعته فرض لمونځ عزيمت دى او دوه ركعته يې رخصت دى، دسهاراوماښام لمونځونه مسافر ندى ،ځكه كموالى هم په كى نشته، په سفركى چې څوك آرام وى دلمانځه سنت دى نه پريږدى كه يې تلوارووچې موټرورنه ته يادسفرملګرى ناراضه كـيدل نوسنت دى پريږدى .
  • څوك چې په نيت دسفرله كوره ووت چې د خپلې استوګنې ښار يا كلى له آباديونه تيرشى دسفرلمونځ به كوى، ترڅوچې داقامت نيت پنځلس ورځى يااضافه ترپنځلس ورځوپه كوم بل ښارياكلى كى كوى، دغه پنځلس ورځى يا اضافه مذهب دامام اعظم ابو حنيفه (رح) دى اوروايت ئې عبدالله بن عباس (رض) اوعبدالله بن عمر(رض) كړيدى.
  • دعسكرنيت دقبول وړنه دى ،بلكې داميرنيت معتبردى .همدارنګه د ښځى د اقامت نيت اعتبارنلرى دميړه نيت ئې معتبردى،
  • دسفرلمونځ له نيت وروسته پر مسافرلازم دى، كه مسافرنيت له پنځلس ورځونه كم وكړنولمونځ به پوره نه كوى ځكه چې مسافردى يعنى دڅلور ركعته فرض پرځاى به دوه ركعته كوى. همدارنګه كه دمقصد منزل ته ورسيږى اونيت د اوسيدويې له پنځلس ورځونه كم وو،خوپنځلس ورځى ئې تيرى كړى بيائې هم داسى نيت ووچې نن ياسبابه ځم اوپه دغه ترتيب كلونه ورباندى تيرشول، لمونځ به پوره نه كوى دوه ركعته د سفرلمونځ به كوى ،ځكه چې مسافردى، له بيهقى نه په صحيح سندسره روايت دى چې عبدالله بن عمر(رض) په آذ بايجان كى شپږ مياشتى او انس (رض) په نيشاپوركى شپږ مياشتى تيرى كړى لمونځونه ئې دوه ركعته مسافرانه كول.
  • كه موټرچلوونكى كوم بل ښارته باروړى وى او د بيرته راتلولپاره دبارپه لټه كى وى چې نن يا سبا به بارپيدا شى ،له دى ښارنه ځم پدغه اميدكى مياشتى پرې تيرى شى لمونځ به دوه ركعته مسافرانه كوى.
  • همدارازهغه دسپرلى وړونكۍ موټرچلونكۍ چې د خپلې استوګنې له ښاره ووزى لمونځ به مسافرانه كوى. كله چې بيرته خپل ښارته راشى پوره لمونځ به كوى.
  • د اسلام عسكر چې دغزالپاره دكفروطن ته ننوزى ترڅوچې فتح ئې كړى نه وى په مابين كې د قرار او فرار وى، د اقامت نيت ئې صحيح نه دى.
  • مسافرچې په مقيم امام پسى اقتداوكړى اودلمانځه وخت نورهم پاتې وى نوپرځان ئې متابعت دامام لازم كړكه په اول دلمانځه كې شريك شوي وى كه په آخركى لمونځ به پوره څلورركعته كوى.
  • د مسافر د قضائى لمونځ اقتدا دمقيم امام په قضائى لمونځ پسى روانه ده ،ځكه چې دمسافرقضائى لمونځ په متابعت دامام څلورركعته نشى كيداى.
  • كه امام مسافر و او مقتديان مقيم وو، امام دى خپل دوه ركعته لمونځ وكړى او سلام دى وګرځوى. مقيم خلک دى سلام نه ګرځوى او خپل لمونځ دى داسى اداءكړى چې په پاتې ركعتوكى دى هيڅ قرائت نه وايى .په قدر د الحمد لله دى خاموش ودريږى، ځكه چې دوى خلف الامام دى.
  • پرامام باندى مستحب ده چې وروسته له سلام نه پرمقتديا نو ږغ وكړى (زه مسافريم تاسى خپل لمونځونه پوره كړى) ددى ويناګټه داده چه مقيم خلک پوه شى چې په پاتې لمانځه كى قرائت ونه وايى، په ابوداود او ترمذى كښى ليكلى دى چې رسول الله (ص) چې مكى ته مسافرراغلى و او د مكى خلکوته ئې لمونځ وركړ وروسته له سلام نه ئې داسى ويناوكړه:
  • كله چې مسافرخپل داستوګنى ښارياكلى ته راورسيږى لمونځ به پوره كوى. كه څه هم د اقامت نيت ئې كړى نه وى ځكه چې په خپل ښاركښى داقامت نيت ته حاجت نشته.
  • كه څوك داستو ګنى ښارياكلى بدل كړى ،يعنى كوم بل ښارياكلى ئې داستوګنى لپاره غوره كړبياپه سفر ولاړى اوهغه اول استوګنځى ته ورسيدى لمونځ به پوره نه كوى، ځكه چې مسافردى،
  • كه حاجى نيت داقامت وكړ چه پنځلس ورځى به په مكه شريفه اومنى كى تيروم نيت داقامت ئې صحيح نه دى ځكه چې په نيت كى دوه ځايه چې فاصله سره لرى وويل شوه،
  • همدارنګه كه يوازى مكى شريفى ته ورغى اوپه مكه مكرمه كى دپنځلسو ورځوداوسيدووخت نه و، داقامت نيت ئې صحيح نه دى. لمونځ دى پوره نه كوى ځكه چې مسافر دى.
  • دامام ابوحنيفه (رح) په مذهب مسافرلره جمع كول د دوو لمونځو دفعل په لحاظ روادى اودوخت په لحاظ روانه دى يعنى مسافرته روادى چې دماسپښين لمونځ د وخت آخر ته وځنډوى او دمازديګرلمونځ دوخت په اول كښى وكړى، دغه رنګه دماښام او ماخوستن لمونځونه سره جمع كړى چې دغه عمل په جمع صورى سره ياديږى،
  • جمع حقيقى (جمع وقتى) دوه ځايه رواده لكه په عرفات كى چې دمازديګرلمونځ دماسپښين په وخت كښى اداكيږى چې دتقدم جمع بلل كيږى اودماښام لمونځ دماخستن په وخت كښى اداكيږى چه دځنډ جمع بلل كيږى، په احاديثوكښى چه درسول الله (ص) دجمع روايت شويدى .مقصدئې جمع صورى ده، په نورومذهبوكى جمع حقيقى په هرعذر روا ده لكه سفر، باران، ناروغى اوداسى نور.
  • دغه راز دامام ابوحنيفه (رح) په مذهب په كښتۍ كښى په هرحال لمونځ په ناستى روادى مګرامام ابويوسف (رح) اوامام محمد (رح) وايى چې بي له عذره روانه دى .
  • كه په سفركى لمونځ قضاء شى اوپه كوركى ئې قضاء راوړى نود دوو ركعتودسفردلمونځ قضاء به راوړى،
  • كه له مقيم نه لمونځ قضاء شوغوښتل ئې چې په سفركى ئې قضاء راوړى دڅلوروركعتوقضاء به راوړى،
  • فرمان وړونكۍ اوګنهګارپه سفركى يوشان رخصت دى .يعنى دواړوته كسردلمانځه او د روژى خوړل روادى ځكه چې دقرآنكريم دالبقره سورت په (١٨۴) آيت كى الله (ج) فرمايلى دى: يعنى كه څوك ستاسونه په روژه كى ناروغ وى ياپه سفركى وى او روژه وخورى نو روژه نيول په شماردخوړل شويو ورځوپه نورو ورځوكى ورباندى لازم دي پدغه آيت مبارك كى د ګنهګاراو فرمان وړونكى توپيرنشته، په حديث شريف كى راغلى دى د﴿صلوة المسافر ركعتان﴾ يعنى د مسافرلمونځ دوه ركعته دى، په حديث شريف كى هم دفرمان وړونكى اوګنهګارتوپيرنشته، امام شافعى (رح) وايى چې ګنهګار ته رخصت نشته
  • په سفر کې څلور رکعاتو ولا لمونځ دوه رکعته کول سنت دي (بخاري۱۴۹،۱)
  • که د امن په حالت کې وي او یا سټړی نه وي بیا به هم دوه رکعته کوي (ترمذی ۱۲۲)
  • د اته څلویښت میلو نه او یا (د ٧٨ کیلو مترو) د ارادې په سفر کې به یی دوه رکعته کول (مسلم ۲۴۲)
  • په سفر کې آذن سره لمونځ کول سنت دی(مختصراً بخاری ۸۸)
  • که د مسافر کیدو باوجود امامت کوي نو د مقتدیانو لپاره اعلان سنت دی (مشکوة ۱۸۸)
  • د مقیم مسافر پسې پوره لمونځ کول سنت دي (مصنف عبدالرزاق )
  • په سفر کې د شپې له خوا په سپرلۍ کې تهجد کول سنت دي(بخاری ۱۴۹)
  • د سفر کولو نه مخکې او د سفر کولو نه بعد بیرته رارسیدو سره دوه رکعته لمونځ سنت دی (طبراني )

په سفر کي سنت کول څنګه دي؟

عبدالغفار جبیر صاحب په دې اړه داسې اقوال را نقل کړي دي:

۱: له ابراهیم څخه روایت دی چي حضرت عمر رضی الله عنه او ابن مسعود رضی الله عنه دواړو په سفر کي د فرضو څخه هم مخکي او هم وروسته سنت اداء کول. (رواه عبدالرزاق، کنزالعمال حدیث: ۲۲۷۹۱) (حاشیه ابن ماجه: ۷۵، ترمذی: ۱۲۳)

۲: د حضرت عمر رضی الله عنه څخه روایت دی،چي ویې فرمایل: په سفر کي لمونځ (څلور رکعتیزه فرض لمونځ) دوه دی او د څاښت لمونځ دوه رکعته دی، د اشراق لمونځ هم دوه رکعته دی، دا مکمل کیږي، په دې کي قصر نه کیږي. الجامع لعبدالرزاق،

یادونه: له دې حدیث څخه مطلب دادی چي په سفر کي څلور رکعتیزه لمونځ نیمايي کیږي، خو په نفلو او سنتو کي قصر نه کیږي، دا به پوره کیږي.

۳: مختار قول دادی چی که چیري وېره وه نو سنت دي پرېښودل سي او که وېره نه وه او امن او سکون وو بیا ښه خبره داده چي سنت اداء کړای سی. (فتاوی فریدیه ۱/ ۵۸۸)

۴: که چیري په شرعي سفر کي تلوار و، د موټر یا عمومي عرادې څخه کښته کېدل نه و، په دغه حالت کي صرف فرض کفایت کوي او که چیري د عرادې څخه کښته کېدل و، تلوار نه و بیا په دغه حالت کي سنت مؤکده کول داسي حکم لري لکه چي یوکس چي د اقامت په حالت کي وي. (الدر المختار ۲/ ۱۳۱، نجم الفتاوی ۲/ ۴۰۷، احسن الفتاوی ۴/ ۱۴۲، کتاب الفتاوی ۲/ ۴۶۹، جامع الفتاوی ۵/ ۲۶۴، فتاوی رحمیمیه ۵/ ۱۶۶، فتاوی عالمګیری ۱/ ۸۹، رسائل الارکان: ۱۴۴، البحرالرائق ۲/ ۲۲۹، فتاوی محمودیه ۷/ ۵۱۶)

په نقليه وسايطو کې لکه طياره ، موټر،ګاډي او کښتۍ کې د لمونځ کولو طريقه :

  • که په وسائطو کې خالی ځای وي د سر ګرځيدلو او چپه کيدو ويره نه وي ،نو په ولاړه لمونځ کول پکار دي، مګر که د دې امکان نه وي په ناسته سره لمونځ اداء کيږي د سجدې او رکوع پر ځای به اشاره کوي چې د سجدې لپاره به د رکوع په نسبت لږ څه ډيرښکته کيږي .
  • په لومړی سر کې به خپل مخ د قبلي طرف ته کوي. وروسته چې سورلی هري خواته درومې همغې خواته به لمونځ کوي ،ځکه چې دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم عادت شريفه و، چې کله به يې د سفر په حالت کې په سورلی لمونځ کولو، نو خپله سورلی به يې د قبلی طرف ته برابره کړه تکبير تحريمه به يې وويلو او وروسته به چې هر لورې ته تله همغې خواته به يې لمونځ کولو ( احمد او ابوداود )

نوربیا ان شاء الله …

وحیدالله عمر المدني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *