دینې لیکنې

د سنتو پیروي کول

سنت لمونځونه)نوافل)

د اشراق لمونځ:

  • صلوة اشراق دوه رکعته کول سنت دي(مختصر ابن ماجه۱۸)
  • د اشراق د لمونځ ثواب مقبول حج او عمره ده(ترمذي ۱۳۱)
  • اشراق سره په جسم جهنم حرامیږي (ترغیب ۲۹۶،۱)
  • د اشراق لمونځ سره که د سمندر د ځګ نه زیات ګناهونه وي هم معاف کیږي (اعلاء السنن ۲۶،۷)
  • د فجر نه طلوع آفتاب پورې پر مصلی کیناستل او ذکر کول سنت دي (صحیح ابن خزیمه۳۷۳،۲)
  • په یوه حدیث کې راځی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی ؛ چې کوم سړی د سهار لمونځ په جماعت سره ادا کړی او بیا تر لمر راختو پوری هلته کښینی او د الله تعالی ذکر کوی بیا یی دوه رکعته اشراق وکړی نو ده ته د یوه حج او عمری په اندازه ثواب ورکول کیږی د پوره حج او عمرې ، د پوره حج او عمرې ، د پوره حج او عمری .( حص حصین) .

د اشرق لمونځ په کور که په مسجد کې؟

  • د حضرت عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل:
    الا ادلکم علی قوم افضل غنیمة و اسرع رجعة قوم شهدوا صلاة الصبح ثم جلسوا فی مجالسهم یذکرون الله حتی طلعت الشمس فاولئک اسرع رجعة و افضل غنیمة. ترمذی
    په  دې حدیث شریف کي راغلي دي چي د سهار لمونځ وکړي او بیا هلته کښېني، یعني د اشراق لمونځ په مسجد کي کول له کوره افضل دي.
  • په بل حدیث شریف کي راځي:د حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چاچي د سهار لمونځ په جماعت سره وکړ، بیا کښېنستئ د الله ذکر یې کاوه تر څو چي لمر راوختئ بیا یې دوه رکعته لمونځ وکړ، ده ته د یوه حج او یوې عمرې ثواب ورکړل سو، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د تأکید لپاره وویل چي د پوره حج او پوره عمرې ثواب ورکړ سو.
    له دې مبارک حدیث څخه هم معلومیږي چي د سهار د لمانځه څخه وروسته چي کښېنستئ (په مسجد کي)، نو ځکه د اشراق لمونځ په مسجد کي تر کور افضل او ثواب لري.
    تقریباً د لمر ختو څخه ۱۵ یا ۲۰ دقیقې وروسته د اشراق وخت دی.
    (کتاب الفتاوی ج: ۲، ص: ۳۶۳، ۳۶۴)

د څاښت لمونځ:

  • د څاښت لمونځ اته رکعته کول سنت دي (بخاری ۱۵۷)
  • د څاښت لمونځ څلور رکعته کول سنت دي (مسلم ۲۴۹)
  • د څاښت لمونځ دوه رکعته کول هم سنت دي (زاد المعاد۳۴۸،۱)
  • د څاښت لمونځ شپږ رکعته کول هم سنت دي (مجمع الزوائد ۲۳۷،۲)
  • د څاښت لمونځ به يې کله ترک کولو هم (ترمذي ۱۰۸)
  • د څاښت د لمونځ نه بعد دا دعا باید ولوستل شي (اللهم اغفر وارحمنی وتوب علی انک انت التواب الرحیم)سل ځله لوستل سنت دي (زاد المعاد ۳۴۳،۱)
  • د جسم د ۳۶۰ جوړونو د صدقې لپاره د څاښت دوه رکعته کافي دي (ابوداوود۱۸۲)
  • د څاښت پابندي د برګزیده بنده خاصیت دی (حاکم ۳۱۴)
  • د څاښت په لمونځ کې سورة الشمس او سورة الضحی لوستل سنت دي (اتحاف السعادة المتقین ۳۷۱)
  • د حضرت  أنس ابن مالک رض څخه روایت دی چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلی دی چې څوک دوولس رکعاته د څاښت لمونځ وکړي، نو الله تعالی د ده لپاره په جنت کې بنګله (کوټه) جوړوی (ابن ماجه والترمذی) .
  • نور فضائل یی هم راغلی دی. په بل حدیث قدسی کې بیا راغلی دی: که څوک د ورځی په شروع کې څلور رکعته لمونځ وکړی ،نو د ورځی ترآخره پوری ستا لپاره کافی دی.
  • رسول الله ﷺ فرمایلي: چا چې د څاښت لمونځ دوه رکعته وکړ، نو هغه په غافلانو کې نه لیکل کیږي او چا چې څلور(۴) رکعته وکړ، هغه به په عابدانو کې ولیکل شي، چا چې شپږ(۶) رکعته وکړ، د هغه لپاره به درې(۳) ورځې د نفلي عبادت نه کافي شي او چا چې اته(۸) رکعته وکړ، هغه به د الله تعالی ﷻ په اطاعت کوونکو کې ولیکل شي او چا چې دوولس(۱۲) رکعته وکړ، هغې ته به په جنت کې کور جوړ کړي. ( مجمع الزوائد ج ۳ ص باب صلاة الضحَی)

د اوابین لمونځ:

  • رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی :   څوک چې  دماښام له لمانځه وروسته شپږ رکعاته لمونځ وکړی ،نو د ده ګناوی بخښل کیږی. که څه هم د دریاب د ځګ په اندازه وی  (معارف الحدیث معجم الطبرانی ) .
  • رسول الله ﷺ فرمایلي: چا چې د ماښام لمونځ نه وروسته شپږ رکعته لمونځ وکړ، د دې په منځ کې يې کومه غلطه خبره د ژبې نه نه وي ایستلي نو ده ته به د دولس(۱۲)کالو د عبادت برابر ثواب ورکړ شي.
    (ترمذی ج ۱ ص ۹۸ باب ماجاء…)

د تحیة الوضوء لمونځ:

  • له اودس کولو وروسته فوراً دوه رکعته نفل لمونځ کوي چې ډير ثواب لری دغه نفل لمونځ ته تحية الوضو وايې. په حديث شريف کې ددی ډير فضيلت راغلی دی .
  • په حديث شريف کې راغلي : د تاسې څخه چې څوک په ښه شان اودس وکړي بيا پاڅې په شان او د زړه په اخلاص دوه رکعته لمونځ وکړي هغه لره جنت واجب دی . (رواه مسلم وأبو داود) .

د تحیة المسجد لمونځ:

  • د تحیة المسجد لمونځ سنت دی (مسلم ۲۴۸)
  • د تحية المسجد ترک کول د قیامت علامت دی (کشف الغمة ۱۱۹)
  • جومات (مسجد) ته له داخليدو سره سم دوه رکعته نفلو کولو کې ډير ثواب دی. دغه لمونځ ته تحية المسجد وايي .
  • رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :کله چې يو د تاسې جومات ته داخل شئ تر هغه پورې مه کېنئ څو پورې مو چې دوه رکعته لمونځ نه وي کړی ( له کيناستلو مخکې دوه رکعته لمونځ ادا کوئ )(مسلم)
  • رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د جوماتونو حق ادا کړئ ، صحاب وايي: موږ وويل :د جومات حق څه دی ؟ ویې فرمايل دا چې له کيناستو څخه مخکې دوه رکعته لمونځ ادا کړئ .

د استخارې لمونځ :

  • د استخارې لمونځ کول سنت دی (بخاری ۹۴۴)
  • که څوک د یو کار اراده وکړی او هغه ورته مطمئن نه وي یعني د ترديد په حال کې وی او نه پوهيږي چي په دغه کار کې به یې خير وي او که شر، نو هغه ته پکار دی چي د الله جل جلاله څخه مشوره او صلاح وغواړی چې هغه د استخاری او صلاح لمونځ دی او لاندي په ترتیب بیان شوی دۍ،

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

که یو چا یو کار یا معامله ( لکه واده کاوه یا يې لور ورکوله یا يې غټه سودا کوله یايې  دکان اخیست یايې بله داسي لويه معامله وي ) نو هغه دي دوه رکعات نفل وکړي د استخاري په نیت او وروسته دي دغه دعا ورپسي ووایي:

اللَّهُمَّ إنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعِلْمِكَ , وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ , وَأَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ الْعَظِيمِ فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلا أَقْدِرُ , وَتَعْلَمُ وَلا أَعْلَمُ , وَأَنْتَ عَلامُ الْغُيُوبِ , اللَّهُمَّ إنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ (دلته به هغه خپل مطلب یاد کړي ) خَيْرٌ لِي فِي دِينِي وَمَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي أَوْ عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ , فَاقْدُرْهُ لِي وَيَسِّرْهُ لِي ثُمَّ بَارِكْ لِي فِيهِ , اللَّهُمَّ وَإِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ (دلته به بیا خپل مطلب یاد کړي ) شَرٌّ لِي فِي دِينِي وَمَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي أَوْ عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ , فَاصْرِفْهُ عَنِّي وَاصْرِفْنِي عَنْهُ وَاقْدُرْ لِي الْخَيْرَ حَيْثُ كَانَ ثُمَّ ارْضِنِي بِهِ ( دلته به بیا خپل مطلب یاد کړي ) ( رَوَاهُ الْبُخَاری )

د استخارې د لمونځ کولو وخت

  • کله چي د خوب وخت راشي ،نو به ولاړشې او په ښه طریقه به اودس تازه کړې ، بیا به دوه رکعاته نفل د استخاري په نیت وکړې ، د سلام نه وروسته به ذکرشوې دعا ووایې او وروسته به په راسته اړخ بیده شې، که مو د خوشحالي خوب ولید، نو هغه کار ستاسو لپاره خیر دي او که مو بی خونده خوب ولید، نو هغه کار دي د خیر نه دي او ډډه به ورڅخه وکړې.

د صلوة التسبیح لمونځ :

  • صلوة التسبیح لمونځ سره هر قسم ګناهونه معاف کیږې(سنت حبیب ۳۹۹)
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته وايي : اې تره تاته داسې ډالۍ او تحفه در نه کړم چې الله جل جلاله ورسره ټول ګناهونه ( واړه ، غټ ، ښکاره ، پټ ، مخکیني ، اوسني ، قصداً شوي وي او که خطأ ) معاف کوي ؟ هغه څلور رکعته صلاة التسبیح دي .
  • صلاة التسبیح څلور رکعتونه دي په څلور واړو رکعتونو کې به درېیمه کلمه : (سبحان الله والحمدلله و لا اله الا الله  والله اکبر ) درې سوه  (۳۰۰) وارې په لاندیني ترتیب سره ویل کیږي  .

د صلوه تسبیح لمونځ طریقه:

  • د تسبیح لمونځ په دوو طریقو سره ادا کېدلی شي او په دواړو کې هر چاته اختیار دی.

 لومړۍ طریقه:

  • چي  نیت وتړې تر ثنا یعنې سبحنک اللهم … وروسته به پورتنۍ ذکرشوې درېیمه کلمه پنځلس وارې (۱۵ ) ووايې، تراعوذ بالله ، بسم الله ، الحمدلله او  سورت ویلو وروسته به لس(۱۰) وارې ، په رکوع  کي  تر سبحان ربي العظیم وروسته لس (۱۰)وارې،  بیا په ولاړه د ربنا لک الحمد نه وروستهلس(۱۰) وارې ووايې . او په اوله سجده کې د سبحان ربي الاعلی نه وروسته لس(۱۰) وارې،  چي کله د اولې سجدې نه راپورته شې او کينې نو لس (۱۰ ) وارې ، بیا په دوهمه سجده کې هم تر سبحان ربي الاعلی وروسته لس (۱۰) وارې ووایې . په دې ترتیب سره په یو رکعت کې پورتنۍ کلمه پنځه اویا (۷۵ ) وارې کیږي  .له دې څخه وروسته به پاتې څلور واړه رکعتونه په همدې ترتیب سره پوره کړې .

دغه طریقه امام ترمذي رحمه الله د عبدالله ابن مبارک رحمه الله څخه نقل کړې ده .         

 دوهمه طریقه :

  • د نیت تړلو ، ثناء ، الحمدلله او سورة ویلو نه وروسته ذکر شوې کلمه پنځلس (۱۵) وارې ووایي ، بیا په رکوع کې د سبحان ربی العظیم نه وروسته لس (۱۰ ) وارې ، بیا د ربنا لک الحمد نه وروسته لس ( ۱۰ ) وارې ، بیا په لومړۍ سجده کې د سبحان ربی الاعلی نه وروسته لس ( ۱۰ ) وارې ، بیا د دواړو سجدو په مېنځ کې لس ( ۱۰ ) وارې ، بیا په دوهمه سجده کې د سبحان ربی الاعلی نه وروسته لس ( ۱۰ ) وارې ، بیا به د دویمې سجدې نه وروسته په الله اکبر ویلو سره به کینې او لس (۱۰ ) وارې به یې ووایې او بیا به د الله اکبر ویلو نه پرته ودریږې او بیا به دوهم ، درېیم او څلورم رکعتونه هم په دې طریقې سره ادا کړې ، خو په لومړۍ ناسته کې به د التحیات نه مخکې درېیمه کلمه ووایې ، بیا به التحیات ووایې او درېیم رکعت ته به پورته شې .

څلورم رکعت ته پورته کېدو نه مخکې او د سجدو نه وروسته به هم ( د لومړي رکعت په څېر) په الله اکبر ویلو سره کینې او درېیمه کلمه به لس ( ۱۰) وارې ووایې . او په آخري ناسته کې د التحیات پیلولو نه مخکې هم لس (۱۰) وارې بیا به التحیات او درود شریف ووایې او سلام به وګرځوي .

په دې طریقې سره به هم په هر رکعت کې پنځه اویا ( ۷۵ ) وارې درېیمه کلمه ولوستلی شي او درې سوه ( ۳۰۰ ) وارې به پوره شي .

  • که دا څلور رکعتونه په یو سلام کوي او که دوه رکعته کوي (ترمذي ۱۰۹)
  • د رکوع او سجدې تسبیحات به اول ولوستل شي او بیا به دا تسبیح ولوستل شي (ترمذي ۱۰۹)
  • که د سجده سهوې ضرورت پیښ شي، نو سجده سهوه کې به تسبیح نه لولي (ترمذي ۱۱۰)

صلوة التوبه:

  • صلوة التوبه سنت دی (مشکوة ۱۱۷)
  • له هر انسان څخه ګناه کيږي کله چې له بنده څخه کومه ګناه وشی ،نو په پښيمانتيا سره د خدای (جل جلاله) په وړاندې د عاجزۍ او خپلی ګناه د بخښنی غوښتلو لپاره دوه رکعته نفل کول مستحب دي.

د مصائبو په وخت کې لمونځ کول:

  • د مصائبو او پریشاني په وخت کې لمونځ کول سنت دی (ابوداوود۱۷۸)
  • حضرت  خذيفة رضی الله عنه څخه روايت دئ چي نبي صلی الله علیه وسلم  ته به کله يو سخت کار پېښ سو، نو دستي به د لمانځه  لوري ته متوجه سو.

صلوة الشکر :

  • صلوة الشکر لمونځ اداء کول سنت دي (ابن ماجه ۹۹)
  • د خوشحالي په وخت کې سجده کول سنت دي (زاد المعاد ۳۶۰)
  • حضراتو صحابه کرامو به هم د خوشحالي په وخت سجده کوله(نیل الاوطار۱۰۶)

د حاجت لمونځ:

  • حاجت لمونځ هغه لمونځ دی چې د یو حاجت د پوره کیدو لپاره ترسره کیږي او د اکثرو فقهاوو په نزد دا لمونځ مستحب دی او هغه دوه رکعته لمونځ دی،  چې په دي لمونځ کې به سورت فاتحه لولي او له هغه وروسته به  هغه ایاتونه چې  اسانه وي ورته او بیا له دې وروسته په الله سبحانه وتعالی باندي حمد وایي او پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وایي، بیا د الله تعالی په دربار کې هغه دعا  کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوي   چي ویلي يې دي: ” څوک چې خدائ جل جلاله ته کوم حاجت ولري او یا کوم بني آدم ته، نو په غوره توګه  دې اودس وکړي او بيا دې دوه رکعته لمونځ وکړي او بيا دې د الله جل جلاله حمد او ثنا ووايي او پر رسول الله صلى الله عليه وسلم دې درود ووايي، بيا دې دا دعا ووايي: “لا إله إلا الله الحليم الكريم، سبحان الله رب العرش العظيم، الحمد لله رب العالمين، أسألك موجبات رحمتك وعزائم مغفرتك والغنيمة من كل برِّ والسلامة من كل إثم، لا تدعْ لي ذنبًا إلا غفرته ولا همًّا إلا فرَّجته ولا حاجةً هي لك رضًا إلا قضيتها يا أرحم الراحمين» (رواه الترمذي وابن ماجه)، نو دې حدیث د حاحب د لمونځ د رکعتونو شمیر ذکر کړی، د هغې طریقه او هغه دعا چې په دې کې ویل کیږي بيان شوې.

د استسقاء لمونځ:

  • د استقاء معنی ده اوبه غوښتل يعنی کله چې د اوبو ضرورت شي او باران نه کيږي د باران غوښتلو لپاره دوه رکعته لمونځ کيږي او د خدای (جل جلاله) نه د اوبو غوښتلو سوال کول سنت دي .
  • دغه لمونځ په يوه بيديا ، ميدان يا عيدګاه کې کيږي په جمع سره کيږي د لمانځه نه پس به امام يا د مسلمانانو حاکم د جمعې او اخترونو په ډول دوې خطبې وايي او په پوره عاجزۍ او اوچت آواز به دعا کوي. لومړی به د خپلو ګناهونو د بخښنې لپاره دعا کوي بيا به د باران غوښتلو دعا کوي.
  • د استسقاء لمونځ سنت دی (بخاری ۱۴۰)
  • د استسقاء د لمانځه لپاره عیدګاه ته تلل سنت دي (بخاري ۱۴۰)
  • بغیر د آذان او اقامت نه جماعت یی سنت دی (سنن کبری ۳۴۷)
  • د لمانځه نه بعد قبلې ته مخ کول او دعا کول سنت دي (ابوداوود۱۶۵)
  • د استسقاء په لمانځه کې جهر سره قرائت کول سنت دي (نسائی ۳۲۶)
  • د لمانځه نه بعد خطبه لوستل سنت دي (ابن ماجه ۹۰)
  • د نیک فالۍ په توګه باندې څادر اړول سنت دي (بخاری ۱۳۹)
  • استسقاء کې په ولاړه دعا کول سنت دي (ابوداوود۱۶۵)
  • کله په استسقاء کې صرف په دعا باندې هم اکتفاء کولای شي (بخاری ۱۳۸)
  • لاسونه اوچتول او د استسقاء دعا کول سنت دی(بخاري۱۴۰)

د صلوة کسوف لمونځ(د لمر تندر نیول ):

  • د لمر د تندر نیولو په وخت کې لمونځ کول سنت دی (بخاری ۱۴۳)
  • لمونځ دومره اوږدول چې لمر روښانه شي سنت دی (بخاری ۱۴۱)
  • د لمر د تندر نیولو په وخت کې دوه رکعته لمونځ جماعت سره سنت دی (سنن کبری ۳۲۴)
  • د لمر د تندر نیولو لمونځ په جومات کې سنت دی (سنن کبری ۳۴۱)
  • که د جماعت انتظام نه وي نو یواځې لمونځ کول سنت دی(سنن کبری۳۴۲،۳)
  • د لمر د تندر نیولو په وخت کې دعا ،ذکر ،لمونځ او صدقه ورکول سنت دي (بخاری ۱۴۲)
  • د لمر د تندر نیولو په وخت کې دعا او استغفار کول سنت دی(شمائل الکبری ۱۶۱،۷)
  • د لمر د تندر نیولو په وخت کې جومات ته تلل سنت دي (مسند احمد، فتح الرباني ۱۸۵،۶)
  • د لمر د تندر نیولو په وخت کې وعظ کول سنت دي (ابن خزیمه ۳۲۵،۲)
  • د لمر د تندر نیولو په وخت کې خلګ راجمعه کول سنت دي (بخاری ۱۴۲)
  • د لمر د تندر نیولو په لمونځ کې قرائت جهر سره سنت دی (سنن کبری ۲۳۶،۳)
  • په دې لمانځه کې په کرار آواز هم قرائت کول سنت دي (سنن کبری ۲۳۵،۳)

د صلوة خسوف لمونځ (د سپوږمۍ تندر نیول):

  • د سپوږمۍ د تندر نیول په وخت کې لمونځ کول هم سنت دي (دار القطني ۹۴)
  • د سپوږمۍ توريدلو په وخت کې چې دوه رکعته لمونځ کيږي دې لمونځ ته د خسوف لمونځ وايی دغه لمونځ هم دوه رکعته سنت لمونځ دی چې بې له جومات او پرته له جماعته په ځانله ځانله ډول ادا کيږي

صلوة الخوف:

  • د صلوةالخوف لمونځ کول سنت دی (بخاري ۱۳۸)
  • د وېرې لمونځ د جنګ په حالت کې ادا کيږي. کله چې د دښمن د يرغل وېره وي ،نو امام به خلک په دوو ډلو ويشي.
  • الله سبحانه وتعالی فرمايي : (ای پيغمبره ! ) کله چې د مسلمانانو په منځ کې او د جنګ په حالت کې پر لمانځه ولاړ وې، نو پکار ده چې له هغوی څخه يوه ډله له تا سره ودريږي او وادې خلي (دا لمونځ کوونکي ) وسلې خپلې، نو کله چې هغوی سجده وکړي، نو شي دوی له وروسته ستاسې او را دې شي بله ډله چې لمونځ يې نه وي کړی تا سره دې لمونځ وکړي او وادې خلي وسلې خپلې ( تيارسئ دې اوسي ). ( سوره النساء آيه 102).
  • امام به يو رکعت بشپړ کړي. کله چې امام له دوهمې سجدې څخه سر پورته کړي دغه ډله به د دښمن مقابلې ته ورځي او دوهمه ډله به د لمانځه لپاره راځي امام به يو رکعت له دوی سره وايي، کله چې له تشهد ويلو وروسته سلام ګرځوي خو دغه ډله به سلام نه ګرځوي د دښمن مقابلې ته به ځي او هغه بله ډله به راځي پاتې رکعتونه به له قرائت ويلو پرته پای ته رسوي .د تشهد په ويلو سره به سلام ګرځوي او د دښمن مخې ته به ورځي او بيا هغه بله ډله راځي د تشهد ويلو وروسته به سلام ګرځوي.

وحیدالله عمر المدني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *