دینې لیکنې

د سنتو پيروي کول

درويشتمه برخه
وحيدالله عمر المدني
د هلال او عيادت متعلق د حضور ﷺ اسوه حسنه
هلال: دا چې روژه د الله ﷻ له طرفه په مسلمانانو فرض کړای شوې او يوه معينه مياشت ورته مقرره شوې نو مسلمانان مکلف دي چې د مياشتې له اولې ورځې روژه ونيسي د دې لپاره ضروري ده چې د شعبان المعظم د مياشتې د ليدلو اهتمام وشي په دې اړه راځو د خپل خوږ پيغمبر ﷺ مبارک عاداتو،اعمالو او اقوالو ته.
حضور ﷺ به چې څومره د شعبان مياشتې د ليدو څومره اهتمام فرمايلو د بلې مياشتې به يې دومره نه فرمايلو ، ابن همام ليکلي،چې د شعبان د ۲۹ مياشت ليدل واجب علي الکفايه دی(فتح القدير۳۱۳،۳)
که ۲۹د مياشتې په نظر رانه شي نو ۳۰ ورځې پوره کړئ.(صحيح ابن خزيمه ۲۰۲،۳)
حضور ﷺ به فرمايلو چې د شعبان تاريخونه د رمضان لپاره ياد ساتئ.(دارقطني ۱۶۳،۲)
د مياشتې ليدو والا لپاره لازم ده چې هغه دې ذمه داروته اطلاع ورکړي (ابو داود ص ۲۲۰)
د دوو عادلانو کسانو له شهادت سره د مياشتې ثبوت کېږي.(سنن کبری ۲۴۸،۴)
د يو عادل له ګواهۍ سره د رمضان ثبوت کېږي (ترمذی ص ۱۴۸)
د جنتري او اهل حساب ماهر فلکيات قول معتبر نه دی (شمائل کبری ۸۸،۹)
که د رمضان المبارک مياشت د ۲۹ورځو شي نو دا افسوس دې نه کوي چې د ۲۹ ورځو روژو ثواب به راته راکړل شي او وايي چې کاش يوه ورځ بله هم مياشت په نظر راغلې وای نو مکمل يوه مياشت به وه او د يوې مياشتې مکمل ثواب به راته راکړل شوی و،څنګه چې د بعضو جاهلانو نه اورېدل کېږي داسې نه ده په کار (بلوغ الاماني ۲۴۷،۹)
د ۲۹ ورځو روژو کېدو باندې ثواب کې کمی نشته (مجمع الزوائد ص ۱۵۰)
که په څه وجه روژې۲۸شي نو د يوې ورځې قضاء واجبه ده (سنن کبری ص ۲۵۱)
د دوو کسانو په شهادت سره حضور ﷺ روژه ماته کړه (دار قطنی ص ۱۶۹)
که د مياشتې شهادت د ورځې په آخر کې راشي بيا به هم روژه ماتوي(کله چې د شوال د مياشت شاهدي د ورځې په آخر کې هم شاهدان شاهدي وړاندې کړي بيا به روژه ماتوي)(کنز الاعمال ص ۵۶۵)
د حضرت ابن عمر او حضرت ابن عباس رضی الله عنهما نه مروي دی چې حضور ﷺ به د يو شخص په شهادت د رمضان المبارک مياشت تسليموله او دوی ﷺ به د اختر مياشت د دوو کسانو په شهادت فيصله فرمايله.(مجمع الزوائد ۱۴۹،۳)
که د مياشتې د ليدو والا په ټيليفون خبر ورکړي نو بلکل معتبر نه دی.(فتاوی رحيميه ۱۸۸،۵)
په شهادت کې د خط ، ټيلی ګراف ،ټيليفون او داسې نورو شيانو قطعاً څه اعتبار نشته.(احسن الفتاوي ۴۲۰،۴)
عيادت (بيمار پرسي): حضورﷺ وفرمايل چې په تاسو کې څوک د چا بيمار پرسي وکړي نو هغه دی د هغه کره څه نه خوري بيشکه دا حصه ده د هغه له بيمار پرسی نه
حضور ﷺ وفرمايل چې بهتره عيادت خفي دی(چې په هغه عيادت کې زيات وخت ونه لګول شي )
حضور ﷺ وفرمايل چې عيادت کوئ د هغه چا چې ستاسوعيادت نه کوي او هديه ورکوئ هغه چاته چې تاسو ته هديه نه درکوي (کنز ۴۱،۹)
حضور ﷺوفرمايل چې مکمل عيادت دا دی چې په تاسو کې يو شخص د مريض په تندي لاس کېږدي او له هغه نه د صحت په باره کې پوښتنه وکړي او مکمل ملاقات او مصافحه کول دي
حضور ﷺ وفرمايل چې چا په مريض او خوړلو د هغه د خواهش څېز الله ﷻ به په هغه د جنت مېوې وخوري (کنز ۴۰،۹)
حضور ﷺ وفرمايل چې د درېيو څېزونو عيادت کول په کار نه دي :
۱ـ د ستر ګو د درد ولا
۲ـ د غاښ درد
۳ـ د دانو د زخم والا.
د عيادت فضيلت: حضور ﷺو فرمايل چې چا د بيمار عيادت وکړو او هغه سره کېناستو الله ﷻ هغه ته د زرو کالو ثواب ورکوي چې هغې کې د څه نافرماني نه وي کړې.(کنز ص ۴۰)
حضور ﷺ وفرمايل عيادت دې ونه کړای شي مګر له درېيو ورځو نه وروسته (کنز ۴۰،۹)
د تعزيت سنت: چا چې د يو شخص تعزيت وکړ الله ﷻ به د قيامت په ورځ هغه ته د خپل عرش سيوری ورکړي (ابن سنی)
تعزيت صرف يو ځل کول په کار دي بار بار کول يې په کار نه دي،د مصيبت په وخت کې دری ورځې کېناستل د تعزيت لپاره جائز، خو دی مګر خلاف اولي دی او په مسجد کې خو په خصوصي توګه مکروه دی.
د خط په ذريعه تعزيت: د خط په ذريعه هم تعزيت کولای شئ حضرت معاذ بن جبل رض په يمن کې و،چې د دوی رض زوی وفات شو،نو حضور ﷺدوی ته تعزيتی خط وليکه (مجع الزوائد ۶،۳)
د خدای ﷻ له طرفه د خير فيصله له مرګه مخکې د نېک عمل توفيق کېدل دي.
نور بيا …

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *